Homeخبرونهپه بلخ ولایت کې راستنو شویو کډوالو ته ۳ زره هکتاره مځکه...

په بلخ ولایت کې راستنو شویو کډوالو ته ۳ زره هکتاره مځکه ځانګړې شوه

تاند (جمعه، د مرغومي/ جدې ۱۲ مه) د بلخ ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست چارواکو ویلي چې بېرته راستانه شویو افغان کډوالو ته شاوخوا درې زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده، او د وېش بهیر لا هم روان دی.

تر اوسه په دغه ولایت کې له ۲۷ زرو څخه ډېرې کورنۍ ثبت شوې دي، چې هرې یوې ته به د ځمکې یوه نمره ورکول کېږي. له دې ډلې تر ۳۰۰ ډېر، کورنیو په مولانا جلال‌الدین محمد بلخي ښارګوټي کې ځمکه ترلاسه کړې ده.

د بلخ ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو د ریاست مشر اسدالله وفا وویل:
«له شاوخوا ۲۷ زره تر ۲۸ زره پورې کورنۍ ثبت شوې دي. کمېټې خپل کار پیل کړی او د ځمکو اسناد تر پروسس لاندې دي. تر اوسه ۳۵۰ کورنیو ته ځمکه او قبالې ورکړل شوې دي او د هغوی اسناد بشپړ شوي دي.»

راستنېدونکو د دې نوښت هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې د دايمي استوګنځای نشتوالی، بې‌کاري، او روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ته محدود لاسرسی لا هم سترې ستونزې دي.

د ځمکو د وېش بهیر د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم روان دی.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ په وینا، هغه افغان کډوال چې له پاکستانه راستنېږي له اقتصادي پلوه ډېر په بد حال کې دي. د هغوی په نسبت هغوی چې له ایرانه راګرځي، نسبتاً ښه اقتصادي وضعیت لري او اکثریت یې سرپناه هم لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان او د بالیووډ درو نورو ستورو ته د اعلانونو د بندولو خبرداری

تاند (سې شنبه، د زمريږ اسد ۲۷ مه) د هند د مهاراشترا ایالت چارواکو د بالیووډ درې مشهورو لوبغاړو، شاه رخ خان، اجې دیوګن...