محمدیاسین نوري
د هرې ټولنې هویت د هغه سیمې د خلکو په عقیدوي، فکري او کلتوري ځانګړتیاوو او د هغې خاصې سیمې په ګډو ارزښتونو کې نغښتې، چې دغه ځانګړتیاوې او کلتوري توپیرونه د قومونو تر مینځ پیژندګلوي را مینځته کوي تر څو یو او یو بل په ښه توګه و پیژو. لکه چی الله تعالی فرمايي ! ما تاسو د یو نارینه او ښځې څخه پیدا کړئ او پښې پښې، څانګې څانګې، قبیلې قبیلې مو وګرځولئ تر څو سره یو تر بله د پیژندګلوۍ په لاره کې درته ستونزه پیدا نه شي او سره و پیژنئ.
وردګ د نورو پښتنې ټولنو او پرګنو په څیر خپل ځانګړي ټولنیزې نښې او دودونه لري چی له نورو پرګنو څخه یې بیلوي. او دغه دودونه او نښې زمونږ ټولنیزه پانګه جوړوي. ددغه مقالې اساسي موخه د وردګ قوم کلتوري ځانګړتیاوو او ټولنیزو پانګو څیړنه او معرفي کول دي، تر څو د خپلي ټولنې بنسټیزې ځانګړتیاوې او نښې، په خاصه توګه غوره ځانګړتیاووې چې زمونږ د ولس پانګه ده، و پیژنو، او د خپل اسلامي او افغاني فکر پر بنسټ د دغو کلتوري او ټولنیزو پانګو د لا زیات پیاوړتیا په منظور هڅې او هاند وکړو. ما په دغه مقالې کې هڅه کړي تر څو یو شمیر بنستیزې کلتوري ځانګړتیاووې په نښه کړم. ولی د یادوني وړ بولم، چې د وردګ ولس د ټولو ځانګړتیاوو پیژندنه ددغه لیکنې له توان څخه پورته ده، او لازمه ده چی په دې هکله لازیاتې څیړنې تر سره شي. ددغې لیکنې اساسې موخه د وردګ قوم تر مینځ د يووالي ټینګښت او له نورو پښتنې ټولنو او افغان میشت قومونو سره پیوستون دي، تر څو مو ملي وحدت لا زیات پیاوړي او غښتلي شي. دغسې، باید روښانه کړم چې د پښتنو هره سیمه او هره پښه ځانګړې کلتوري نښې او ولسي ادب لري، چې بیا د ټولو پښتنې سیمو ګډه کلتوري شمتنۍ تري جوړیږي. وردګ په پښتنې او افغانې کلتور کې خپل مقام او ونډه لري، چې په دغه مقاله کې به وڅیړل شي. د وردګ کلتوري ځانګړتیاوې مو ددغه ذکر شویو ارزښتونو په چوکات کې چې عبارت دي له: (۱) ولسي ادب او لوبې، (۲) لهجه وي توپیرونه، (۳) د ژوند معیار او مهارتونه ،(۴) ټولنیز جوړښت او (۵) پښتونولي دي ارزولي دي. په دغه مقاله کې مو د کلتوري ځانګړتیاوو ترڅنګ د تاریخي متنونو او بیلا بیلو تاریخي منابعو له نظره د وردګ قوم تاریخي بهیر ته په ډیره لنډه توکه کتنه کړي، هیله لرو تر څو په دې هکله نورې څیړنې هم تر سره شي.
د تاریخي منابعو له نظره د وردګ قوم پیژندنه
د وردګ قوم په اړه ، او په ټولیز ډول د نورو پښتنې ټبرونو په اړه ډیر کم لاسوندنونه په تاریخي متونونو کې په لاس کې دي خصوصاً د اسلام څخه مخکي معلومات په نشت حساب دي. که وې هم هغه په فولکلوریک ډول موجود دي. البته دغه لاندې تاریخي معلومات مو د بیلا بیلو منابعو څخه را اخستي، او هیلمن یو ددغه پښتنې ټبر په لا پیژندنه کې ممد واقع شي.
لومړی علامه رشاد د وردګ تاریخي بهیر په هکله چې محتویات یې د لونګو دریڅي ویبلاګ په ادبي او فرهنګي برخه کې خوندي دي داسی کاږي:
د افغانستان لوى تاريخ ليكونكى ارواښاد احمد علي خان كهزاد پخپل كتاب( د افغانستان پخوانى تاريخ) كې يو ځاى ليكي: ” ورديګا او برسايا( وردګ، بړيڅي) په ويدونو كې راغلي دي.” د ويدونو زمانه، د حضرت محمد(ص) تر زوكړې دوه يا دوه نيم زره كاله پخوا ده او دا به په اغلب ګومان په تاريخي اسنادو كې د ويردګ يا وردګ تر ټولو لرغونې يادونه وي.
د اوستا په پاڼو كې، چې د ارياناويجه د شپاړسو سيمو يادونه شوې ده، په هغو كې اوومه سيمه د ويكرته په نامه ښودل شوې ده، چې اوس هم د وردګو د اوسیدلو سيمه د ويردګ يا وردګ په نامه يادېږي.
كلاودس بطليموس په دوهمه ميلادي سدۍ كې د پاروپاميزاد او (هندوكش) په خواوشا كې د اوراتيكا په نامه يو ځاى ياد كړى دى، چې د اوسني وردګ له كليمې سره ډېر زيات لفظي نزديكيت لري. نوموړي دا هم زياته كړې ده، چې د كابل رود سرچینې ته څیرمه سيمه كې د ورتيكا په نامه باندې يو ښار دى، د وردګ له نامه او موقعيت څخه لرې نه دى.
پوهاند رشاد زیاتوی: يوه بله خبره، چې د وردګو د سيمې په اړه د يادونې وړ ده هغه دا ده، چې د چیني زاير هيوان څانګ په سفرنامه كې، چې په اوومه عيسوي سدۍ كې ليكل شوې ده، راغلي دي، چې په ۶۴۴ م كال كې له هند څخه د ن د سفر په لار كې كابل ته رارسيږي، له كاپيسا څخه ۱۵ ورځې د جنوب خواته سفر كوي او varana يا اوسني بنو ته رسیږي، بيا شمال غربي خواته روانیږي او له هغه ۱۰۰ ميله د شمال خواته ځي او د ( درګي ستانه) سيمې ته رسیږي. ښايي دغه نوم په اصل كې varidelgi sthana وي.
دغسې، انګریز تاریخ پوه هنری والتر په کال ۱۸۹۱ م کې د افغانستان دټبر پیژندنی تر عنوان لاندې څیړنه ترسره کړي چې د کتاب په یو برخه کې وردګ د کرلاڼ پښتنو ته منسوب کړي او د کتاب په بله برخه کې وردګ د اوردج چی په بدخشان کی پراته دی منسوبوی او استدلال کوي چی وردګ او اوردج نه یوازی د نومونو ورتوالی لري بلکې د دوي ظاهر، شخصیت او کړوړه هم ورتوالی لري. نوموړی زیاتوي چی وردګ ځانونه په قریشو عربو پوري منسوبوی او په خپله خاصه پښتو لهجې [1]خبری کوي، او د نوموړي په اند د وردګو لهجه د نورو پښتنو سره توپیر لري او ډیر زیات بیروني کلمات ورګډ شوي دي، او زیاتوي چی وردګو ښایی دغه کلیمات دوردوجی ژبی څخه اخیستي وي. البته دغه نظر د انګریز لیکوال دی، چې د هغه د رد او یا هم منلو په اړه نورو څیړنو ته اړتیا ده.
د وردګ قوم کلتوري ځانګړتیاوو او نښو پیژندنه
لمړي برخه- د وردګو ولسی ادب او لوبې
الف- ولسي ادب
که څه هم د وردګو ولسي ادب د ځینو نورو پښتنې سیمو په تناسب، لکه کندهار او ننګرهار په پرتله چې هلته بیلا بیل کلتورونه د یو او بل تر څنګ میشت او کلتوري تنوع ېې را مینځته کړي، غوړیدلی نه دی. خو بیا هم د ډیرو لرغونو زمانو څخه زمونږ خلکو کې فلکلوریکې کیسې، د لویانو خبرې، د ماشومو او میندو سندرې او نظمونه، چې خلک یې بدلې ، د اتڼ چیغې، لنډې او نورو نومونو یادوي، دود دي. په وردګو کې د ځینو خاصو شپو او ورځو لمانځل چې اکثره د دغه شپو او ورځو لمانځل د ښځو او ماشومانو له خوا تر سره کیږي لکه د شاه برات شپه، د کال د پای شپه او د څړمونې یا پسرلي لمړي ورځي لمانځل دود دي. په دغو مراسمو کې ځینې خاص نظمونه او لنډۍ د ګډون والو لخوا زمزمه کیږي، چې یو څو نمونې ېې لاندې ذکر شوې.
زموږ دغه ولسي ادب په حقیقت کې د ټولو پښتنو یوه ګډه کلتوري شمتني جوړوي. ولسي ادب چې متلونه، فالونه، سندرې، بدلې او د موسیقي شامل دی او داسي نور دربر نیسي په وردګ قوم کې ریښې لري او د ډیرو لرغونو زمانو څخه و یو نسل څخه بل ته سینه په سینه انتقال شوي. که دغه نا لیکل شوی ولسي ادب و نه لیکل شي ډیر ژر به له مینځه لاړ شي. ځکه زمونږ نوي نسلونه د نړیوالیتوب په خوا روان دي. د خواشینی خبره داده زمونږ هر نسل چې له مینځه تللي ورسره د ولسي ادب ډیري برخې هم د خاورو لاندې شوي دي. او ښايي د لږو نه لږ بیلګې سینه په سینه له یو نسل څخه بل ته لیږدیدلي وي.
په وردګي ولسي ادب کې د ښځو ونډه د پام وړ ده، چې د شاه برات او د مني د موسم د پاي شپې چې په ځینو نورو کلتورونو کې د یلدا شپې په نامه یادیږې، دلمانځلو مراسم د یادوني وړ دي. د دغو مراسمو د لمانځلو په ترځ کې، ښځې د فال اچوني مراسم تر سره کوي، چې پدغه مراسمو کې د کلي ښځې په یو کور کې غونډیږي او هره یوه ګډون واله ته په نوبت سره فال اچول کیږې. پدغه ښځینه مراسموکې هره ګډون واله د خپل لاس ګوتي او یا نور زیورات په یوه خټین لوښي کې اچوې او یوه ګډونواله چې سترګې یې تړلې وي، په نوبت سره یوه یوه ګوتې او یا نور زیورات چې په خټین لوښي کې موجود وي، د فال اچوني سندرې د ویلو څخه وروسته را وباسې. که د چا فال سم وي، یعنې هغه لنډۍ چې د فال اچونې څخه تر مخه ویل شوي، سم مفهوم ولري، نو هغه ډیره زیاته خوشاله وې او که نه خفګان ورسره مل دی. هغه سندرې او لنډې چې پدغه ځانګړو مراسمو کې ویل کیږي، ځیني یي په لاندې ډول دي. البته هره سندره ځانګړي معنی او مفهوم لرې.
(۱)وړه خمرۍ خوږه یې مړۍ – (۲)انارو ګل انارو ورښمینونه په تانو-(۳)کمکۍ یې پتک د سرو غمیو ډک (۴)د غره په سر ټکرۍ د لاندې ېې سپینه وری- (۵)د کلا په سر ښنکۍ دی، باد یي ښوروې، رزق او روزي خدای (ج) ورسوي- (۶)د جومات تر څنګ ولاړيې سپین ململ تر کوتو نغاړي- (۷) د فالیز شا درګې درګې، پیشو پروت دی پټې سترګې –( ۸)د سرو زرو ستن، ورښمینه ېې بړستن- ( ۹)نه ژغ لرم نه سپاره، خدای (ج) به راکړي په تیاره-(۱۰)نه کرم نه ریبم، تورې څنې اړوم او سترګې تورم. په پورته فالونو کې ۷ مه شمیره ښه فال ندی.
دغه لاندې سرودکې د کورنې شخړو، تعویذ، کار او کسب او نورو مواقعو په هکله دي:
(۱) دره (دومره) مي کونډتون وکړ آخر مي میږتون وکړ- (۲) نه عايشه ښه ده نه بله دوي د وخورې یول د بله – (۳) د یوه بابا لمسیان نیم سپي شول نیم سړي.او یا د آغا صاحب د دغه لنډۍ چې تعویذ اخستوونکې ښځې ته وایې -که تا شړې د ما ېي څه که تا پریږدې د مايي څه د ما دا نقده روپۍ.
د څړمونې موسم او د غرو په لمنو کې د ګلانو زرغونیدل د ماشومانو دواړو نجونو او هلکانو لپاره په زړه پورې دی. کله چې د څړمونې موسم لومړي ګلان د غرونو په لمنو کې را زرغون شي، نو ماشومان د خپلو میندو څخه د ګل په ښودلو د پسرلې زیرې اخلې.
د واده ورا په مراسمو کې د ناوې د کورنۍ لخوا د زوم کورنۍ ته دغه طنزیه بدل ویل کیږي- څوک پک دي څوک پمن، څوک څرمني خرڅوي. او یا د ناغیړو خلکو چې کار او اوزګار نشوي کولي دغه متل – شولي که آسانه وی منجو به کرلی وی.
په وردګو کې د رباب، شپلۍ، او ډول شوقیان هم شته چې په لاندې سرودکې کې د تولۍ (شپلۍ ) ذکر شوي دی.
اکو بکو دنبالکو- سر سینده کو- مږ می وویشت په لکۍ- د ا رنګه کوټه د چا ده درخانۍ- په کې ناسته ده هیلۍ- توري سترګې د کمريۍ – میره شرنګ وهه تولۍ.
په وردګو کې د نوروز (نوی کال) لمانځل د لرغونو زمانو څخه دود دي، چې په دغو دریو لسیزو کې ددغه ورځو د میلو لمانځل یو څه پیکه شوي او یا هم ځیني دودونه له مینځه تللي دي. د بیلګۍ په توګه د څړموني یا نوروز ورځو کې د ښځو او ماشومانو لرغونې میله یاده ولی شو، چې اوس ددغه دریو – څلورو لسیزو ناخوالو له امله له مینځه تللي. په دغو مراسمو کې د کلي ښځې او ماشومان نیږدې زیارتو ته تللې او هلته به يي په غوړو کې پراټې پخولې او په سندرو او دریال وهلو یې د څړمونۍ لمړۍ ورځې لمانځلي. چې په دغو کې د شیخ اعظم بابا، شاه غاسي او شاه قلندر زیارتونو میلې ډیرې مشهورې وې.
وردګ د نورو افغانانو په څیر د اخترونو لمانځنه کوي. په اخترونو کې نوي جامې په تن کوي او د یو بل سره د اختر مبارکې کوي. هغه کسان چې خفګان سره لري د جومات د ملا امام او نورو سپین ږیرو په وساطت پخلا کیږي، چې دغه یو نیک اسلامي او افغاني دود دي. دغسې ماشومان او ځوانان د غرونو په سر څلې جوړوي او د اخترونو په شپه د څلو په سر د اختر لمبې کوي، چې د اختر غوړې لمبې ېې بولي. ښاېې څلو جوړولو دود د ډیرو لرغو زمانو څخه په وردګو کې دود وي. د ځینو موجوده څليو قدامت هان د بودايي او یا هم زردشتي پیر ته رسیږي. لکه د دوآب د تورې کلا تر څنګ لمن دار څلی چې د بودايي زمانو څخه دلته موجود وو او د یو بت شباهت ېې درلود او دغه نیږدې وختونو کې د بد مرغه له مینځه یوړل شو. دغسې ماشومان د اختر په شپه د ارګوړې برګوړې په ویلو سره د کورنیو څخه سدره (اختریزه ) تر لاسه کوي.
د اختر میلمستیاوي د ښځو، نارینه او ماشومانو لپاره د وردګو په اکثرو کلیو کې معمول دي. چې د کلي خلک په نوبت سره د یوبل کره ځي. په ځینو کلیو کې ښځې د دریال وهلو او سندرو ویلو سره د اخترونو لمانځنه کوي.
له بده مرغه په وردګو کې د جمعي مبارکې ورځې لمونځ او د اخترونو لمنځونه په اکثرو جوماتونو کې نه ترسره کیږي. ځکه چې ځیني سیمه ایز دیني علما فکر کوي چې د جمعي او اخترونو لمنځونو د پاره د حنفي فقهي مطابق شرایط برابر ندي. ولي د وردګو په ډیرو جوماتونو کې د مولود شریف ختم اونعت ویلو لمانخل تر سره کیږي او په ځینو لویو کلیو کې خیراتونو هم کیږي.
ب- د وردګ ځوانانو او ماشومانو لوبې
په وردګو کې بیلا بیلې لوبې دود دي، چې ځیني لرغونې لوبې ېې عبارت دي له توپ ډنډي، کرکت [2]لوبه، تیږې اچول، غیږ نیول، ولسي آتڼ، د خوسې لوبه چې ډکه هم ورته ویل کیږي، د اخترونو په شپه اور لوبې، د سپښتیو لوبه، دولس پیچی او داسي نورې لوبې یادولی شو. د ماشومانو نجونو لخوا د چندل وهلو لوبه، ګاټي او نانځکو لوبې معمول دي. د وردګو عمده خوراکونه عبارت له د پسه لاندې شوربا یا وریجې، چکړی، اړوب، د توتو ځوښا، ورغاستې، کورت (قروت)، لبنیات لکه شیدې، مستې، خیدک، کوچ، او داسې نور دي. د کټوې شوربا د پاستو سره چې د وردګو ښځې د پاستې به پخولو کې زیات مهارت لرې د ستایلو وړ ده.
دوهمه برخه- د وردګ قوم ځینې لهجه وي ځانګړتیاوي او توپیرونه
الف- لهجه وي توپیرونه
وردګ په خپله ځانګړي پښتو لهجه خبري کوي چی د شاو خوا نورو پرتو پښتنو سره لکه هوتک، امرخیل، اندړ، ستانیزي، چلوزی او نورو د لهجو او کړو وړو سره توپیر لري. هیڅ بل پښتون ټبر د خپل ګاونډ پښتون ټبر سره دومره لهجه وي او دودیزه توپیرونه نلري، لکه وردګ ېې چې د خپلو ګاونډو پښتنو ټبرونو سره لري. دغسې وردګ ځینې پښتو کلیمې په لږ توپیري ډول تلفظ کوي د بیلګې په توګه د پورته کیدو یا اوچتیدو د پاره و لټیږه یا ولټیږئ کاروي چی اکثره پښتنانه تري غلط مفهوم اخلي. دغسې ځیني پښتو کلیمې په پوره ډول نه تلفظ کوي چې کله نا کله په افهام او تفهیم کې ستونزې را مینځ ته کیږي د بیلګې په توګه ګهیځ د ګیز په شکل تلفظوي. دغسې نورې ډیر بیلګې شته چې باید په ګوته شي. سربیره پر دې چې وردګ پلازمنې کابل او غزني ښارونو ته نیږدې پراته دي، ددوي په کړو وړو او کړدود کې د نورو قومونو په پرتله ډیر کم پرمختګ راغلي او د کلام فصاحت او بلاغت ېې یو څه پڅ دي. عوامل یی ممکن زیات وي، ولی مهم عوامل ېې زما له نظره د د کلتوري تنوع اوفرهنګې مرکزیت نشتون، د کلیو او بانډو تر مینځ جلاوالي او د نورو پښتنو ټبرونو سره د خپلوې او خیښې اړیکو کموالی کڼلي شو. هغه وردګ چی نورو سیمو او ښارونو ته کډه کوي د نورو ژبو او کلتورنو تر اغیزو لاندې راغلې ځکه چې وردګ ته د نیږدې ښارونو د خبرو او راشه درشه ژبه تر ډیره بریده دري-فارسي ژبه ده. وردګ د نورو پښتني ټبرونو پر خلاف د شوروي یرغل پر مهال، پاکستان ته د نه تګ له امله د ژوند د ځینو سهولتونو څخه لکه تعلیم او نورو کلتوري اسانتیاوو څخه محروم شول. د یاده ونې وړ ده چې د شوروي یرغل پر مهال د نړیوالو له خوا افغان ګډوالو ته ډیر زیاتې اسانتیاوي برابري وي، او ځینو نورو پښتنې ټبرونو د مهاجرت پرمهال ددغو سهولتونو څخه ډیره ښه ګټه تر لاسه کړه.
ب- د پښتو تورو کارول
وردګ یو له هغو پښنې ټبرو څخه دی چی د پښتو خاص اته توري په پوره ډول مراعاتوی- ولی ځیني نور ټبرونه د بیلګې په ډول د غزني پورته خوا (ږ) د (ژ) په اواز تلفظوی چی یو رقم د (ژ) ډبل اواز دي، دغسی بل (ګی) چې د کابل کښته خوا لهجه ده او دریمه لهجه د (ګ) او (ږ) تر منځ لهجه ده چی د لوګر شاو خواته ده. ولی وردګ د (ږ) توری په اصلی بڼه تلفظوی. دغسې د (ښ او ش) تورو په تلفظ او لیکلو کې د پورته ذکر شویو سیمو میشت پښتانه خپل ځانګړي تلفظ او د لیک دود لري چې ځیني وخت یې لوستل ستونزمن وي د بیلګی په ډول د کندهار ځیني میشت لیکوالان (شپږ) د ښپږ په بڼه لیکي او د پيښور میشت پښتانه –پښتون د پختون په بڼه تلفظ او لیکې. د ز او ځ تورو په کارونه کې هم ځينې پښتانه لیکوالان ستونزه لري لکه ځونډې چې ځیني ېې زونډې لیکي. د پښتو تورو د ښه اداء کولو له برکته وردګ لیکوالان په خپلو لیکنو کې پښتو توري په ښه طریقه کاروي.
ج-د لرغونو نومونو کارول
وردګ ځیني لرغونې پښتو نومونه کاروي د بیلګې په توګه بریځر د غرمې په ځای او ګړۍ د منګي په عوض کاروي. دغسې د پسرلي د پاره څړمونۍ کارول کیږي. د یادوني وړ ده چی په ځینو هندي ژبو کې ګړي ته ګړه وایی. وردګ د خاورینو لوښو په جوړولو کې هیڅ مهارت نلري او دغه خاورین لوښي د لوګر، غزني او کوهدامن څخه وردګ ته راوړل کیږي، چې په دغه سیمو کې د منګې په نامه یادیزې او وردګ یی ګړۍ بولي. ښایی دغه نومونه د کابل شاهانو او هندو شاهانو په زمانو کې چی هغوي د اسلام د راتګ څخه وړاندي د هندوکوش په سویلی برخو واکمن وو، له لورې انتقال او په وردګو کې مروج شوی وي. دغسې نور نومونه هم شته چې پدې هکله باید نورې زیاتې څیړنې تر سره شې.
دریمه برخه-د ژوند معیارونه، او مهارتونه
الف -د ژوند معیارونه
د یو ساده کلیوالي ژوند حد اقل معیارونه (ستندردونه) عبارت دي له (الف) د ژوند لمړني اړتیاوو ته لکه کور، کالي او کافي خوراک ته لاس رسې، (ب) ټولنیزو خدماتو(روغتیا او معارف ) او ټولنیز انصاف ته لاس رسې، (ج) امنیت او (د) د ښځو حقونه شامل دي. له بده مرغه، زمونږ په لاس کې په دغه اړه کره ارقام نشته او لازمه ده پدغه اړه د ټولنیزې سروې له لارې معلومات را غونډ شي. اما د نورو اکثره پښتنو په پرتله، وردګ د پورته ذکر شویو معیارونه څخه د امنیتي خوندیتوب څخه پرته، څه نا څه په اوس مهال کې، برخمن دي. د مثال په توګه د وردګو د کورونو (کلا ګانو) کیفیت د نورو افغانانو په پرتله لوړ دی. دغسې د ځینو نورو افغانانو په پرتله خوراکي موادو ته څه نا څه زیات لاس رسي لري- ځکه چې وردګ د باغداری او مالداری په چارو کې نسبتأ زیات مهارت لري او له دغه طریقه زیاته ګټه تر لاسه کوي. دغسې وردګ د نورو چارو او کارونو له برکته چې دوي په کښې مهارت لري، د ژوند سطح د نورو ځینو قومونو په تناسب لوړه ده.
وردګ ښځې هم د کهول د کارونو او د ژوند په سنبالتیا کې ونډه لرې اود خپلو نارینه وو سره د کرهنې او مالدارې په چارو کې مرسته او ملګرتیا کوې، چې د ښځو ونډه د کورنې ژوند د معیارونو په لوړولو کې د ستایلو وړ ده. وردګ ښځې روغتیاېې اسانتیاوو ته څه نا څه لاس رسې لرې ولې د امنیتې او ځینو کلتوري ستونزه له امله له عصري زده کړو څخه محرومې دې.
ب- مهارتونه او وړتیاووي
وردګ په ځینو کارونو کې ډیر زیات مهارت لري لکه باغداري، کرهنه، کلا جوړول، او د آبیاري سیستمونو رغول او توسعه لکه کاریزونه چې د آبیاري ډیر لرغونې او تلپاتي سیستمونه دي. دغسې یو شمیر وردګ ټغر او لمڅي اوبدلو، او د کرهنې د اولیه توکو لکه ژغ، سپاره او نورو توکو لکه کړامو په جوړولو کې خاص مهارت لري. وردګ ښځي د یخن جوړولو، دست مال، خولې اوبدلو، د ګلیم د تار اوبدلو چې ګږې هم ورته واېي، او نورو لاسي کارونو کې خاص مهارت لرې.
چې ددغه بلابیلو کسبونو او مهارتونو شتون او تنوع د ټولنو د پرمختګ سبب ګرځې او د متمدن ژوند نښه ورته ویلو شو. د دغه کسبونو له برکته وردګ نظر نورو پښتني ټبرونو ته یو څه امتیاز لري.
دوردګ د ځینو نورو پښتنو پر څیر کوچیاني ژوند نلري او هیڅ داسی نښې او شواهد نشته چې وردګو په نیږدې پیړیو کې کوچیاني ژوند ترسره کړی وي. وردګ د کلاګانو په جوړولو کې د سیمې په کچه بیساری مهارت لري او ددوی په لاس اکثرا پخوانۍ کلاګانې د برجونو په لرلو سره نظامی بڼه لري او پخوانیو اسبابو ته په کتويې فتح کول ډیر ستونزمن دي. د وردګو ځینې کلاګانې تر پنځه او حتی تر شپږو پیړیو زیات قدامت لري چی اکثرا د روسي یرغل او بمبارد او د نه پاملرنې له وجه په خراب حالت کې دې. د څورلسمې سدۍ لوی عالم ابن خلدون په خپل کتاب مقدمه کې د هرات او اباسین تر مینځ پراته پښتانه د کږدیو میشت ترکان بللي دي. دغه تاریخي شواهد ښيې چې شپږ – اوه پړۍ مخکې اکثرا پښتانه په کیږدیو کې میشت ول، ولي وردګ په هغه زمانه کې د کلاګانو او برجونو په جوړلو کې بیساري مهارت درلود. وردګ د کاریزنو په کیندلو کې هم زیات مهارت لري چی دغه د دوی په کرهنیز ژوند چی د کوچیانی ژوند په نسبت متمدن ژوند دی، مهارت او میراث ښيي. وردګ د تاو خانې په جوړولوکې، چې د ژمې په موسم کې د کوټو په تودولو کې یو دودیزه سیستم دی، هم ډیر زیات شهرت لري.
د مرکزی افغانستان د بامیانو په شا او خوا کې ځینې زړې کلاګانې چی لرغونتوب ېې د چنګیز د تړاکونو څخه مخکې ښکارې، موجودې دې، داسی ښکارې، چې دغه کلاګانې د بامیانو د اصلی اوسیدونکو له خوا چې د چنګیزخان لخوا قتل عام شول، جوړې شوي وي. دغه تاریخي نښو او د مهارتونو ورته والي ته په کتو ویلی شو چې د بامیانو د اصلي اوسیدونکو چې دغه تاریخي کلا ګاني د دوي په لاس جوړي شوي او د وردګ قوم تر مینځ یو لرغونۍ ټولنیز تړاو موجود دی. د یاده ونې وړ ده، چې د بامیانو اوسني اوسیدونکي چې اکثره هزاره او تاجیک دي د دغه شان کلا ګانو د جوړولو ډیره وړتیا نلري.
څلورمه برخه -ټولنیز جوړښت
وردګې ټولنه د نورو پښتني ټولنو په څیر د ډیرپیاوړي ټولنیز جوړښت څخه برخمنه وه چې د پیژندل شویو او نفوذ لرونکو مشرانو لخوا رهبري کیده. دغه مشرانو دنده لرله تر څو د ټولنې ستونزې په محلي جرګو کې حل او د ظلم او زیاتي مخه ډب کړي. او د شخړو د حل په موخه د پښتنې دودیزو عنعناتو په چوکات کې د دیني علماوو او نورو نفوذ لرونکو اشخاصو په مرسته مناسب جوړجاړې را مینځته ته کړي. دغو دودیزو مشرانو د سیمې په امن او امان کې بیسارې مثبت نقش درلود او په دین او وطن مین خلک وو. باید ذکر کړم، چې زمونږ پخواني دینې شخصیتونه هم ډیر کلاسیک خلک ول او د اسلام او پښتونولې په چوکات کې د شخړو په دودیزه ډول هوارولو باورمند وو.
زمونږ دودیزه مشرانو د لاروېو (مسافرو) سره د مرستې او ملاتړ دنده هم لرلو. کله به چې کوم لاروې د ستونزې سره مخ شو لکه په ژمې کې د لیوه خطر، نو په ډیر اوچت غږ سره به ېې د مرستې ناره وهله. او زمونږ مشرانو به د هغه د خلاصون په موخه کلیوال را غونډول او د لاروې مرستې ته به ېې په ډیره چټکتیا سره ځانونه ورسول، چې وردګ ورته د لاروې د خلاصون چیغه واېې. دغه دودیزه مشرانو د حشر له لارې د سړکونو د واورو پاکول، د لارو او د آبیاري د سیستمونو د بیا رغول مدیریت هم په غاړه درلوده.
له بده مرغه دغه قومي جوړښتونه د شوروي یرغل او د تیرو درو لسیزو ناخوالو او لاس وهنو له امله له منځه لاړل او زمونږ قوم د دودویزه عدالت له سیورې څخه محروم او د تنظیميپردي پال جوړښت تر واک لاندې راغی، چې مشران یې تر ډیره حده د هیواد څخه د باندي اوامرو په اجراء کولو کې مکلف دي. او زمونږ په اولسونو کې اوس کلیوال او لاروي د امن د خوندونو څخه محروم دي. د پښتنې سیمو دثبات او امن د بیا سمون او د عدالت راوستو په موخه د دودیزو مشران پر پښو درول تر څو چې حکومتې واک ټینګیږي ضروروې او په ځای ګام دې.
پنځمه برخه- پښتونولي
پښتونولي د یو شمیر نا لیکل شوو پښتنې دودونو او دستورونو ټولګه ده، چې پښتنو د خپل ټولنیز ژوند او چارو د خوندیتوب او سنبالښت په موخه د اسلام د راتګ څخه ډیرو لرغونې پیړیو کې را مینځته کړي، او لا هم پلي کیږې. د ځینو څیړونکو په اند پښتونولي د لرغونو پښتنو دودیزه تګلاره وه چې د هغوي د ژوند د ګروهو (عقیده) په څیر ګڼل شوي. ځینو پښتنو ، په تیره بیا د قبایلي سیمو پښتانه چې د مدني قوانینو له سیوري څخه لا تر اوسه محروم دي، د همدغو دودونو او اخلاقي دستورونو پر بنا د خپلو شخړو هوارې کوي. دغه پښتنې دودونه او دستورونه د ټولنیز انصاف او قومي ثبات لپاره په تیره بیا په قبایلې سیمو کې ډیر زیات اړین دي.
کوم دودونه او اصول چې په حقیقت کې د پښتونولي اساسي ستننې جوړوي، هغه عبارت دي له میلمه پالنه ، یو بل ته درناوي، مینه، عفوه، انتقام، زغم، ننواتې، پناه ورکول، بدل، بد ورکول، جرګه، پیغور، ښیګڼه، پت، ویاړ، میړانه، ناموس، ننګ او هیواد شامل دي.
دغسې د پښتونولي د عنعناتو پر بنا د ورور کونډه کول او خپلي لور ته میراث نه ورکول او میراث یوازي د نارینه اولاد تر مینځ ویشل، لوړ ولور، ناموسې وژنه چې دغو پښتنې دودونو ته ناوړه دودونه ویل کیږي، شامل دي.
پښتونولي او پښتنې دودونه لکه پورته مو چې ورنه یاده ونه وکړه د ټولنیز انصاف، عدالت او ورورولي او د نورو سره د خواخوږې او په سختو شیبو کې د مرستې په موخه د ستایلو وړ دي. ولي ځیني له دغو دودونو څخه د اسلام د مقدس دین له احکامو او مدني منل شوو قوانینو سره په ټکر کې دي، لکه د ښځو د حقونو تلف کول چې پورته ېې یاده ونه شوي ده.
وردګ قوم که څه هم کابل ښار ته په نیږدې واټن کې پروت دی، د پښتونولي دستورونه او اصول په کښې له لرغونو زمانو څخه دود او لا هم عملي کیږي.
که څه هم وردګ ښځې د نورو پښتنو ښځو په تناسب کورنۍ آزاديو څخه برخمنۍ دې او د کورنۍ په مهمو پریکړو کې د راېې او نظر حق لرې. ولي د جایدادونو لکه کرهنیزه ځمکو او کلا مالکیت د نارینه په نوم دي او ښځې د میراث د حق څخه د نورو پښتنو په شان تر ډیره حده محرومې دې. د ښځو ونډه د ملکیتونو په مالکیت کې د ځینو تر سره شویو سروې ګانو له مخې تر ۵ فیصده څخه هم کمه ده- یعني د ۵ فیصده څخه کمي ښځې د ځمکو په مالکیت کې په رسمي توګه حق لري. وردګ ښځې دودیزه پښتني جامي په تن کوي، چې نسبتا اوږدې او لوېې دي، او د چادرې په ځای ټکړی ډیر په کې دود دي. په وردګو کې چادري اغوستل په دغه دریو ورستیو لسیزو کې دود شوي او پخوا موجوده نه وه. د یاده ونې وړ ده، چې ښځې د نا محرمو نارینه وو څخه مخونه پټوي، ولي د ځینو نیږدې اقاربو سره په لاس روغبړ کوي، چې په ځینو نورو پښتنې ټبرونو کې په تیره بیا په سړبن پښتنو کې د لاس روغبړ ډیر دود ندی.
دغسې وردګ ښځي د اسلام لمړنيو تعلیماتو زده کړو د مزایاوو څخه څه نا څه برخمنې دې. تنکۍ نجونې د منې او ژمې موسمونو پر مهال جوماتونو ته ځې او د کلي د ملا امام څخه دیني درسونو زده کوې، چې له دغه برکته د وردګو ښځې د قران تلاوت او د فقهي لمړنیو مسایلو کې د ځینو نورو پښتنو ښځو او هان سړیو په نسبت زیات مهارت لرې. دغسې په کابل او نورو ښارونو کې وردګ میشت نجونې په عصري تعلیم کې د پام وړ پرمختګ کړې او کورنې ېې د وردګ کلیوالو پر خلاف، د دوې د تعلیم سره مخالف نلرې. د وردګو د تعلیم یافته ښځینه شمیر د بل هرپښتنې قوم څخه اوچت دی. وردګ ځوانان هم د نورو پښتنو په پرتله زیات تعلیم لري.
البته د یاده وني وړ ده چې وردګ قوم د نورو اکثرو پښتنو په څیر د دغه تیرو څوارلسو کلونوپه ترځ کې چې نړیوال ځواکونه موجود ول د فرصتونو څخه سمه ګټه تر لاسه نکړه او کلیوال وردګ په تعلیمي لحاظ د پخوا به شان تګړه پاتي نشول.
وردګ د نورو پښتنو په شان په خپل چم ګاونډ کی ظلم او زیاتي نشي زغملي او د ظلم او زیاتې پرخلاف ډیر ژر لاس په کار کیږي او د مظلوم لاس نیوۍ کوي، ولو که ددوي د زیان سبب هم شي. دغه ښه دودونه د ټولنیزې پانګې یوه ډیره ښه د ستایلو وړ بیلګه ده.
له بله اړخه، وردګ د ځینو قضایاوو پر خلاف ډیر احساساتي او تند غبرګون ښې او ډیر کله په خپلو ځانې وړتیاوو ډیر ډاډمند ندي، چې دغه خصوصیات د یوه بریالي مدیریت او رهبری په مخکې لوی خنډونه شمیرل کیدای شي.
د پای ټکې
په پای کې باید یاده ونه وکړو چې ددغه څلورو لسیزو د ناوړینونو، یرغلونو او ناتارونو له امله زمونږ کلتوري او ټولنیزو شتمنیو ته، په خاصه توګه زمونږ اولسې ادب او د پښتونولې ځیني دودونو ته بیحده زیان رسیدلي دی. لکه زمونږ د میلمه پالنې دود چې د اختطاف له امله زیانمن شوی دی. دغسې زمونږ زغم چې اوس د امریکاېې چاپو او متقابلو ځانمرګو حملو د دودولو له امله ختم شوې دی.
زمونږ کلتوري او ټولنیز دودونه، مهارتونه، پښتونولي، او اولسې ادب زمونږ کلتوري پانګه جوړوې چې زمونږ د نیکونو څخه مونږ ته په میراث پاتې ده. ددغه کلتوري پانګې ساتنهزمونږ د اقتصادي ودي او ټولنیز پرمختګ او حیثیت لپاره خورا ضرورې ده.
هیلمن یم چې د اسلام د مقدس دین په چوکات کې زمونږ ښکلې دودونه لا پیاوړي شي، تر څو د انسانې تمدن د کاروان څخه شاته پاتې نشو او ناوړه دودونه او رسمونو چې زمونږ د کمزوری او بدنامی سبب ګرځي څخه خپله ټولنه پاکه کړو.
د خپلواک اوسر لوړي افغانستان په هیله
کابل افغانستاند قوس میاشتي ۲۹ مه-۱۳۹۴ل-ه- کال
[1]هنر ولتر د وردګو لهجه، د پښتو بدلې لهجې په نوم یاده کړې ده.
[2] د کرکت لوبه په دغه نیږدې وختونو کې په وردګو کې دود شوې او خورا زیات شوقیان لري.
مننه، په زړه پورې مالومات مو شریک کړي دي نوري صاحب
زمونږ په لهجه کې د نورو پښتنو خلاف، داسې اصطلاحات هم شته چې اصل یې سوچه عربي ژبې ته ورګرزي،،، مثلا
1) مدمغ: (په لهجوي توګه …موده مېغ… تلفظ کېږي) دا اصطلاح په لیرې پرتو کلیو او بانډو کې د سپین سرو او سپین ږیرو له لوري کارېږي چې کره عربه توری دی،، ماما یې مغرور او کبرجن دی،، وایی پلانکی ډېر مدمغ دی.
2) انتفاق: (په لهجوي توګه… اېنتېپېک… تلفظ کېږي)،، دا اصطلاح هم تر ډېره پورې د ښځو له خوا کارول کېږي،،، مثلا وایی له بلانکی مې انتېبېګ شلېدلی (شكېدلی) دی،، یانې ترې ناهیلې شوې یم یا ورسره توافق نلرم،،،
3) تیریت: سبوس یا اوړه چې له اوبو سره ګډ د محلول په توګه مال (غوا) ته ورکول کېږی.
نور بیا،،، اوس مې همدومره په یاد وو