(د واخان په اړه د افغانانو اندېښنې)
واخان د افغانستان شمال شرق لوري ته، د بدخشان اړوند یوه ولسوالۍ ده چې د ځانګړي طبیعت، خاص بایوم، اوږد تاریخ، لوړو غرونو، قیمتی کانونو او ترټولو مهم دا چی دخپل جیوپولتیک موقعیت له مخې نامتو ده. دغرونو لوړوالی یې له ۲۵۰۰-۷۵۰۰مترو رسیږي. په دې سیمه کې تاریخی آثار، ډبرلیکونه، راز راز ژوي، د آمو سرچینه، قیمتی ډبرې او ډیر عجایب شته. له دې لارې زرګونه کاله مخکې د هیندوچین له سیمو تر منځنۍ آسیا او مدیترانې پورې د خلکو تګ راتګ و، چې د وریښمو دلاری یوه برخه وه. وروسته بیا چنګیز هم ورته ځیرشو.
اوس بیا دا څویم ځل دی چې د واخان د کوریدور خبرونه خپریږي. البته که له دې لارې موږ چین سره دسوداګری لار ولرو، بده نه ده (ان شاالله دجوړېدو په حال کې ده). دا لار به د تقریباً سلو کلیومترو په اوږدوالی د واخان له ښارګوټي دچین تر سرحد پورې د کوریدور په امتداد غځیدلی وي. داسړک مخکې افغانستان سروې او نقشه کړی و، یو څه کار هم ورباندې شوی و.
د واخان د ناوې (دهلېز/کوریدور) اوږدوالی سل کیلومتره او سور (عرض) یې ځینو ځایو کې تر نوی کیلومتره(لوی پامیر)او ځینو ځایو(کوریدو ته دداخلیدو نقطه کې) ایله څلوېښت کیلومتره دی. هغه لاره چې د واخان د ناوې او د آمو په امتداد دچین تر پولو رسیږی، کیدای شی د افغان- چین سوداګری ته ګټوره وي، مګر د اندېښنې خبره دا ده چې داسې خیال موجود دی چې له ګلګټ به تاجکستان ته لار جوړیږی (!؟). دا به له افغانستان څخه د واخان د پردي کیدو او د دې سیمې د له لاسه وتلو په مانا وي. موږ د څلورم صنعت په اوسني دور کې د سوداګری د پراختیا، د پټلیو د شبکې جوړولو، فایبرشبکو، ترانزیت، مناقلاتواو لویو لاروته اړتیا لرو. خو د مرکز له واک څخه ډیره لرې؛ هغه لاره چې صرف د څلوېښتو کیلومترو په فاصله دوه هیوادونه ورڅخه د ترانزیت استفاده کوي اویو ریل فقط پینځو دقیقو کې ورڅخه وتلای شي، زموږ دترانزیت په ګټه نه دی.
داسیمه د مختلفو دلایلو له مخې زموږ له مطالعاتو پاتې ده. حال دا چې د نایاب طبیعت، ژویو، ځانګړی بایوم، تاریخی آثارو او فرهنګی میراث او جیوپولیتیک پلوه فوق العاده مهمه ده.
کله چې د یو هیواد له مبدا بندر د بل هیواد تر هدف بندر مال التجاره له یو بل درېیم هیواد څخه تېرېږي، باید دغه هیواد ته ترانزیت حق ورکړل شي. له دې پرته د ترانسپورتی وسایلو د تېریدو او د لارې په بهیر کی د سټیشنونو، هوټلو، د بارګیری او نورو تاسیساتو څخه هم ګټه ورته رسیږي. دا له کلتوري پلوه او دسیمې دخلکو له تمدن او تخصصی –تخنیکی پوهې سره آشنا کېدوکې هم مرسته کوي، خو که له واخان څخه (د دهلېز په امتداد له چین سره زموږ د وصل لارنه، بلکې دواخان په عرض د ګلګت او تاجکستان ترمنځ) لار تېره شي، موږ ته به یې ګټه څه وي؟ پرته له دی چې دغه سیمه پایماله شي، نور به مو څه ترلاسه شی؟ هیڅ! خو ښکاره خبره ده چې د پاکستان او تاجکستان لپاره به یو طلایی فرصت او ترټولو لنډه، اسانه او ارزانه لاره وي.
په اقتصاد کې هره اقتصادی پروژه هم انفرادی او هم له نورو سره په مقایسوی توګه د مختلفو مشخصو له مخې اروزل کیږي. په افغانستان کې د ریل دشبکې پراختیا او په مجموع کې د څلورم صنعت په دوره کی دا مسایل باید په دقت تحلیل شی . دا یواځې د وسپنې پټلۍ نه، بلکې له موټري سړکونو نیولی، تر پتلۍ او نوری فایبر… ټول باید وڅېړل شي. د اقتصادي پروژو تحلیل د لاندنیو مشخصو له مخې په ژوره توګه کیږي:
- د پروژې اقتصادی ، اجتماعی ، محیطی.سیاسی ګټورتوب،
- د سرمایګذاری دمشخصې له مخې د مربوطه پروژې تحلیل،
- د ذاتي بهرې له مخې د بازدهی په اساس تحلیل،
- د نقده جریان د ارزښت مطالعه او تحلیل،
- د پروژې دساده بهرې مشخصه (Recovery period/Pay back period/PBP)،
- د سرچینو دبېرته را ترلاسه کول یا وسطی بهره (Average rate of return)
- د حاصل- مصرف ساده نسبت (simple input-output ratio) ،
- دوسطی بهرې پایه،
- او؛ (Cost-Benefit Analysis/CBA) روش چې د لویو او ملی پروژو تحلیل کی نن ورځ معمول دی.
آیا موږ اوسني وخت کې د دې امکان او توان لرو؟ دا په داسې حال کې چې دپروژو متخصصین له هیوادوه وتلي دي.
د افغانستان د لومړي جمهوریت په مهال د یو څو نورو سیمو ترڅنګ؛ پامیر زموږ ملی پارک(national park) اعلان شوی و. ښکاره خبره ده چې د دې ډول بی تحلیل پروژو تطبیق دا ملی پارک له منځه وړي. ملي پارکونه د انسان په تشدیدی مداخله له منځه ځې او بایوم تخریبږی. حال دا چې د دې سیمې دا محسوس او غیر محسوس ارزښت زښته زیات لوړ اوموږ ته مهم دی.
دتاریخی میراث د ساتنې له پلوه هم موږ ته د اندېښنې وړه ده، دا ځکه چې ځینې پروژې فرهنکی میراث ته دلاندی دلایلو له مخی تباکوونکې او زیان رسوونکی دي:
- فزیکی عوامل (سقوط، دشکل بدلون، ویلې کیدل، څیرې کیدل، سوري کیدل، سولیدل، ماتوالی او جداییاو د ترافیکی وسایطو ګړندی حرکت)،
- جنایات( قاچاق، غلا، قصدی او عمدی دښمنانه تخریب، جعل…)
- جنګ او انفجارات، د ودانولو او سړک کښلو چارې،
- رطوبت او نامناسبه تودوخه او د فرهنګی میراث نه څارل.
- ککړتیاوې،
- د ژوندیو موجوداتو ګواښونه،
- اور لګېدل( حریق).
په دې توګه دوو پردیو هیوادو ته دواخان فرهنګی میراث او دملی پارک کیدل یو هم مهم نه دي، له دې برعلاوه له سیاسی او د ځمکنۍ بشپړیتا له پلوه زموږ له واک څخه وځي. په داسې حال کې چې د اسماعلیه فرقی ټېکه داران او پاکستان دې پېښه کې بوخت دي او تاجکستان هم بی علاقې نه دی، خو پېښه د کارپوهانو له سترګو پټه ده. حقیقیت معلوم نه دی. آوازې او ګونګوسې د حدسیاتو له مخې دي. خلک وایی چې باد نه وی پاڼې نه ښوري! مار چیچلی له پړي ویریږي. افغان منورین د ترخو تجربو له مخې اندېښنه کې دي. تېرو شلو کلونو کې یو شمېر پروژو او بی سنجشه اقداماتو موږ ته زښت زیات زیان اړولی دی. د مافیا، مفسیدینو، د بهرنیوځواکونو شتون او د مغرضو ګاونډیو دسیسو لویو زیانو سره مخ کړو.
سلام
پوهاند صاحب جالبه لیکنه مو کړې داټولې برخې یو متوازن ، باثباته، مسلکی او هراړخیزه تګلاری غواړی. حتی دروس، چین او امریکا اړیکی اغېز لاندې نیولی شی.
ډېر قدرمن او معزز شریف زاد صاحب سبلامونه می ومنئ. بالکل همداسې ده. د یوې تګلارې د جوړولو لپاره فعاله او منطقی لابیګری ته اړتیا ده. یقیناً واخان ټولی سیمی ته اوچت ارزښت لري. لوی قدرتونه هم ورته متوجه دی.
سلامونه، پوهاند صاحب دودیال ښې چارې او مڼنه ،
زما په نظر افغان چارواکي باید له ډیرو وړو فرمانونو نه تیر شي؛ او د وطني،ملي او بین المللي قضایاوو ته ځيرشي.
د پوکستانی او تاجکستیانی منافقانه او څو مخیزو لوبو ته متوجه وي ؛ صرف د ځینو هیاتو په راشه درشه ونهغولېږي ؛
اول خو باید د هغو ۴۰-۴۵ ک.م خاورې، اغزن تار او دروازو ..حساب د پنجابی استبلشمنټ او ګوډاګیانو یی واخلی.
بل دا چې چین سره اړیکې لا ټینګې کړي او دا چې چټلستیانیانو څونه انجنیران یی ووژل ،د پیسو لپاره!
تاجکستیانیانو نه د امو سیند د اوبو حساب وشي ، او داچې لڼډغر او ترهګر ساتي او داسی نور؛وارداتی برښنا باید په خپله تولید شي…
په درناوئ
۱۳ جدی=۲رجب =۰۲/جنوري
ډېر قدرمن ډاکترصاحب ح. زړورساپی السلام علیکم
ستاسو نیک او له زړه سوی ډک نظر بالکل معقول او زموږ د نیکمرغه راتلونکی ضمانت کوونکی دی. مننه.