چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+جرمني د لیتیمو لویه زېرمه موندلې

جرمني د لیتیمو لویه زېرمه موندلې

تاند(دشنبه، د ثور۱۳) جرمني وايي، د لیتیم یوه لویه زېرمه یې کشف کړې چې د ۴۰۰ ملیون الیکترونیک موټرو لپاره کافي ده.

د جرمني چارواکو نن وویل، دا لیتیم یې د خپل هیواد د جنوب په یوه دره کې تر راین سیم لاندې موندلي دي.

دوی وايي، دا سیمه، چې لیتیم پکې کشف شوي، ۳۰۰ کیلومتره اوږده او ۴۰ کیلومتره پلنه ده.

لیتیم، چې د الیکترونیک موټرو، لپ ټاپونو، موبایلونو او یو شمېر نورو الیکترونیک الو په بیټریو کې پکاریږي، له دې کبله هم ډېره قیمتي ماده ده چې تراوسه د نړۍ یوازې په څو هیوادونو کې موندل شوې ده.

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د لیتیم لویې زېرمې لري.

لیتیم عموماً په ذوب شوي حالت کې تر مځکې ډېر لاندې په ایشېدونکو چینو کې موندل کېږي.

که تر راین سین لاندې موندل شوي لیتیم په دقیق ډول اټکل شوي وي، دا به د نړۍ د لیتیمو یوه لویه زېرمه وي.

جرمني، چې ډېر الیکترونیک موټر جوړوي، حاضردمه لیتیم له له بهره واردوي.

دا هیواد هیله لري چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به د کال نژدې ۱۵ زره ټنه لیتیم هایدواوکسایډ‌ استخراج کړي او دا اندازه به تر ۲۰۲۵ پورې په کال کې ۴۰ زره ټنو ته زیاته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب