تاند(دوشنبه، د جوزا ۱۶ مه) پاکستانۍ روپۍ د نژدې یوې اونۍ له لنډې دمې او نري ټیکاو څخه وروسته یو ځل بیا مخ پر ځوړي روانه شوله خو دا ځل یې سفر د پخوا په پرتله ډېر خطرناک ښکاري.
د پاکستان جیو نیوز تلوېزیون وایي، نن دوشنبه د ورځې په ۱۱:۳۰ بجو په بین البانکي حساب یو ډالر په ۱۹۹.۷۵ روپۍ تبادله شو، خو په ازاد بازار کې دغه قیمت ۲۰۴ ته ورسېد.
د دغه هېواد ای آر وای تلویزیون هم دا خبر تایید کړ او ویې ویل چې په ازاد بازار کې د ۱ ډالر قیمت ۲۰۴ روپیو ته ورسېد.
د پاکستان حکومت له څو ورځو راهیسې په دغه هېواد کې د نفتو قیمتونه زیات کړل او هیله یې لرله چې په دې توګه به د روپۍ د قیمت د ښویېدلو مخه ونیسي، چې ورسره د روپۍ په قیمت کې څه ناڅه ټیکاو راغی خو نن یې بیا پښې سستې شولې.
جیو نیوز تلویزیون وایي، د دې تر څنګ د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې د پاکستان د مرکزي بانک اسعاري زېرمې له ۱۰.۰۸۸ میلیاردو ډالرو څخه ۹.۷۲۳ میلیاردو ډالرو ته راکمې شوي او دلیل یې دا ښودلی چې حکومت د وارد شویو توکو قیمتونه په ډالرو تادیه کړي دي.
ویل کیږي چې پاکستاني چارواکو تېر کال په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته ډېرې هڅې وکړې چې په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان د نژدې ۱۰ میلیاردو ډالرو کنګل شوې اسعاري زېرمې راخلاصې کړي او د خپل هېواد د دېوالیه کېدونکي اقتصاد د ټینګولو لپاره ترې کار واخلي، خو بریالي نشول.
پاکستانۍ رسنۍ وایي، ډېره وېره شته چې د جون تر ۱۰مې پورې چې دغه هېواد د را روان مالي کال لپاره بودجه د تصویب لپاره وړاندې کوي، د روپۍ ارزښت نور هم ولوېږي.