سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد بهرنیو ځواکونو وتل؛ هند یو ځل بیا په افغانستان کې د...

د بهرنیو ځواکونو وتل؛ هند یو ځل بیا په افغانستان کې د بیړني اوربند غوښتنه وکړه

تاند (شنبه د حمل ۲۸) هند په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو ژوره اندېښنه ښودلې او د جګړې له ښکېلو غاړو یې غوښتي، چې ژر تر ژره هر اړخیزه اوربند وکړي.

دغه خبره د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې کړې او ویلي یې دي چې هند په افغانستان کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو له زیاتېدو اندېښمن دی، نو ځکه د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کوي.

په بیان کې دغه راز راغلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره بیړني اوربند ته اړتیا ده او که وضعیت همداسې دوام وکړي نو په ټوله سیمه به یې منفي اغېز راښکاره شي.

هند دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې له یوې خوا بهرني ځواکونه له افغانستان څخه په وتو دي او له بلې خوا طالبانو ویلي، تر هغو چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي، په هېڅ یوه غونده کې ګډون نه کوي.

هند تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د سولې د تامین په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده او دلته یې د تاوتریخوالي د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې ده.

طالبانو د امریکا د ولسمشر جو بایډن دا پرېکړه چې امریکایي ځواکونه به د مۍ په میاشت کې؛ نه بلکې په سپټمبر میاشت کې وباسي د دوحې د هوکړې خلاف بللې ده.

دغه ډلې له ځینو هېوادونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې په امریکا فشار ډېر کړي، تر څو خپل ځواکونه د مۍ تر اولې پورې له افغانستان څخه وباسي.

طالبانو خبرداری ورکړی که امریکا پر ټاکلې نېټه سرتېري ونه باسي نو د راتلونکو پېښو مسؤلیت به د دې هېواد په غاړه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب