جمعه, جنوري 2, 2026
Homeخبرونهامریکايي رسنۍ؛ په افغانستان کې د امریکا یوه څارونکې بې پېلوټه الوتکه...

امریکايي رسنۍ؛ په افغانستان کې د امریکا یوه څارونکې بې پېلوټه الوتکه لوېدلې

تاند (جمعه، د مرغومي/ جدې ۱۲ مه) یوې امریکايي رسنۍ (ډیفینس بلاګ) په افغانستان کې د ځايي سرچینو پر اساس راپور ورکړ چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د افغانستان د میدان وردګ ولایت د مرکز، میدانښار، په څنډو کې یوه بې‌پیلوټه الوتکه (ډرون) لوېدلې ده، چې د هغې پاتې شوني د کابل جنوب لوېدیځ په شاوخوا ۴۰ کیلومترۍ کې موندل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي او سرچینې وايي چې د دې بې‌پیلوټه الوتکې ټوټې د هماغې ورځې په لومړیو ساعتونو کې د ولایت د اداري مرکز ته نژدې وموندل شوې.

افغان چارواکو تر اوسه د دې پېښې د رامنځته کېدو لامل نه دی څرګند کړی، او نه هم کوم رسمي بیان خپور شوی چې د الوتکې غورځولو ته اشاره وکړي.

ځايي راپورونه وایي چې دا ډرون د موندل شویو ټوټو د اندازې او جوړښت له مخې د امریکا د MQ-9 ریپر بې‌پیلوټې الوتکې ته ورته و. د امریکا پوځ تر اوسه نه ده تایید کړې چې کومه بې پېلوټه الوتکه یې لوېدلې او که نه ده.

د طالبانو تر مشرۍ لاندې د کابل حکومت هم په علني ډول غورځېدلې بې پېلوټه الوتکه کوم هېواد یا ماموریت ته نه ده منسوبه کړې.

پرون خواله رسنیو کې د دې بې پېلوټه الوتکې ویدیوګانې خپرې شوې او د خواله رسنیو ځینو کاروونکو ادعا کړې وه چې د طالبانو ځواکونو دا الوتکه ویشتې او نسکوره کړې ده.

MQ-9 ریپر له لرې کنټرولېدونکې بې‌پیلوټه الوتکه ده چې ډېری وخت د استخباراتي معلوماتو د راټولولو، څارنې، کشف او هدفي بریدونو لپاره کارول کېږي. دا الوتکه په لوړه ارتفاع د اوږدې مودې لپاره د الوتنې وړتیا لري او عموماً د ترهګرۍ ضد او کشف په ماموریتونو کې کارول کېږي. دا الوتکه پخوا د امریکا د ځواکونو له‌خوا په منځني ختیځ، جنوبي اسیا او افریقا کې کارول شوې ده.

راپورونه زیاتوي چې د الوتکې پاتې شوني له استوګنو سیمو بهر موندل شوي دي او د لوېدو له کبله یې د سرومال د زیان د پېښېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

امریکايي رسنۍ ډیفینس بلاګ وايي، سره له دې چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان د امریکا د پوځ له وتلو وروسته امریکا په افغانستان کې دايمي پوځي حضور نه لري، خو افغانستان لا هم د امریکا له لوري له لیرې څارل کېږي. واشنګټن ویلي چې دا توان لري چې د افغانستان له خاورې څخه راپورته کېدونکي ګواښونه وڅاري او که اړتیا وي، پر وړاندې یې اقدام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د هالیووډ د ۲۰۲۵ ۵ تر ټولو زیات عاید لرونکي فلمونه

داودجبارخیل د تېرو کلونو په څېر، سږ کال هم په هالیووډ کې سلګونه فلمونه جوړ او نندارې ته وړاندې شول، خو ځینې فلمونه داسې وو...