جمعه, مې 17, 2024
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۱) |لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۱) |لیکوال: نوح هیراري

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت د راتلونکې لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

هومیودیوس

خپل ښوونکي:

 ایس. این. ګوینکا ( ۱۹۲۴ـ۲۰۱۳ ) ته ېې ډالۍ کوم چې ډیر مهم شیان ېې رازده کړل.

                                                                                     یوال نوح هیراری

د ژباړونکي سرېزه 

انسان تل د خپل راتلونکي په هکله فکر کوي او ډیر ځله د تیر تاریخ په رڼا کې خپل راتلونکی هم انځوري. خو نن سبا د ټیکنالوجۍ په پرمختګ سره د راتلونکې اټکل هم ډیر مبهم ښکاري. تاریخپوه او فیلسوف  یوال نوح هیراري په دې برخه کې د دریو کتابونو په لیکلو سره نړیوال شهرت وموند.

نوموړي په ۲۰۱۴ کال کې د بشر د لنډ تاریخ په هکله د هوموساپینس کتاب ولیکه. هومیوساپینس د نړیوالو له پراخ هرکلي سره مخامخ شو.لیکوال په ۲۰۱۶ کال کې خپل بل کتاب هوموډئوس خپور کړ. دغه کتاب د بشر د راتلونکې لنډ تاریخ دی. دغه راز په ۲۰۱۸ کال کې ېې د یو ویشتمې پیړۍ لپاره یوویشت درسونه له پراخ هرکلي سره مخامخ شول.

نارویژی لیکوال «روي یاکوبسن» وايي: ما هومیوساپینس او هومو دیوس دوه ځله ولوستل بې له شکه چې دا د وروستۍ لسیزې مهم کتابونه دي.

دلته تاسو د هومیوډیوس ژباړه لولئ فکر کوم د دغه کتاب لوستل تر لویدیځوالو موږ مسلمانانو او افغانانو ته ډیر څه راښودلی شي. د باراک اوباما او بیل ګیټس په شان کسانو هم له دغه کتابه اغیز منلی او د لوستلو سپارښتنه یې کوي.

هیراري په خپلو ټولو کتابونو کې د یو فصیح او عام فهمه راوي په شان عمل کړی دی خو پر دې عام فهمه ژبې سربیره هومودیوس د نني انسان اساسي پوښتنې ځوابوي د مثال په توګه موږ له کومه راغلي یو؟ او کوم لوري ته روان یو؟ 

موږ له کومه راغلي یو او کوم لور ته روان یو دوه اساسي پوښتنې دي چې نورې وړې پوښتنې ترې پيدا کیږي. د  مثال په توګه مصنوعي ذکاوت Artificial Intelligence، بیوټیکنولوجي او انټرنټ انسان کوم لوري ته بیايي؟ د نني بشر اندیښنې څه دي؟ ننی بشریت څنګه پر نورو ژویو برلاسه شو؟ او څنګه د نړۍ په یوازیني واکمن بدل شو؟ ولې نورو ژویو او نورو انساني نسلونو دا وړتیا نه درلوده چې ښارونه، باچاهۍ او امپراتورۍ رامنځته کړي؟ بشر څنګه  دینونو ته مراجعه وکړه؟ څرنګه او ولې انسان پر پيسو، کتابونو، او قوانینو باور وکړ؟ زموږ نړۍ به په راتلونکو زریزو کې څنګه وي؟ تاریخ او بیولوژي له یو بل سره څه تړاو لري؟ ایا په تاریخ کې کله هم عدالت شوی دی؟ او ایا انسان په مادیاتو او اوږد ژوند سره نیکمرغۍ ته رسیداي شو؟ دغسې ډیرې پوښتنې په دې کتاب کې ځواب شوي دي. په ټول کې هغه وايي انسان باید په یوویشتمه پيړۍ کې ځان له سره تعریف کړي تر څو په دې خاورینې کُرې ژوند وکړاي شي.

د کتاب له ژباړې یوازینی هدف دا دی چې موږ افغانان هم د نورو د لوستلو زغم پیدا کړو او د ژور او انتقادي فکر چل زده کړو. طبیعي خبره ده چې انسان له هر هغه شي سره موافق نه وي چې لولي یې خو د هر نظر لوستل د خپل نظر له پراخولو سره ډېره مرسته کولی شي. په سینوهه، راز، راډیويي پروګرامونو او نورو کتابونو کې چې ما ژباړلي دي یوازینی هدف دا دی چې موږ فکر کولو ته اړباسي او ذهن مو پراخ کړي.

هومودیوس دلته په څو برخو کې خپروم هیله ده د افغان او پښتون ولس د ذهن په بیدارۍ کې ګټور ثابت شي. د کتاب د لوستلو په وخت یوې مسلې ته باید پام وکړو هیراری چې کله د انسان په هکله خبره کوي نو په ټولیزه توګه ټول بشریت یادوي او طبیعي خبره ده چې مثالونه ېې ډیر د لویدیځې نړۍ وي. کتاب له نارویژي ژبې ژباړل شوی او له انګریزي متن سره کتل شوی دی.

دغه ژباړه خپل ارواښاد پلار «ډاکټر احمد نور اسد» ته ډالۍ کوم. هغه څوک چې له انسان سره ېې د مینې او مهربانۍ لومړني درسونه راکړي دي.

په درناوي ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

لومړۍ برخه:

لومړی څپرکی

د انسان نوې اجنډا

د درېیمې زریزې په یوه سهار کې انسان د پخوا په شان له خوبه راویښ شي سترګې وموښي او غځوونې وکړي. د تورو ورېځو خپسه ېې لا هم په ذهن سیوری غوړولی: د اغزن سیم او د سمارق په شان د تورو ورېځو یوه خپسه. د اتوم بم د چاودنې سمبول  بیا وايي له ښه مرغه دا خپسه وه. انسان له ویښیدا سره سم حمام ته لاړ شي، مخ او لاس ووینځي، د مخ ګونځو ته په هنداره کې ځیر شي، بیا ځانته یو پياله کافې جوړه کړي او جنټري وګوري: «ښه نو. د نن ورځې پلان څه شی دی؟».

د زرګونو کلونو په اوږدو کې د دغې پوښتنې ځواب نه دی بدل شوی. د ۱۹ مې پيړۍ چینایان، د منځنیو پيړیو هندیان، او پخواني مصریان ټول بوخت ساتلي وو. کاختي، وبا، او جګړه تل اساسي ستونزې وې او د لیست په سر کې راتلې. د بشر نسلونو د زرګونو کلونو په اوږدو کې خدایانو، پرښتو او نورو سپیڅلیوموجوداتو ته سجدې وکړې، او دغه راز بې شماره وسایل ېې پيدا کړل، ادارې او ټولنیز سیسټمونه او نظامونه ېې جوړ کړل خو له دې سره سره میلیونونه کسان له لوږې، وبا او تاوتریخوالي مړه شول. ډیری پیغمبران او د فکر خاوندان دې نتیجې ته ورسېدل چې وبا، جګړه او لوږه به د دې دنیا لپاره د خداي لوي پلان وي او د انسان د نصیب او نیمګړي وجود برخه ګڼل کیږي. ځکه خو له دغو بلاګانو خلاصون نه شته.

د دریمې زریزې په پیل کې انسان له یوه حیرانوونکي حقیقت سره مخامخ کیږي. زیاتره کسان په دې اړه فکر هم نه کوي. په همدې وروستیو څو لسیزو کې مونږ لوږه، وبا او جګړه محدوده کړه. که څه هم دغه ستونزې بیخي نه دي حل شوي خو نور هغه نه کنټرولیدونکې طبعیي بلاګانې نه دي. دا درې لوېې ستونزې اوس د کنټرول وړ بلل کیږي. اوس انسان اړتیا نه لري چې ملایکو او خدایانو ته سجدې وکړي چې دوي له دغو افتونو وساتي. 

۱ مصنوعي القاح

 پرخلقت برلاس  انسان اوس ډیر ښه پوهېږي چې څنګه او په کومو لارو د وبا، جنګ جګړو اولوږې مخه ونیسي او یا څنګه پرې برلاسه شو. البته موږ په ډېرو برخو کې کمزورتیاوې لرو خو کله چې له دغو او دې ته ورته نورو افتونو سره مخامخیږو ځان نه بایلو او نه ورته تسلمیږو، اوسنی انسان دا نه وايي چې « بس زموږ نصیب همدا دی اودا ناقصه دنیا به همداسې وي» او یا دا نه وایې چې « د خداي غوښتنه به همدا وه». اوس چې انسان پر تاوتریخوالي، وبا او لوږې کنټرول ونه لري، دا وايي چې کوم علت او نیمګړتیا خو شته. ځکه خو کمیسیونونه او کمیټې ورته جوړیږي او څېړنې کیږي چې بل ځل باید دغسې تېروتنه ونه شي. دغه هلې ځلې نتیجه هم ورکوي. ځکه خو د پخوا په پرتله دغه ډول ستونزې او غمیزې کمې دي. د نړۍ په سویه دا لومړی ځل دی چې انسانان ډیر له لوږې نه ، بلکه له ډېرو خوړو مري. د نړۍ په کچه د ساري ناروغیو په ځای ډیری کسان دعمر له زیاتیدا مري. نن سبا د ځان وژنې شمېر تر هغو ډیر دی چې دعسکرو، مجرمانو او ترهګرو له لوري وژل کیږي. د یوویشتمه پیړۍ انسان تر وچکالۍ، ایبولا او د القاعدې تر حملو زیات، په مک ډونالډ کې د زیات خوراک خطر ګواښي.

له دې امله له دې سره سره چې ولسمشران، چارواکي، مدیران، او جنرالان لا هم د اقتصادې بحران او پوځي شخړو او لانجو د اواري فکر کوي، انسان باید د کائناتو په کچه سترګې وغوړوي او یو نوي افق ته وګوري. کله چې انسان لوږه، وبا او جګړې قابو کړای شي د بل کوم شي په وړاندې به مبارزه کوي. څه شی به د دغو بلاګانو ځای ونیسي. او د انسان اجنډا به څه وي؟ د اطفائیې کارکوونکی به په داسې نړۍ کې چې هلته اور نه وي، کومه دنده ولري؟ دغه انسان به په یوویشتمې پیړۍ کې له ځانه بله پوښتنه کوي: چې اور نه شته نو زه به څه کوم؟ زما دنده اوس څه ده؟ زموږ نبوغ او پوهه به د څه شي لپاره کارول کیږي؟ او له خپل بې حده توان او پوهې به څه ګټه اخلو؟ په تیره بیا کله چې بیوټیکنالوجۍ اومعلوماتي ټیکنالوجۍ له حده زیات توان او پوهه راکړي وي. له دې پوهې او بې حده توان سره به څه کوو؟

تر دې مخکې چې دغو پوښتنو ته د ځواب لټه وکړو غوره به دا وي د لوږې کاختۍ او جګړو په هکله لنډ وغږیږو.

ډیری کسان به دا خبره بې ځايه، غیرمنطقي او حتي منلډې وبولي چې وایو موږ دغه سترې ستونزې او ناخوالې کنټرول کړي دي. دوي به وايي لا هم په میلیونونو انسانان له دو ډالرو په کم ورځني عاید ژوند نه تیروي؟ په افریقا کې لا هم د ایډز کړکیچ روان نه دی؟ په عراق او سوریه کې جنګ او تاوتریخوالی لا هم قربانیان نه لري؟

د دې لپاره چې موږ خپله ادعا ثابته کړاي شو، غوره به دا وي چې د یوویشتمې پيړۍ پيل ته ځغلنده کتنه وکړو.

د بیولوجیکې بې وزلۍ کرښه

له لوږې به ېې پيل کړو چې په زرګونو کاله د بشري ټولنې ستر دښمن ګڼل شوی دی. تر دې وروستیو کلونو هم ډیری کسان د بیولوجیکي بې وزلۍ په کرښه پراته وو. تر دې کرښې لاندې خلک له لوږې او ناسمې تغذیې کړیدل. یوه کوچنۍ غلطي او یا بد چانس ممکن یو کور او یا ټول کلی د مرګ کندې ته ټیل وهلی وای. که به باران او ږلۍ ستا د غنمو فصل تباه کړ او که به غلو د وزو او میږو رمه درنه پټه کړه نو، ته اوټول نیژدې خپلوان به دې له لوږې سره مخامخ شول. بېلابېلو پیښو او یا په ډله ییزه توګه یوه احمقانه کار ممکن سترې ناخوالې پيدا کړې واي او ډیرانسانان ېې د لوږې او بې وزله په پوله درولاي شول. کله چې به په پخواني مصر، او یا د منځنیو پیړیو پر هندیانو به وچکالي راغله، له پنځو تر لسو سلنه انسانان ېې وژل.کافي تجهیزات او ترانسپورت موجود نه ؤ چې له لیرې سیمو خوراکي توګي ولیږدوي. او د خوراکي توکو واردات ډیر سخت وو، حکومتونو او ادارو هم دومره توان نه درلود چې خلک وژغوري.

 د تاریخ هر کتاب چې پرانیزئ د زرګونو کاختۍ ځپلو کیسې به پکې ووینئ چې له لوږې لیونیان شوي دي. د ۱۶۹۴ میلادي کال په اپریل کې یو فرانسوی چارواکی د «بووې » په نامه په یوه ښار کې لوږه او بې وزلي او د خوراکي توګو لوړه بیه داسې انځوروي:

ښار او کوڅې له بیشماره بې وزلو اولوږو ډکې وې، ډیری کسان پکې له لوږې مړه شول ځکه چې نه ېې کار درلود او نه پیسې چې یوه ګوله ډوډۍ پرې واخلي. د دې لپاره چې ژوندي پاتې شي هر ډول چټل شی لکه پیشوګانې او اسونه ېې هم خوړل، او پر ډیرانونو به ېې خولې لګولې. ځینو کسانو به د غواګانو او نورو مالونو وینه خوړله، ځینو به د مالونو کولمې او د بدن هغه برخې هم خوړلې چې قصابانو به په کوڅو کې اچولې، ځینو نورو به ایشولي واښه او د ونو او بوټو ریښې خوړلې.۱

دغسې یو حالت کابو په ټولې فرانسې کې لیدل کیده. پرله پسې دوه کاله په ټول هیواد کې فصلونه د خرابې هوا له امله له منځه تللي وو. په دې ډول د ۱۶۹۴ کال په پسرلي کې د غَلودانو ګودامونه تش شوي وو. شتمنو د احتکار شویو غَلودانو بیې لوړې کړې. په ډیر لوړ شمېر کې بېوزلي مړه شول.

د ۱۶۹۲ او ۱۶۹۴ کالونو ترمنځ دوه اعشاریه اته میلیونه فرانسویان لوږې وځپل دا د ټول نفوس پنځلس سلنه کېده. په دغسې حالت کې څوارلسم لويي د وارسا په ماڼۍ کې په عیاشۍ بوخت ؤ. په ورپسې کال ۱۶۹۵ کې استونیا لوږې وځپله او د ټول هیواد پنځمه برخه خلک ېې ووژل، په ۱۶۹۶ کال کې د فنلنډ وار شو او دلته ېې د ټول نفوس دریمه یا څلورمه برخه د نیستۍ کندې ته ټیل وهل. د ۱۶۹۸او ۱۶۹۵کالونو په واټن کې لوږې د سکاټلند په ځینو ولایتونو کې شلمه برخه نفوس له منځه یووړ.۲

ډیری لوستونکي د یو وخت ډوډۍ د نه خوړولو له زوره حتمن خبردي، ډېرو کسانو په مذهبي دلایلو روژې نیولي او د لوږو په حالت ښه پوهېږي.  او په دې پوهېږي چې څو ورځې یوازې د سبزیانو په سوپ ګوزاره کول څومره سخته وي. نو تصور کولی شو چې که څوک څو ورځې هیڅ شی ونه خوري څه پرې تېرېږي په تیره بیا دا چې نه پوهېږې کله به بله ګوله ډوډۍ در رسیږي؟ نن سبا ښايي د نړۍ په کچه لږکسان داسې ومومو چې دغه ډول کړاو ېې ګاللی وي. ښایي زموږ نیکونه او غور نیکونه دغه حالت ښه درک کولی شي. د پخوانیو نسلونو په ذهن کې تل له لوږې د خلاصون فکر وو او تل به ېې خداي ته د سجدې په وخت ویل: « له لوږې مو وژغوره».

په وروستیو سلو کلونو کې اقتصادي، تینکالوجیکي، او سیاسي پرمختګ انسان د لوږې او کاختۍ په شان له بیولوجیکي بې وزلۍ ژغورلی دی او خوندي سیسټمونه ېې ورته جوړ کړي دي. کله ناکله د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ممکن د لوږې ستونزه را ولاړه شي خو ډیر ځله دغه لوږه د طبیعي پیښو له امله نه بلکه د انسانانو د غلطې پالیسۍ له امله رامنځته کیږي. د ځمکې د کُرې په ډېرو برخو کې نه دي لیدل شوي چې څوک دې له لوږې مړ شي. حتی که څوک خپله دنده او ټوله هستي او جایداد له لاسه ورکړي بیا هم د بیمې شرکتونه، حکومتي او غیر حکومتي ادارې او یا خیریه موسسې ورسره مرسته کوي چې له لوږې يې وژغوري. ښايي بې وزلي ېې ختمه نه کړاي شي خو له لوږې ېې ژغورلی شي. په ټولنیزه برخه کې نړیوالي تجارتي ادارې او چینلونه سیلابونه او وچکالۍ په یوه تجارتي فرصت بدلوي او ګټه ترې اوچتوي او په ارزانه او چټکه توګه خوراکي توکي برابروي. کله چې جګړې، زلزلې، سونامۍ او سیلابونه د هیوادونو ډېره برخه له منځه یوسي نړیوالې مرستې د لوږې مخه نیولاي شي. له دې سره سره چې نن سبا په میلیونونه انسانان هره ورځ وږي وي خو په ډېرو هیوادونو کې د لوږې ستونزه په ختمیدا ده.

 په ځینو پرمختللو هیوادونو کې بې وزلي د ډېرو روغتیايی ستونزو عامل کیداي شي او ناسمه تغذیه د عمر په کمیدا اغیز لري. په فرانسه کې د مثال په توګه شپږ میلیونه انسانان چې د ټول نفوس لس په سلو کې جوړوي ناسمه تغذیه لري. کله چې دوي سهار پاڅیږي په دې نه پوهېږي چې د غرمې لپاره به خواړه ولري که نه؟! ځینې پکې د شپې وږي ویدیږي او هغه ډوډۍ جې دوي ېې خوري له صحی پلوه ناسمه وي او ډیره برخه ېې کاربوهایدریټ، مالګه او یا نشایسته وي او ډیر لږ ویټآمینونه او پروټینونه لري. ۳

خو ناسمه تغذیه د لوږې په معني نه وي دغه راز د یوویشتمې پيړۍ د لومړۍ کلونو فرانسه د ۱۶۹۴ کال فرانسه نه ده. له دې سره  چې د پاریس د «بیو ویاس» په بې وزله سیمه کې اوس هم خلک له دې امله مري چې له څو ورځو ېې څه نه وي خوړولي خو دغه کړکیچ عام نه دی او یوه سیمه یا کلی نه زیانمنوي. دغسې بدلونونه په نوروهیوادونو کې هم لیدل کیږي او ښايي په چین کې تر ټولو زیات ښکاره وي. په تیرو زرګونو کې لوږې د کابو ټولو رژیمونو دروازې ورټکولي دي، له زیړو چینایانو رانیولې تر سرو کمونیستانو پورې. کابو څو لسیزې مخکې هم د چین له نوم سره د لوږې او کاختۍ نوم تړلی ؤ. په چین کې د «لوي حرکت» په موده کې په میلیونونه کسان له لوږې مړه شول او کارپوهانو به تل د حالت د خرابیدا اټکلونه کول. په ۱۹۷۴ کال کې په روم کې دخوړو لومړنی کنفرانس جوړ شو او کارپوهانو د قیامت او اخرالزمان خبرې کولې. ګواښ وشو چې چین د خپل یو میلیارډي نفوس د مړولو وس نه لري او ډیری ګڼ نفوسه هیوادونه له غمیزې سره مخامخ وبلل شول. خو په حقیقت کې دغه مهال چین په تاریخ د لومړي ځل لپاره د اقتصادي غوړیدا د مُعجزې په لوري روان ؤ. په۱۹۷۴ کال کې په سلګونو میلیونه چینایان له لوږې وژغورل شول. له دې سره سره چې لا هم  په سلګونو میلیونه انسان د کمو خوړو له ستونزو سره مخامخ دي خو چین د خپل لیکلي تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره له لوږې او کاختۍ بیغمه دی.

نن سبا په ډېرو هیوادونو کې د لوږې په ځاي چاغښت او ډیر خواړه یوه ستونزه ده. ویل کیږي په اوولسمه میلادي پيړۍ کې ماري انټونیو له خلکو غوښتي وو چې که ډوډۍ نه لري نو کیک او کلچې دې وخوري. خو نن سبا بې وزلي دغه سپارښتنه عملي کوي. د بریولي هیلس «‌Beverly Hils» شتمن اوسیدونکي سبزیانې، ترکاري، په بخار پاخه شوي «توفو» له کینوا سره خوري، (کینوا یو ډول بوټی دی چې په لاتینې امریکا کې کرل کیږي د وریجو په شان وي خو پریمانه پروتین، وسپنه فاسفور او نور مواد لري. ژباړن) په داسې حال کې چې په بې وزله سمیو کې خلک په بیسکیټونو، پاپړو، هبمرګر او پيټزا ځان مړوي. په ۲۰۱۴ کال کې  د ا ته سوه پنځوس میلیونه انسانانو په پرتله چې له کمو خوړو سره مخامخ وو، په ټوله نړۍ کې کابو دوه اعشاره یو میلیارډه انسانان له چاغۍ کړیدل. څېړنې اټکل کوي چې په ۲۰۳۰ کال کې به د نړۍ نیمايي نفوس چاغ وي.۴

 په ۲۰۱۰ کال کې لوږې او بې وزلۍ په ټول کې کابو یو میلیون کسان له پښو غورځولي وو په داسې حال کې چې په ورته کال کې درې میلیونه انسانان له چاغۍ مړه شوي دي.۵

د لومړۍ برخې پاي….

1 COMMENT

  1. کور مو ودان ډاکترصیب ښه موراژباړلی او دتاند له ګران چلوونکی هم منننه چې داسې په زړپورو خبرو ته یی پام کیږي او موږته ښایسته مطلبونه خپروي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب