شنبه, جنوري 3, 2026
Home+علمي اثارو ته د جایزې ورکولو اصول | هاشمي

علمي اثارو ته د جایزې ورکولو اصول | هاشمي

دوکتور سیداصغر هاشمي

په خپل وخت کې لوی فیلسوف او لیکوال سارتر د نوبل جایزه وګټله، خو له تر لاسه کولو یې انکار وکړ، اصلي لامل یې دا و چې سارتر د دې جایزې حق له ډېر پخوا څخه درلود، خو دغه جایزه لکه څنګه چې نن ورځ هم له علمي خوا سره سره اقتصادي، سیاسي او د داسې نورو لاملونو پر اساس ورکول کېږي، کېدای شي چې کلونه مخکې (د سارتر) په زمانه کې هم یې همدا حال وو.

په افغانستان کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هر کال د علمي، فرهنګي، څېړنیز او د تخلیقي اثارو په بېلابېلو برخو کې جایزې ورکوي، خو د دغو اثارو د غوره کولو لپاره اړتیا لیدل کېږي چې د یو خاص او شفاف لارښود او اصولو له مخې ورته اثار غوره شي او لیکوالو ته یې یوه لویه مادي جایزه ورکړل شي. که په هر کال کې یو یو داسې کتاب غوره شي چې ډېر لوړ علمي ارزښت ولري او د یو ځانګړي لارښود پر اساس یې لیکوال او اثر غوره شي، نو کال په کال به لیکوال خواري وکړي او خورا غوره اثار به ولیکي، خو په دې شرط چې په دې برخه کې حق حقدار ته ورکړل شي او د یوې شفافې پروسې له مخې پکې اثار غوره شي.

په دې اړه یوه خاطره شریکوم:

د دې لیکنې انګیزه راته د همدې خاطرې پر اساس پیدا شوه، د موضوع ستونزه هم په خاطرې کې څرګنده شوې ده. څو کاله مخکې یو ملګري راته وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په بېلابېلو برخو کې غوره اثارو ته جایزې ورکوي، ما له مخکې د داسې جایزو وړاندوینه له ځان سره درلوده او ځینې تجربې مو هم درلودې، خو بیا هم د ملګري د ډېر ټینګار له امله مو په دغې پروسه کې خپل یو اثر کاندید کړ، د ملګري وینا دا وه چې پروسه معیاري ده، په دې برخه کې به حق ورکول کېږي. که چېرې په دې برخه کې د شفافې پروسې او یو منظم لارښود او سیستم پر اساس کتابونه او لیکوال غوره کړو، نو ورځ تر بلې به مو فرهنګ ته خدمت کړی وي او که یو منظم سیستم ونه لرو، نو د خدمت پر ځای به مو فرهنګ، علمي، څېړنو او … ته به مو زیان رسولی وي.

ما په دغه پروسه کې د خپل دوکتورا اثر غوره کړ، اوس هم دغه کتاب په بازار کې پیدا کېږي، دغه اثر د پښتو ژبې د دوکتورا ډیزرټیشن دی او د ادبیاتو په برخه کې څېړنه ده. ما خپل کتاب د ادبیاتو په برخه کې د یو څېړنیز اثار په توګه غوره کړ. کله چې لاړم ترڅو خپل کتاب مربوطه ادارې ته وسپارم، نو په هماغه وخت کې مو کوښښ وکړ چې له لومړي کس سره یې کینم او د دې پروسې په اړه ورسره خپل نظر شریک کړم، خو دا کار ونه شو، خو له مخکې راته خپلې داخلي دونیا ویل چې کتاب مه کاندیدوه. څو میاشتې وروسته راته زنګ راغی او ویې ویل: (ستاسو کتاب جایزه تر لاسه کړې ده، په فلانۍ ورځ راشه، په غونډه کې برخه واخله او خپله جایزه تر لاسه کړه.)

په مشخصې ورځ غونډې ته لاړم، ډېر خلک راغلي وو، کله چې د ادبیاتو په برخه کې د څېړنیزو کتابونو د جایزې ورکولو نوبت راغی، نو ما انتظار کاوم چې اوس به زما نوم هم یادوي، خو زما نوم په درې لومړنیو ورکړل شویو جایزو کې نه وو، (یعنې په ادبیاتو کې زما کتاب لومړی، دویم او درېیم مقام) تر لاسه نه کړ، په هرې کټګورۍ کې لومړی، دویم او درېیم غوره کتاب انتخابېده، ملګرو ما ته کتل او ما ملګرو ته کتل. یو ملګري راته وویل چې ایا تاسو ته یې زنګ وهلی و؟ ما ورته وویل: هو!

زه په چوکۍ ناست وم چې د فرهنګي اثارو په برخه کې د اثارو د جایزې نوبت راغی، زما نوم او د زما د کتاب نوم یې د جایزې په لیست کې واخیست. فرهنګي اثارو ته د جایزې ورکولو په برخه کې زما اثر او زه یې مستحق نه وو، ځکه چې زما اثر د محتوا له مخې په دې کټګورۍ کې نه راته، زه حیران پاتې شوم او له ځان سره مې وویل چې زه خو د دې جایزې مستحق نه یم او باید جایزه وانخلم، خو مشران ولاړ وو او زما نوم یې په بار بار یادوه، نو د نزاکت له مخې لاړم او جایزه مې واخیسته، خو نن هم خپه یم چې ولې یې زما کتاب په دې برخه کې غوره شوی و او نور به هېڅکله په داسې پروسه کې برخه وانخلم، د جایزې له ورکړې وروسته مو بیا هم دغه ستونزه له مربوطه مسؤلینو سره شریک کړه، خو پایله یې ور نه کړه.

که چېرې د علمي اثارو جایزې د اصولو پر اساس ورکړل شي، نو علم، ادب، فرهنګ او د پرمختګ لپاره به مو اساسي ګامونه اخیستي وي او که اصول، سیستم او لارښود موجود نه وي، نو برعکس به مو ستونزې جوړې کړې وي.

علمي اثارو ته د جایزې ورکولو ګټې

  • بېلابېلو مهمو موضوعاتو په اړه به اثار ولیکل شي.
  • په علمي، فرهنګي، ادبي، څېړنیز او د تخلیقي اثارو په برخه کې به رقابت پیدا شي.
  • لیکوال به وهڅول شي، چې نور علمي کار وکړي.
  • د ټولنې د بېلابېلو ستونزو په برخه کې به اثار ولیکل شي.
  • مطالعه به زیاته شي.
  • فرهنګ، ژبې، تاریخ او د ساینسي او ټولنیزو علومو په برخه کې اثار ولیکل شي او په یادو برخو کې علمي مواد پیدا شي.
  • لیکوالان به د نړیوالو لیکوالو سره رقابت پیل کړي.
  • په هرې برخې به کتابونه ولیکل شي او د کتابونو شمېر به زیات شي.
  • په خپلې ژبې کې به کتابونه پیدا کړو او د نورو ژبو له احتیاجۍ به خلاص شو.
  • فرهنګ به مو د لوړتیا په لورې حرکت وکړي.
  • له علم، کتاب، علمي کارونو او کتابتونو سره مو مینه پیدا شي.
  • په علمي کارونو کې به نوښت او ابتکار پیدا شي.
  • او داسې نور…

د علمي اثارو په نوم نا مستحقو کسانو ته د جایزې ورکولو زیانونه

  • د علمي او فرهنګي اعتبار له منځه ځي او کله چې جایزې بې‌معیاره او نا عادلانه ورکړل شي، د علمي او فرهنګي بنسټونو باور زیانمنېږي.
  • ریښتیني لیکوال او څېړونکو ناهیلي کېږي.
  • کیفیت او معیارونو ته زیان رسوي.
  • فرهنګي او علمي فساد پیدا کېږي.
  • سالمه علمي او ادبي سیالي له منځه ځي. بې‌عدالتي سیالي وژني او د پرمختګ مخه نیسي.
  • علمي او ادبي جایزې خپل ارزښت له لاسه ورکوي او یوازې تش نوم پاتې کېږي.
  • کله چې ناسم کسان د علم او ادب استازي شي، ناسم فکرونه او کمزورې نظریې خپرېږي.
  • پر ځوان نسل منفي اغېز کوي.
  • حقیقي استعدادونه پټ پاتې کېږي او ټولنه یې ګټې بې‌برخې کېږي.
  • او داسې نور….

زه د دې پلوی یم چې هر کال باید په بېلابېلو برخو کې غوره لیکوالو او اثارو ته جایزې ورکړل شي، خو دغه جایزې باید د یو سیستم، لارښود او اصولو له مخې ورکړل شي. پرمختللي هېوادونه د هرې برخې لپاره یو منظم سیستم لري، موږ هم دا کار کولای شو.

اوس به له تاسو د کال غوره څېړونکي یو لارښود شریک کړم، دغه لارښود د ټولنیز علومو لپاره ترتیب شوی او کولای شو چې ځینې مسایل پکې زیات او کم کړو، خو د همدې لارښود پر اساس به د کال غوره څېړونکی انتخابوو. موږ د بېلابېلو اثارو، لیکوالو او علومو د تقسیم بندۍ له مخې د غوره کولو په برخه کې دغه ډول لارښودونه جوړولای شو چې په دې برخه کې د مربوطه وزارت سره مرسته هم کولای شو.

دغه لارښود د پوهنتون د استادانو لپاره جوړ شوی، کولای شو چې د ټول افغانستان او یا هم د یوې بلې ادارې لپاره ترې کار واخلو، دا یوه خاکه ده، زیاتونې او کمونې پکې راوړلای شو، زما موخه یوازې اطلاعاتو او کلتور وزارت ته یو فکر ورکول دي چې په دې برخه کې باید فکر وکړي.

په ټولنیزو علومو کې د کال غوره څېړونکی

د دولتي پوهنتونونو په کچه د (۱۴۰۲) کال غوره څېړونکي غوراوی

[ټولنیز علوم]

د لوړو زده کړو وزارت، د څېړنې، ژباړې او تألیف ریاست اراده لري چې د دولتي پوهنتونونو په کچه د (۱۴۰۲) کال غوره څېړونکی انتخاب کړي. هر پوهنتون حق لري چې د (۱۴۰۲) کال د غوره څېړونکي نوم او معلومات له وزارت سره شریک کړي.

د غوره څېړونکي انتخاب لپاره لاندې مسایل په پام کې نیول کېږي، د همدغه اصولو او لارښوونو په پام کې نیولو سره غوره څېړونکی غوره کېږي.

د څېړونکي علمي کار له ۱۴۰۲/۱/۱ تاریخ څخه پيل او د ۱۴۰۲/ ۱۲/ ۳۰ پورې ارزیابي کېږي، دغه موده به پوره یو کال وي، له دې تاریخ څخه مخکې او وروسته علمي او څېړنیز کار په دغه غوراوي کې نه راځي. د هر پوهنتون په کچه په ټولنیزو علومو کې یو کس ځان کاندیدولی شي، خو دا هم کېدای شي چې له یو پوهنتون څخه هېڅ یو استاد ځان کاندید نه کړي، دا چې دلته د رقابت موضوع ده، یوازې هغه کسان باید ورته غوره شي، چې دغه شرایط یې پوره کړي وي. له پوهنتونونو څخه باید مستحق کسان غوره شي، که چېرې له پوهنتونونو څخه وړ کسان غوره نه شو او وزارت ته معرفي نه شو، د دې کار مسؤلیت د پوهنتون مشرتابه په غاړه دی. یوازې وړ او مستحق کسان باید دغې پروسې ته ولیږل شي. هېڅ ډول بې عدالتي د منلو وړ نه دی.

الف. عمومي معلومات

  • د هر څېړونکي علمي کارونه د (۱۴۰۲) کال له پیل څخه تر پایله پورې ارزیابي کېږي.
  • ټول علمي کارونه باید د چاپ په ډول موجود وي.
  • چاپ شوي اثار او مقالې باید جنساً موجود وي او یا یې ادرس شتون ولري.
  • د ارزیابۍ په وخت کې څېړونکی باید شتون ولري.
  • څېړونکی د پوهنتون برحاله کادر وي.
  • تقاعد شوی استاد په دغې سیالۍ کې شرکت کولای نه شي.
  • څېړونکي ته مادي او معنوي جایزه ورکول کېږي.
  • د غوره څېړونکي اعلان په رسمي ډول په تلویزیونونو او نورو رسنیو کې کېږي.

ب. علمي ـ څېړنیزې نړیوالۍ او داخلي مقالې

  • د څېړونکي څومره علمي مقالې چاپ شوي دي؟
  • په لوړو او ښو نړیوالو ژورنالونو SCOPES, ISI, SCI)) او داسې نورو کې یې څومره مقالې چاپ شوي دي؟
  • په متوسطو کومو نړیوالو ژورنالونو کې یې مقالې چاپ شوي دي؟، په دې برخه کې GOOGLE SCOLER مقالې د یادونې وړ دي.
  • په داخلي رسمي ژورنالونو کې یې څومره مقالې چاپ شوي دي؟
  • هره یوه نړیوال ژورنال مقاله په دوو داخلي مقالو حسابېږي. په دې شرط چې سکوپس، ګوګل سکالر او داسې نور نسبتاً ښه انډیکسونه ولري.
  • هغه مقالې چې په نړیوالو ژورنالونو کې چاپ شوي وي او علمي خوا یې ستونزې ولري او قوي انډیکسونه او نورې ځانګړنې ونه لري، د نړیوالو ژورنالونو په کتار کې نه راځي.

ج. څېړنیز کتابونه

  • د یو کال په جریان کې د لیکوال څومره څېړنیز اثار چاپ شوي دي؟
  • هغه کتابونه چې مخکې چاپ شوي وي او لیکوال پکې زیاتونې او کمونې کړي وي او دغه زیاتونې او کمونې په کتاب کې ښودل شوي وي، دغه اثار هم کاندیدولی شي.
  • تدوین شوي اثار په څېړنې کې شمېرل کېږي، خو په دې شرط چې د تدوین اصول پکې مراعت شوي وي.
  • د مونوګراف څېړنه، تېرس، د دوکتورا اثر، کتاب او رساله په څېړنیزو اثار کې راتلای شي.
  • په څېړنیزو کتابونو کې عام (رساله او کتاب) او خاص (مونوګراف، تیزس او ډیزرټېشن) راتلای شي.

څېړنیز ـ علمي اثار د لاندې ځانګړنو په پام کې نیولو سره غوره کېږي:

  • د څېړنې عنوان علمي ارزښت لري او که نه؟
  • ایا څېړنه د نظريې پر بنسټ تر سره شوې ده او که نه؟
  • د څېړنې شکلي او معنوي جوړښت پر ځای او سم راغلي دي او که نه؟
  • د معنوي جوړښت له مخې د هرې برخې تیوري سمه ده او که نه؟
  • ایا څېړنه ټولنیزه، علمي، فرهنګي، سیاسي او داسې نورې ستونزې حلولای شي او که نه؟
  • په څېړنې کې نوښت شته او که نه؟
  • په پای او متن کې ماخذونه د لوړو زده کړو وزارت په پام کې نیولو سره منظم راغلي دي او که نه؟ که د لوړو زده کړو وزارت (ای پي ای) په سبک باندې ښودل شوي نه وي، باک یې نشته، خو که یو کتاب په متن او پای کې منظم ماخذونه ونه لري، په څېړنیز کتاب کې نه حسابېږي.
  • په متن کې ماخذونه د اړتیا پر بنسټ راوړل شوي دي او که نه؟
  • آیا له اقتباسونو څخه منظم او د اړتیا پر بنسټ کار اخیستل شوی دی او که نه؟
  • د اقتباسونو اندازه او کچه منظمه ده او که نه؟
  • اقتباسونه څومره دي؟
  • د لیکوال خپلې خبرې څومره دي؟
  • اقتباسونه باید شل سلنه وي او د لیکوال خبرې اتیا سلنه وي.
  • په څېړنه کې څېړنیز نظم او له پیل څخه تر پایه پورې علمي اړیکه شتون لري او که نه؟
  • له عنوان څخه تر ماخذونو پوړې علمي اړیکه شته او که نه؟
  • ایا پخوا په دې موضوع څېړنه شوې ده او که نه؟
  • له پخوانیو کارونو سره دغه څېړنه څه توپیر لري؟
  • ایا له پخوانیو کارونو څخه دغه کار نوی دی او که نه؟
  • ایا د څېړنې د سرلیک، منځپانګې او د داسې نورو خواوو زماني او معنوي حدود ټاکل شوي دي او که نه؟
  • په څېړنه کې د لیکوال انتقادي تفکر شته او که نه؟
  • په څېړنه کې د لیکوال تحلیل او تفسیر په کومه کچه دی؟
  • ایا موضوع د ټولنیزو او نورو ستونزو په پام کې نیولو سره غوره شوې ده او که نه؟
  • ایا دغه څېړنه ټولنیزې او نورې ستونزې حلولای شي او که نه؟
  • په څېړنه کې د لیکوال د دلایلو ځواک شتون لري او که نه؟
  • ایا څېړنه د څېړنیزو اصولو په پام کې نیولو سره نوی کار دی او که نه؟
  • د متن څېړنې مېتودلوژي په پام کې نیولو سره د اثارو څېړنه یې کړې ده او که نه؟
  • څېړنیز اثار نوښت لري او که نه؟

د. د څېړونکي ژباړې او پنځونې

  • د څېړونکي ژباړل شوي او پنځول شوي اثار هم خپل ارزښت لري.
  • ژباړل شوي او پنځول شوي اثار باید علمي ارزښت ولري او د اړتیا په پام کې نیولو سره موضوعګانې وي.
  • غیر رسمي مقالې او لیکنې هم خپل ارزښت لري.
  • د لیکوال که اثار په نورو ژبو باندې ژباړل شوي وي، دا هم د یادونې وړ دي.
  • د څېړنې په اړه انلاین درسونه او یا هم نور علمي درسونه خپل ارزښت لري.
  • د څېړنې په اړه په کنفرانسونو کې برخه اخیستل او کنفرانسونه ورکول هم د حساب وړ موضوعات دي.

هـ ـ د کتابونو ژوري هیٔت او غوره کوونکي

  • ژوري هیٔت به څلور کسان وي.
  • عدالت به په نظر کې نیسي.
  • ټول اثار به د دغې طرز العمل له مخې ارزیابي کوي.
  • د طرز العمل خبرې به سل سلنه تطبیقيږي.
  • د طرز العمل خلاف به یوه خبره نه مني.
  • ژوري هیٔت به د الله تعالی لپاره فیصله کوي او هېڅ ډول خپلوي او دوستي به په پام کې نه نیسي.
  • فیصله به علني کېږي او هر کاندید کولای شي چې د خپل حق غوښتنه وکړي.
  • ټولې نومري او فیصله به د طرز العمل پر بنسټ تر سره کېږي.

یادونه:

  • هره داخلي مقاله یو شان امتیاز لري.
  • هره خارجي مقاله چې په پورته معیارونو برابره وي، یو شان امتیاز لري.
  • هره نړیوال ژورنال مقاله چې په معیارونو پوره وي، د دوو داخلي مقالو له امتیاز سره برابره ده.
  • د علمي اثارو په برخه کې هر اثر خپلې نومرې لري. د هر اثر کمیت او کیفیت له مخې ورته نومرې ورکول کېږي.
  • امکان لري چې یو څېړنیز اثر پینځه نومرې واخلي او بل څېړنیز اثر لس نومرې واخلي، نو دلته دوه څېړنیز اثار به وي، خو دواړه به یو شان نه ارزیابي کېږي.
  • د کمیت له مخې هم څېړنیز اثار خپل ارزښت لري، که یو اثر سل مخه وي او په مقابل کې بل اثر پنځه سوه مخه وي، نو ښکاره خبره ده چې که سل مخه کتاب پینځه نومره اخلي، پینځه سوه مخه کتاب ته به ډېرې نومرې ورکول کېږي.
  • د ژوري هیٔت معلومات به هېڅ یو کس ته نه ښودل کېږي.
  • د افغانستان په کچه په ټولنیزو علومو کې یو کس غوره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د هالیووډ د ۲۰۲۵ ۵ تر ټولو زیات عاید لرونکي فلمونه

داودجبارخیل د تېرو کلونو په څېر، سږ کال هم په هالیووډ کې سلګونه فلمونه جوړ او نندارې ته وړاندې شول، خو ځینې فلمونه داسې وو...