دوشنبه, فبروري 16, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد چین د برېښنايي موټرو کمپنۍ وايي. سږ کال یې د امریکا...

د چین د برېښنايي موټرو کمپنۍ وايي. سږ کال یې د امریکا تر ټیسلا ډېر موټر پلورلي

تاند (جمعه، د مرغومي/ جدې ۱۲مه) چیني شرکت بي وای ډي (BYD) په ۲۰۲۵ کال کې د برېښنايي موټرو د پلور په برخه کې نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړی دی۔ د شرکت په وینا، تېر کال یې ۲۲ لکه او ۶۰ زره برېښنايي موټرونه پلورلي، چې دا په نړۍ کې د د یوې کمپنۍ له لوري د برقي موټرو تر ټولو زیات پلورل شوي موټر دي.

د دې راپور له مخې، بي وای ډي په لومړي ځل وتوانېده چې په کلني پلور کې د امریکا ټیسلا شرکت ته ماتې ورکړي۔ ټیسلا اعلان کړی و چې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر تر پایه یې ۱۲ لکه او ۲۰ زره برېښنايي موټرونه پلورلي دي، خو تمه ده چې د دې شرکت بشپړ کلنی راپور نن (جمعه) خپور شي.

د نړیوالو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، بي وای ډي دا شمېرې د هانګ کانګ د ونډو بازار ته په یوه رسمي بیان کې وړاندې کړې دي۔ که څه هم بي وای ډي په امریکا کې له درنو ګمرکي مالیو (تعروفو) سره مخامخ دی، خو په جنوب ختیځه اسیا، منځني ختیځ او اروپا کې یې پلور مخ پر زیاتېدو دی.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۲۴ کال کې ټیسلا د لږ توپیر په لرلو سره بي وای ډي شاته پرېښی و، هغه مهال ټیسلا ۱۷ لکه او ۹۰ زره او بي وای ډي ۱۷ لکه او ۶۰ زره برېښنايي موټرونه پلورلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لندن کې د پېژندل شوي شاعر بېکسیار د تازه چاپ شوو اثارو مخکتنه

م. ک بيا له كومه را پيدا شو دا بهار چي ميلمه له موږ سره دى بيكسيار بهار كله په ژمي كې هم څرك وهي او کله...