جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د طالب وسلوالو دوه مهم مرکزونه لمنځه یوړل شول

ننګرهار کې د طالب وسلوالو دوه مهم مرکزونه لمنځه یوړل شول

تاند ( دوشنبه، د ثور ۱۳)  د ننګرهار امنیتي چارواکي دې ولایت کې د وسلوالو د دوو سترو مرکزونو د لمنځه وړلو خبر ورکوي.

د ملي له ۰۲ قطعې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالي ککړک سیمه کې ځانګړي شپني عملیات تر سره کړي دي.

خبرپاڼه وایي، سیمې ته د رسیدو سره سم طالبان په تېښته بریالي شوي خو دوه مهم مرکزونه یې د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

د سرچینې په خبره، له دغو مرکزونو څخه ماینونه، هاوان، راکټ، نښلیدونکي ماینونه، تفنګچې، نظامي یونیفورم، ایکام مخابرې، یو موټرسیکل او کڼ شمېر د سلاح نور مهمات امنیتي ځواکونو ته لاس ته ورغلي او همغه سیمه کې یې لمنځه وړي دي.

د ۰۲ قطعې خبرپاڼه دغه راز زیاتوي چې طالب وسله والو نن شپه پلان درلود چې د سره رود ولسوالي په غازي بابا او کړسو خوړ پوستو باندې بریدونه ترسره کړي خو د یادو بریدونو مخنیوي په موخه ځانګړو ځواکونو شپني عملیات ترسره کړل چې د برید پلان یې شنډ شو.

د خبرپاڼې په وینا، طالبانو له دغو مرکزونو څخه په ګټنه د ترهګریزو فعالیتونو لپاره پلانونه، د جلال اباد ښار لپاره نښلیدونکي ماینونه او د سره رود ولسوالي په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه پلانول.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې ننګرهار ولایت کې د طالب او داعش وسلوالو پر وړاندې د ملي امنیت ځواکونو لاسته راوړنې ډېرې شوي او په ترڅ کې یې د یادو ډلو د مهمو کسانو د نیولو یا هم وژل کېدو خبرونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب