سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهامریکا: که طالبانو زموږ پر سرتېرو برید وکړ، په پوره قوت ځواب...

امریکا: که طالبانو زموږ پر سرتېرو برید وکړ، په پوره قوت ځواب ورکوو

تاند(شنبه، د حمل ۲۷) د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي د بایډن ادارې د ټولو اړخونو تر سنجولو وروسته د سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده او د سپټمبر تر یوولسمې به دغه سرتېري وځي.

نوموړي ویلي دوی په دې موده کې تمه لري چې پر سرتېرو یې هېڅ ډول ترهګریز برید و نه شي، خو که له داسې کومې پېښې سره مخ شي په پوره قوت به سخت ځواب ورکړي.

کربي همدا راز ویلي دوی په افغانستان کې د طالبانو ټول فعالیتونه څاري او په خبره یې امریکا هېڅ وخت له دې غافله نه ده چې وضعیت کوم لوري ته روان دی.

نوموړي ویلي چې امریکا د افغانستان تر څنګ ولاړه ده او اوس امریکايي چارواکي پر دې کار کوي چې له افغانستان سره په راتلونکې کې کومې امنیتي همکارۍ کولی شي.

هغه ټینګار کړی چې دوی به له افغان پوځ او افغان حکومت خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي، خو په دغه هېواد کې به پوځي حضور و نه لري بلکې پر ځای به یې ديپلوماتیک حضور پیاوړی شي.

کربي په افغانستان کې د ځينو هېوادونو راتلونکې لاسوهنې هم اندېښمنوونکې وبللې خو تمه یې ښوودلې چې افغانان په خپلو کې سره کېني او روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د بشري حقونو د څار ټولنې هیومن رایټس له امریکا غوښتي دي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د ملاتړ لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د بشري حقونو د څار ټولنې چې مرکز یې په نیویارک کې دی په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د امریکا حکومت باید له افغانستان سره د پوهنې او روغتیا برخو کې په تېره د نجونو او ښځو لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي او په داسې حال کې چې پراخېدونکي کړکېچ د بشري حقونو لاسته راوړنې له ګواښ سره مخامخ کړي او بشري بحران یې زیات کړی، د رسنیو د آزادۍ ملاتړ وکړي.

هیومن رایټس په خپل بیان کې همدا راز یادونه کړې چې عدالت ته د ښځو د لاسرسي او د سلګونه مدافع وکیلانو او قاضیانو د روزنې لپاره د افغانستان د قضايي اصلاحاتو په برخه کې د امریکا مرستې حیاتي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب