تاند (چهارشنبه، د مرغومي/ جدي ۱۲ مه) د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي چې د اوبو کمښت او په کلیو کې د مناسبې زیربنا نشتوالی د کلیو څخه ښارونو ته د خلکو د کډواله کېدو یو اصلي دلیل دی.
د طالبانو په وینا، د افغانستان نیمایي کرنیزې ځمکې د اوبو د کموالي له امله نه کرل کېږي.
د طالبانو اقتصادي مرستیالۍ د چهارشنبې په ورځ د «شاه او عروس بند؛ د کرنې په پرمختګ کې یو مهم ګام» په نوم په یوه راپور کې ویلي چې پر کرنیزو مځکو د اقلیمي بدلونونو او د اوبو کمښت اغېز او د بندونو او د اوبو د زخیرو د جوړولو اهمیت ته اشاره کړې ده.
طالبان وایي چې د بندونو جوړول له یوې خوا د کرنې او زراعت لپاره او له بلې خوا د برېښنا د تولید لپاره ګټور دي.
د طالبانو په وینا، افغانستان د خپلې اړتیا یوازې ۲۰ سلنه برېښنا تولیدوي او پاتې له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي خو کهبندونه جوړ کړي له دې اړتیا به خلاص شي.
د طالبانو اقتصادي مرستیالۍ د بندونو او د اوبو د زېرمه کولو هدف د طبیعي پېښو مخنیوی هم ګڼلی دی.
افغانستان، چې له اقلیمي بدلونونو څخه یو ډیر اغېزمن شوی هېواد ګڼل کېږي، په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ، سیلونو، او د کورونو او کرنیزو ځمکو د ویجاړتیا شاهد دی.
د راپورونو له مخې، د راتلونکو میاشتو په اوږدو کې د تودوخې د لوړوالي له امله د غنمو کښت له خطر سره مخامخ دی. په ځانګړي ډول که د ژمي په دط لومړۍ میاشت ورښتونه ونه شي، ممکن په شمال کې للمي غنم د تېر کال په شان ونه شي.