تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۲۸ مه) د ایران د انرژۍ وزیر عباس عليابادي په کابل کې له طالب چارواکو سره له کتنې وروسته ویلي چې هیواد به یې د برېښنا او اوبو په برخه کې له افغانستان سره همکاري پراخه کړي.
په کابل کې د ایران د سفارت نن (دوشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې علي ابادي ټینګار کړی: «موږ دا همکارۍ د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا او د ګاونډیو د اقتصادي د پراختیا لپاره یو فرصت بولو.»
علي ابادي د غويي/ ثور په ۲۶مه په کابل کې له طالب چارواکو سره لیدلي وو.
په دې کتنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د دوهاړخیزو همکاریو د پراخېدو په اړه خبرې وشوې.
ایران له کلونو راهیسي د افغانستان لوېدیځو ولایتونو په تېره بیا هرات ته برېښنا صادروي خو په افغانستان کې د بندونو له جوړېدو سره یې تل مخالفت کړی دی او ادعا کوي چې د افغانستان بندونه سبب شوي چې ایران ته بهېدونکې اوبه کمې شي.