Homeخبرونه۲۰۲۴ کال پاکستان کې ۳۴۶ ښځې د ناموسي وژنو ښکار شوي

۲۰۲۴ کال پاکستان کې ۳۴۶ ښځې د ناموسي وژنو ښکار شوي

تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۲) د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ تر نومبر په دغه هېواد کې د ناموسې وژنو ۳۴۶ پېښې ثبت شوي دي.

سرچینې وایي، چې په ۲۰۲۴ کال کې ناموسي وژنو د ۳۴۶ ښځو ژوند اخیستی دی.

د راپورونو له مخې، د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون ویلي، د ۲۰۲۴ کال په دوام ناموسي وژنې لا هم په ټول پاکستان کې د یوې جدي ستونزې په توګه مطرح دي.

سرچینې زیاتوي، چې د دغو جرمونو لوړې شمېرې په ځانګړي ډول سند او پنجاب ایالتونو کې ثبت شوې دي.

پاکستان په اوس وخت کې یو له هغو هېوادونو شمېرل کېږي، چې وګړي یې له رواني اړخه سخت نا ارامه دي.

دوی پاکستان کې د نا امنیو ترڅنګ د ښځو پر وړاندې ناوړه او ناموسي پېښو اندېښمن کړي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...