جمعه, جنوري 2, 2026
Home+هغه کشف چې د طب او اتوم نړۍ یې بدله کړه

هغه کشف چې د طب او اتوم نړۍ یې بدله کړه

هغه ښځه چې د راډیواکټیف د کشف بیه یې په خپل ژوند ورکړه

ساینسپوهانو د ۱۸۹۸ کال د دسمبر په ۲۶مه په پاریس کې داسې ماده وموندله چې د یورانیم پرتله ۹۰۰ ځله ډېره راډیواکټیف وه. د دوی څېړنې د طب لپاره د بې سارې بریاو سبب شوې او دوی ته یې نړیوال شهرت په برخه کړ، خو په پای کې یې له دوی د یوه ژوند واخیست.

ماري کوري، هغه مهال چې د پاریس د سوربون پوهنتون د طب محصله وه، پرېکړه وکړه چې د خپل تیزیس لپاره د راډیواکټیف وړانګو په نوې راټوکېدلې برخه کې څېړنه وکړي.

په ۱۸۹۵ کال کې ویلهلم رونټګن د «رونټګن وړانګې» وموندلې، چې وروسته د «ایکس وړانګو» (X-ray) په نوم مشهورې شوې. یو کال وروسته، انري بکرېل په تصادفي ډول وموندله چې د یورانیم له مالګو څخه خپرېدونکې ډېرې کمزورې وړانګې هم کولی شي د عکاسي  صفحې د رڼا په څېر تتې کړي.

د امریکا د فزیک د انستیتیوت د راپور له مخې، کوري دې پایلې ته ورسېده چې د لابراتواري کار له پیل مخکې اړتیا نشته د دې نوې برخې اوږدې علمي لیکنې ولولي. د هغې مېړه پېیر کوري، د پاریس د صنعتي کیمیا او فزیک د لوړو زده‌کړو په انستیتیوت کې، په یوه نمناک او له وسایلو ډک ګودام کې د کار ځای ورته برابر کړ. ډېر ژر هغه د خپلې مېرمنې له څېړنو سره دومره لېوال شو چې خپلې څېړنې یې پرېښودې او ټول تمرکز یې د هغې کار ته واړاوه.

د ماري کوري د څېړنو اصلي اله د «پیزوالکتریک کوارتز الکترومتر» وه. دا وسیله، چې د هغې د مېړه ورور ژاک کوري جوړه کړې وه، هغه کمزوري برېښنايي جریانونه اندازه کول چې د راډیواکټیف له امله رامنځته کېدل.

که څه هم نمناک ګدام د هغې د څېړنو پایلې ګډوډولې، خو هغې بالاخره وموندله چې د وړانګو شدت د هغو کانونو د یورانیم له غلظت سره تړاو لري چې هغې څېړل. هغې اټکل وکړ چې د یورانیم په اتومي جوړښت کې دننه یو بهیر په دې کې لاس لري.

هغې له خپل مېړه پېیر او د انستیتیوت د کیمیا د څانګې له مشر ګوستاو بمان سر یو ځای د «پیچ‌بلېند» کان څېړنه پیل کړه؛ دا یو تور رنګه کان دی چې له یورانیمه بډای وي او ډېری وخت د سپینو زرو ترڅنګ موندل کېږي.

ماري کوري پوه شوه چې دا کان د یورانیم تر خالص ډبرې هم ډېر راډیواکټیف دی.

هغې په ۱۹۰۳ کال کې په «سنچري» مجلې کې ولیکل: «څنګه ممکنه ده هغه ډبره چې له ډېرو موادو جوړه ده، او ما د هغو غیر فعال والی ثابت کړی، د هغو فعاله موادو پرتله چې ترې جوړه شوې ده، لا فعاله وي؟ ځواب سمدستي ذهن ته راغی: دا ډبره باید داسې ماده ولري چې له یورانیم او توریم څخه هم ډېره راډیواکټیفه وي، او دا ماده باید حتماً یو نا پېژندل شوی کیمیاوي عنصر وي.»

ماري کوري دې پایلې ته ورسېده چې دا له اسراره ډکه ماده که څه هم په ډېر لږ مقدار کې شته، خو د هغه څه خورا لوړه کچه لري چې هغې ورته «راډیواکټیف» نوم ورکړی و.

دا درې ساینسپوهان دې پرېکړې ته ورسېدل چې پیچ‌بلېند، چې تر ۳۰ پورې بېلابېل کاني مواد لرلی شي، په خپلو اجزاوو ووېشي څو راډیواکټیف ماده وپېژني. هغوی د بېلابېلو موادو د رڼا د طیف له لارې د مرکباتو د جلا کولو او پېژندلو هڅه وکړه.

په جولای میاشت کې، هغوی داسې ماده وموندله چې د یورانیم پرتله شاوخوا ۶۰ ځله «ډېره راډیواکټیف» وه او هغې ته یې د «پولونیم» نوم ورکړ. وروسته، د دسمبر په ۲۱مه، هغوی «راډیوم» وموند چې د یورانیم پرتله ۹۰۰ ځله ډېر راډیواکټیف و. دوی دا دواړه نوې مادې د دسمبر په ۲۶مه د فرانسې په علومو اکاډمۍ کې په یوه وینا کې معرفي کړې.

دوی ته د وړانګو په برخه کې د څېړنو په خاطر د ۱۹۰۳ کال د فزیک نوبل جایزه ورکړل شوه. (په پیل کې د ماري نوم له پامه وغورځول شوی و، خو یوازې د مېړه پېیر له ټینګار وروسته د نوبل کمېټې د هغې کار ته اعتبار ورکړ.) ماري په ۱۹۱۱ کال کې بیا د کیمیا په برخه کې، د راډیوم په اړه د خپلو څېړنو له امله، د دوهم ځل لپاره د نوبل جایزه وګټله.

پېیر په ۱۹۰۶ کال کې بګۍ (د اس) وواهه او مړ شو، خو ماري د طب په برخه کې د ایکس وړانګو د کارونې ملاتړ ته دوام ورکړ. هغې دا هم وموندله چې راډیوم ناروغې حجرې د سالمو حجرو پرتله ژر له منځه وړي؛ دا اصل وروسته د سرطان د درملنې لپاره د وړانګ ـ درملنې (راډیوتراپي) د پراختیا الهام شو.

د راډیوم وړانګو او ورڅخه د سوځېدو له امله ماري او پېیر کوري ته ګڼې او پر له پسې ناروغۍ پیدا کړې. د ماري اوږدمهاله تماس له وړانګو سره، ښايي د هغې د مړینې سبب شوی وي؛ هغه په ۱۹۳۴ کال کې، د ۶۶ کلونو په عمر، د وینې په یو ډول سرطان مړه شوه. دا ډول سرطان د هډوکي مغز ته د وړانګو د رسېدو له کبله رامنځته کېدای شي. هغه کتابچه چې هغې په ۱۸۹۸ کال کې د خپل کشف د ثبت لپاره ورڅخه کار اخیستی و، تر اوسه هم راډیواکټیف ده او په یوه سُربي بکس کې ساتل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په تېر “۲۰۲۵” کال کي”۲۵” عنوانه کتابونه چاپ سوي دي

(د صداقت خپرندويي ټولني د خپاره سوو کتابونو لنډ راپور –کندهار) غني حسن ۱ـ کلیله او دمنه پنچه‌تانتره یا پخوانۍ اریايي فولکلور کیسه، چي ژباړه ئې صالح...