جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+په دې ورځ الاسکا د امریکا ۴۹ ایالت شوه

په دې ورځ الاسکا د امریکا ۴۹ ایالت شوه

تاند- له نن څخه ۶۵ کاله پخوا د ۱۹۵۹ د جنورۍ په درېیمه الاسکا د امریکا ۴۹ ایالت شوه.

وروسته له دې چې د امریکا متحدو ایالتونو ،الاسکا رانیوله، دا ټاټوبی، چې وروسته د امریکا نه څلوېښتم ایالت شو، تر۱۸۸۴ پوري یې اداري سیستم نه درلود.

دا ایالت د ۲۰۲۰ کال له سرشمېرنې سره سم، ۷ لکه ۳۳ زره ۳۹۱ نفوس لري. پخوا په دې سیمه کې خلک نه اوسېدل خو په ۱۸ سوه اتیایمه لسیزه کې، چې هلته سره زر کشف شول او د کب نیونې او ساتنې (کنسرف) صنعت وده وکړه، خلک ورمات شول. په الاسکا کې د رېللارې جوړېدو او د مسو استخراج لا ډېر خلک خپلې خوا دې سیمې ته لېوال کړل.

په ۱۸۹۶ او ۱۸۹۷ کلونو کې متحدو ایالتونو له مختلفو سیمو خلک په کلاندایک سیمه کې د سروزرو د موندلو لپاره الاسکا ته ورمات شول. ځینې تش لاس بېرته لاړل خو یو شمېر نورو د تل لپاره په الاسکا کې واړول.

الاسکا له ۱۹۴۶ ع کال وروسته په شمالي منجمد شمالي سمندر کې د امریکا په یوه ستراتیژیکه اډه بدله شوه، د امریکا د خاورې دا برخه پخواني شوروي اتحاد ته تر ټولو نژدې سیمه وه.

د هوا د سړوالی او د امریکا له نورې خاورې د الاسکا لېرې والی سبب شوی چې په الاسکا کې د کارګرو اجوره لوړه وي او سره له دې چې تر ۳ میلیون هکتاره زیاته کرنې ته تیاره مځکه لري، یوازې یې له یوې کوچنۍ برخې د کرنې لپاره کار اخیستل کېږي. همدا وجه ده چې اکثره خوراکي مواد له نورو ځایونو الاسکا ته واردیږي.

 د ۱۸ سوه اتیایمې لسیزې په لومړیو کې په الاسکا کې تېل وموندل شول.

دا سیمه، چې اوس د امریکا نهه څلوېښتم ایالت دی،  ۱۵۴ کاله پخوا د ۱۸۶۷ ع کال د اکتوبر په دې ورځ (۱۸) څاري (تزاري) روسیې د واشنګټن د معاهدې پر اساس په اووه ملیونه او دوه لکه ډالره پر متحدو ایالتونو وپلورله. څاري روسیې چې په سایبریا کې ډېره پراخه سړه او په واورو پوښلې خاوره لرله، په دې نه پوهېدله چې څومره ارزښتناکه خاوره خرڅوي.

هماغه وخت د روسیې امپراتورۍ پیسو ته اړتیا لره او ګومان یې کاوه چې که الاسکا وپلوري نو لویه ګټه به یې کړې وي. روسان وروسته له دې چې په ۱۷۴۱ کې برینګ تنګي ته ورسېدل، لومړني سپین پوستي کاشفان ول چې له دې تنګي تېرشول او الاسکا ته ننوتل.

په اتلسمه او نولسمه پیړۍ کې ډېر روسان د څارویو د ښکار او د پوستکي د تحارت لپاره د الاسکا ساحلي سیمو ته تلل راتلل.

په ۱۷۹۹ کې د پوستکو د سوداګرۍ انحصار یوې روسۍ – امریکايي کمپنۍ ترلاسه کړ.

 یوازې یو کوچنی تنګی د پخواني شوروي او د اوسنۍ روسیې او الاسکا ترمنځ شته چې دا دوه ستر هیوادونه سره بېلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب