تاند (دوشنبه د ثور/ غويي ۲۸مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ یې نن دوشنبه د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پيل کړ.
دا په روان ۲۰۲۶م کال کې د ګوزن یا پولیو ضد دوهم فرعي ملي کمپاین دی.
د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پړاو کې به د هېواد د ۲۰ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې تر پنځه کلونو عمر لرونکو څه باندې ۸.۳ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.
دا کمپاین د مې ۱۸مه نن دوشنبه پيل او د همدې میاشتې تر ۲۱مې دوام کوي.
د خبرپاڼې له مخې دا کمپاین په د مرکز، جنوب، ختیځ، لویدیځ، سویل ختیځ، شمال او شمال ختیځ زون په اړوند ولایتونو کې تطبیقېږي.
دغه راز په کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولایتونو کې به دا بهیر د مې له ۱۹مې تر ۲۲مې تطبیق شي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وایي چې، په افغانستان کې د ګوزڼ وحشي ویروس د مخنیوي لپاره ژمن دي او د دې ناروغۍ تر بشپړ له منځه وړلو پورې به د واکسین کمپاینونه او روغتیايي خدمتونه روان ساتي.
یاد وزارت له دیني عالمانو، قومي مشرانو، والدینو او بانفوذه کسانو غوښتي، چې د واکسین له ډلو ملاتړ وکړي او د ماشومانو د روغتیا ساتنې لپاره همکاري وکړي.
روغتیا وزارت وایي چې، پولیو یوه ویروسي او نه رغېدونکې ناروغي ده، چې یوازې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدی شي.
دغه وزارت له کورنیو او والدینو غوښتي، چې خپل ټول تر پنځه کلونو کم عمرلرونکي ماشومان د ګوزڼ واکسین د ترلاسه کولو لپاره ټاکل شویو مرکزونو ته یوسي.