جمعه, جنوري 2, 2026
Homeخبرونهد نړۍ تر ټولو د شتمن یوټیوبر شتمني یو میلیارد ډالرو ته...

د نړۍ تر ټولو د شتمن یوټیوبر شتمني یو میلیارد ډالرو ته رسېږي

تاند (جمعه، د مرغومي/ جدې ۱۲ مه) د تازه شمېرو او احصایو له مخې، د نړۍ تر ټولو ډېر عاید لرونکو یوټیوبرانو نوی لېست خپور شوی دی، چې پکې امریکايي یوټیوبر ښاغلی بیسټ (MrBeast) په لومړي ځای کې دی او د هغه ټوله شتمني له یو میلیارد امریکايي ډالرو څخه زیاته ښودل شوې ده.

د لسو شتمنو یوټیوبرانو په دې لېست کې یوازې د تفریحي چاینلونو چلوونکي نه دي شامل، بلکې د ماشومانو، د وېډیويي لوبو (ګېمینګ) او میک‌اپ اړوند یوټیوب ستوري هم پکې شته، چې د خپلو بېلابېلو وېډیوګانو له لارې په ټوله نړۍ کې ډېر مینه‌وال لري.

تر ټولو د شتمنو یوټیوبرانو لیست په لاندې ډول دی:

01: مسټر بیسټ – ۱ میلیارد ډالر
02: جیفري سټار – ۲۰۰ میلیون ډالر
03: لوګن پال – ۱۵۰ میلیون ډالر
04: لایک ناسټیا – ۱۲۵ میلیون ډالر
05: رایانز ورلډ – ۱۰۰ میلیون ډالر

ماهران وایي، یوټیوب اوس داسې یو پلیټفارم ګرځېدلی چې پکې نوښتګر کسان نه یوازې خپل هنري او تخلیقي استعدادونه ښيي، بلکې د میلیاردونو ډالرو عاید هم ترلاسه کولی شي. په ځانګړي ډول د وېډیويي لوبو، د ماشومانو کارټونونو، چیلنجونو او میک‌اپ اړوند چاینلونو په دې بازار کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې دي.

د یوټیوب د پراخ شهرت او د اعلانونو له لارې د عاید د زیاتوالي له امله، ځوان نوښتګر اوس دا پلیټفارم د یوه مسلک په توګه هم غوره کوي. د سخت کار او دوامدارې هڅې له لارې، یوټیوب کولی شي د یو میلیارد ډالرو د ګټلو وسیله وګرځي، مهمه نه ده چې څوک له کومې برخې سره تړاو لري.

اوس چې خبره د یوټیوب شوه، د تاند یوټیوب هم وګورئ، که مو سبسکرایب نه ويو سبسکرایب یې کړئ او ویډیوګانې یې لایک کړئ، مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په تېر “۲۰۲۵” کال کي”۲۵” عنوانه کتابونه چاپ سوي دي

(د صداقت خپرندويي ټولني د خپاره سوو کتابونو لنډ راپور –کندهار) غني حسن ۱ـ کلیله او دمنه پنچه‌تانتره یا پخوانۍ اریايي فولکلور کیسه، چي ژباړه ئې صالح...