پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهنیمروز کې د طالبانو له زندان څخه ۲۰ افغان سرتېري خوشې شول

نیمروز کې د طالبانو له زندان څخه ۲۰ افغان سرتېري خوشې شول

تاند (شنبه د حمل ۲۸ ) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په نیمروز ولایت کې د طالبانو له یوه زندان څخه ۲۰ سرتیري آزاد کړل.

د دفاع وزارت نن شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ملي اردو ځواکونو د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل چې پر مهال یې د طالبانو له یوه زندان څخه ٢٠ امنیتي سرتېري آزاد شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په خوشې شویو سرتېرو کې ۱۷ د ملي اردو او درې هغه یې ملي پولیس دي.

دفاع وزارت وايي په دغو عملیاتو کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان مولوي بشیر په ګډون ٧ طالبان هم ووژل شول.

طالبانو تر اوسه په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...