له ښاره ووتو، لوی میدان مو له نظره تېر کړ، ځای ځای ماشومانو فوټبال کاوه، د میداني په اخري کې ګڼې خېمې وې، ډېر بیروبار په کې نه ښکارېده، موټروان برېک ته پښه ور اوږده کړه، ښی لاس یې په ګیرلېور وواهه، د دروازو کړپ شو، کښته شوو، له ولاړو کسانو سره مو ستړي مشي وکړل، همکار مو مخ راواړاوه:
- دوه ټیمه به شو؟
لنډ ځواب مې ورکړ:
- سمه ده
دوی د سړک یوې موږ بلې غاړې ته واوښتو بیا یې غږ را وکړ:
- له یوه سره یې وګورئ! په منځ کې کوم کور درنه پاتې نه شي
ور نارې مې کړې:
- ان شاءالله نه پاتې کېږي
د کلي د ملک استازی کور په کور راسره ګرځېده، هوا ګرمه وه، پر تندي مو مړې خولې راماتې وې، پوښتنه یې رانه وکړه:
- اوبه څښې؟
کړل مې:
- نه!
هغه راته وویل:
- د محمدقل نوم په لېست کې شته؟
لومړی پاڼه مو له نظره تېره کړه، د دویمې پاڼې په وروستیو کې یې نوم و:
- هو!
په خندنۍ لهجه یې زیاته کړه:
- دغه به هم وګورو
حرکت مو وکړ، د تازه جوړ شوي کور مخ ته یې ودرولو، تیږې ته یې لاس کړ، ټک ټک ټک دروازه یې و ټکوله، ماشوم را منډه کړل، پشونګوری یې په غېږ کې نیولی و، په ښي لاس کې له نیولې وچې ډوډۍ څخه یې کپ وکړ، شېبه وروسته د دروازې له بل اړخه پوښتنه وشوه:
- څوک یاست؟
د ملک استازي غږ ورته وکړ:
- زه یم، راخلاصه کړه، سروې راغلې
په عمر پوخ سړی راووت، په سینه یې لاس کېښود، ټولو ته یې ستړي مشي او ښه راغلاست وویل، د دروازې په ژۍ مې لاس تکیه کړ، حویلۍ ته د نننه شوم، شاوخوا اطاقونه مې له نظره تېر کړل، قفلونه پرې پراته و د کور صاحب راته وویل:
- هغه اتاقونه زما نه دي زه دلته ژوند کوم
پوښتنه مې ترې وکړه:
- دلته څو فامیله ژوند کوی؟
ژر یې ځواب راکړ:
- درې، زه او دوه زامن مې
د بندو اتاقونو د قفلونو په اړه مې پوښتنه ترې وکړه، د ملک استازي کوښښ کاوه چې د سپین ږیري په نماینده ګۍ خبرې وکړي، هغه ورته و نه کتل، ځواب یې راکړ:
- اینګورانې مې خېمې ته تللې، بېګاه خبر شوم چې کمک راځي
کتابچه مې قات کړه بوډا راته وویل:
- انجینر صاب صبر زه خېمې ته ورغږ کړ، هلته بله نا اباده حویلۍ لرم
بوډا بېرون ووت، ما د بندو اتاق د نننه تخت خوابونه او سرې قالینې او پر میز ښایسته د تلویزیون سکرین له نظره تېر کړل، بیرون راووتم، د بل کور په لټه کې شوم.
پای
۲۰۲۲ مي ۱۶مه نېټه _ شبرغان