تاند (جمعه، د مرغومي/ جدې ۱۲ مه) د چین په شانګهای کې د اسیايي هیوادونو د روباټیک ټیمونو ترمنځ سیالي نن (جمعه) د یوه افغان ټیم په ګډون پیل شوې.
د افغان روباټیک ټیم په استازیتوب عبدالجلیل حساس په دې سیالیو کې برخه لري.
افغان روباټیک ټیم د چین له KEENON Robotics شرکت سره په ګډه د انسان وزمه (Humanoid) روباټ پر جوړولو کار کړی او د همدې نوښتګرې تخنیکي پروژې په پایله کې افغان روباټیک ټیم وتوانېد چې د شانګهای په اسیايي سیالیو کې د ګډون رسمي حق ترلاسه کړي.
نن د افغان روباټیک ټیم په استازیتوب، انجنیر عبدالجلیل حساس د لومړي ځل لپاره د آسیایي هېوادونو په سترې نړیوالې روباټیک سیالۍ کې ګډون وکړ.
په اسیايي سیالیو کې د ګډون لپاره تېره میاشت د غوراوي پړاو د چین په شانګهای ښار کې د Global Developer Pioneer Summit (GDPS) 2025 تر عنوان لاندې ترسره شو. په یاد پړاو کې د افغان روباټیک ټیم په استازیتوب انجنیر عبدالجلیل حساس ګډون کړی و.
د روباټونو اسیايي سیالۍ مخکې د آسیا په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره شوې وې او سږکال، چې د دغو سیالیو ۲۵ ځل دی، د تېرو کلونو پرتله د ډېر شمېر آسیایي هېوادونو مخکښ روباټیک ټیمونه پکې ګډون لري.
د یادونې ده چې افغان روباټیک ټیم له ۱۲ تکړه افغان ځوانانو څخه جوړ شوی، چې تر دې دمه یې بېلابېل پرمختللي روباټونه جوړ کړي او پر یو شمېر نورو مهمو روباټیک پروژو یې کار روان دی. دا ټیم هوډ لري چې په راتلونکي کې د لا سترو تخنیکي نوښتونو تر څنګ، په نورو مهمو نړیوالو روباټیک سیالیو کې هم د افغانستان استازیتوب وکړي.