چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeټولنیزد ملامشک عالم اندړ ژوند او زدکړې

د ملامشک عالم اندړ ژوند او زدکړې

د لوی غازی ملامشک عالم اندړ له کتابه

لیکوال: قاضي نجیب الله جامع

ژوند او زوکړه

اصلي نوم یې ملا دین محمد چې په ملا مشکین( ملا مشک عالم) اندړ مشهور دی، د مختلفو تاریخي روایتونو له مخې د ۱۱۶۹ او ۱۱۹۰ کلونو ترمنځ زېږېدلی. د استاد علي کهزاد او غبار د تاریخی مستنداتو له مخې د ملا مشک عالم اندړ د زوکړې کره نېټه ۱۱۹۰ کال ټاکل شوې ده. ملا مشک عالم اندړ د غزني ولایت مرکز ته څېرمه د اندړو د پرنفوذې  ولسوالۍ  د ګنډهېر کلي، د لکڼ خیل اندړو په خېل کې په یوه دینداره او خورا پښتون پالي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولي دي.

ملا مشک عالم اندړ دوې ښځي لرلي چې یوه یې مومنده او بله لکڼخیله اندړه وه چې په خپل کلي او کاله کې د کوچۍ ادې په نوم هم یادېدله. د ملاصاحب پنځه (۵) زامن وو چې د درو هغو یې  د عبدالعزیز، عبدالرحمن او عبدالکریم په نوم یادونه شوې، خو د ۲ نورو زامنو په تړاو یې له دې امله چې د ملا مشک عالم اندړ اولاده د عبدالرحمن خان له لورې بریټانوی هند ته جلاوطنه شوه، په  کورني او یا کتابتوني سرچینو کې کره مالومات په لاس کې نه شته.

  استاد ملا منیر مشهور چې د ملا عبدالعزیز اخندزاده لمسی ده وایي چې ملا مشک عالم اندړ څلور لوڼي هم لرلې.د هغه په وینا ملاصاحب به د خپلو زامنو په څېر د خپلو لوڼو د پالني او روزنې په برخه کې هم ځانګړې پاملرنه کوله، هغه چې ټولو لورانو یې دیني زدکړې او لیک لوست لرل او ملا مشک عالم اندړ هېڅکله په دې اړوند کمی نه کاوه.

زدکړې

داچې د ملا صاحب پلار خپله د شلګرسیمې یو له مخورو عالمانو څخه وو، مخکې له دې چې لویو مدرسو ته مخه کړې د خپل زوی د روزنې او پالني دنده یې پر غاړه واخیسته او په څو محدودو کلونو کې یې ملامشک عالم اندړ ته د چمتوالي دورې مهمي زدکړې په کور او د کلي په جومات کې ورکړې.

 له دیني زدکړو سره د ملامشک عالم اندړ پراخي مينې او اوچتو فردي وړتیاوو د لرلو له امله د ملاصاحب پلار پرېکړه وکړه چې زوی یې د نورو دیني زدکړو په موخه باید د خدای (ج) د دین د ترلاسه کولو او د دغه مبارک دین په فنونو د پوهېدو، پرعلومو د زدکړې او د حکمت د کسب په پار باید په دیني زدکړو لاسبرو استادانو پسي لاړ شي، دا ځکه د اسلام د سپېڅلي دین ټولو اسلافو، مخکښ او ویاړمند شخصیتونه د خداي (ج ) د دین لوړو مرتبو ته رسېدو لپاره خورا ډېر زحمتونه ګاللي؛ سفرونه یې کړې؛ لوږی او تندې یې تیرې کړې؛ د حق په دفاع ټکېدلي او د نبوی سیرت او سنت پر لاره تګ له امله تل د زمانې سرکښو، یاغیانو او د حق څخه ناخبرو ځورولي او کړولي دي.

  1. ملامشک عالم اندړ هم همداسي یوه تقدیر ته چې د ګران وطن د خپلواکۍ پېټي پورته کول او په اسلامي خاورې او افغاني عزت او عزمت دننګ ازموینه ده، نو باید چې سختۍ یې ګاللې وای؛ اوږده او ستړونکي سفرونه یې کړې وای او د دې جنتي وطن لر او بر یې د علم د ترلاسه کولو لپاره، له یوه بدلون سره د مخ کېدو په موخه  لنډ کړي وای.

په همدې موخه، عزم او نیت یې د پلار له مهرباني او استادۍ وروسته لومړنۍ زدکړې د اسلامي فقهي او عقایدو په برخه کې، د وخت له مشهور عالم او استاد ملا وزیر کاکړ څخه ترلاسه کړې.

ملا منان اخندزاده صاحب وایې چې کله ملا مشک عالم اندړ د کاکړمولوی صاحب درسې حلقي ته چې د فقهي او عقایدو په برخه کې به ورته د هېواد له هر لور څخه د دین تږی طالبان راتلل، ورغی؛ نو کاکړ مولوي صاحب د سبا افغانستان د دغه غازي او وطن ژغورنکې ځوان کې له زدکړو سره د مینې، پر ملي احساساتو د سمبال وطنې روحیې او په ټوله کې د سیال افغانستان د رهبرۍ په لار کې ژورې هیلي او نه ماتېدونکې آرادې ولېدي، هغه به نورو طالبانو ته ویل چې د دغه تنکي ځوان دین محمد له هېوادپالونکې روحیې او پر ولس د تکیې له اندونو څخه زه د یوه سپین ږیري او مشر ملا په توګه اغېزمن کېږم.

له کاکړ مولوي صاحب څخه د فقهي او عقایدو په برخه کې تر زدکړو وروسته، ملا مشک عالم اندړ د خدای د دین له ترلاسه کولو سره د پراخي مینې لرلو له کبله د لغمان په لور د تګ چمتوالي پیل کړ اوهلته یې د هېواد په کچه د یوه بل وتلي دیني عالم او نومیالي شخصیت ملا عبدالحکیم سره  دوه کاله د اسلامي علومو د زدکړې په برخه کې شپې او ورځي پر ځان رڼې کړې. نوموړې په دې دوه کلنه موده کې پر فقهي او عقایدو سربېره، د حدیثو په مختلفو حلقو کې هم ګډون وکړل او د ملا عبدالحکیم اخندزاده په ګډون یې د ختيځ  له ډېرو نورو د خدای د دین له خدمتګارانو څخه هم فیض او برکت واخیست.

د ۱۸۲۵ او ۱۸۲۴ کلونو ترمنځ پېښور ته لاړ او هلته یې په حدیثو کې د یوه بل منلي او وتلي عالم شیخ صاحب عبدالمالک اخندزاده څخه چې اپریدو او مهمندو طالبانو یې بیا د افغان – انګلیس په دویمه جګړه کې د خیبر په لوړو ژورو کې د ملامشک عالم اندړ په بلنه جهاد ته ودانګل او یرغلګر انګرېزانو ته یې د خیبر ځمکه سره تبۍ کړه هم زدکړې وکړې او د حدیثو د دورې مهم درسي پړاونه یې په پېښور کې بشپړکړل. پيښور کې له څه وخت پاتي کېدو څخه وروسته ملاصاحب بیرته لغمان ته راوګرځېده او د خپل پخواني استاد او شیخ مولوی صاحب عبدالحکیم  حضور ته ورغی چې هلته تر ۲ نورو کلونو( د خپل ګران استاد مولوی عبدالحیکم تر مړینی) پاتي شواو دغه موده کې یې د بیان او بلاغت د مختلفو فنونو ترڅنګ د حدیثو او قرآني علومو زدکړې ته لا ځانګړې پاملرنه وکړه.

د مشرقي په کچه د وتلي عالم او مدرس استاد عبدالحکیم له مړیني وروسته یوځل بیا پيښور ته لاړ او هلته یی د لندو باغ د میامحمد اسلم څخه د حدیثو، فقهي او عقایدو په شمول د تصوف په برخه کې زیات څه زده کړل. د ملاصاحب بېساري تقوا، امانتپالنه او ولسداري د دې لامل شوه چې میا صاحب د دغه خوله ور، متواضح او حلیم ځوان ملا تر اغېز لاندی راشي او خپل خلیفه یې وټاکي.

ملامشک عالم اندړ پر زدکړو، د خدای د لارې د پيژندلو او په ټوله کې د منبر او دعوت د ارزښت د درک او د اسلام د ریښتوني پیغام د رسولو او په اسلامي ژوند کې د خپلو خلګو د سمبالولو په موخه له کلونو مسافرت، جلا وطني او ستړو وروسته بېرته خپل کلي او کور ته راګرځي او دلته د ټولني د سمون، د دین د زدکړې او د ولسونو د ژوند د بدلون لپاره هڅې کوي.

2 COMMENTS

  1. ګران قاضی صاحب ته سلامونه او درناوي
    خوشاله شوم چې دهیواد دیوه نومیالي اوجید عالم په اړه مو یوه لیکنه کړې ده، زه هم دملاصاحب دیوه مرید په توګه ده ته مې دارادت په پلمه یوڅه دمستندوارشیفي موادو په رڼاکې لیکلي دي، که دپاک الله رضا وه چا په به یي کړو، ستا دلنډې لیکنې په اړه یوڅویادونې درته لرم چي باید سمې کړې شي دالاندې :
    لومړی: ملاصاحب په ګنډهیرکې نه دی زیږیدلی.بلکه په ځوانۍ کې هلته تللی دی.
    دویم : استادیی ملاوزیر نه نومیده بلکې دغه جید عالم چې د ملاصاحب خسرهم کیده ملا وصیل کاکړ و. نه ملاوزیر.
    دریم: بل استاد یی نامتوعالم (میاعبدالحکیم صاحب) وچې زیارت یي اوس هم په لغمان کې دعامواوخاصو ددرناوي وړ دی. دی په میاعبدالحکیم باندې نامتو و نه مولوی عبدالحکیم.
    څلورم : کله چې ملاصاحب بیرته لغمان ته راغی میاعبدالحکیم صاحب وفات شوی و، دی هلته تردوو کالو زیاته موده بیا پاتئ شو چې دلیل یي بل څه و…
    پنځم : ملاصاحب دوه ځلي پیښورته نه دی تللي یوازې یوځل تللی دی.
    شپږم : لندوباغ په پیښورکې نه دی بلکه داد کامې (لنډبوچ ) چې انګریزانوهم په غلطئ لندبوخر لیکلی دی. دلته لوی متبحرعالم محمداسلم خان اوسیده چې کیدای شي دارواښاد شفیق له نیکونوڅخه وي .
    بس همدغه یادونه وه
    خدای دې توفیق درکړی، که شونی وي ددغه اثرسافت کاپی راولیږې، زه به ټول ولولم .
    درناوی
    پروفیسور رشید – دنهروپوهنتون استاد
    [email protected]

  2. جزاک الله خیرا .
    په زړه پورې لیکنه وه.
    الله دې وکړي چې په هیواد کې مو سوله راشي، او خلک مو د دین او دنیا علوم او فنون په آرامه زده کړي،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی