تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۲۸ مه) پسرلی راغلی او ورسره د الرجۍ، پرنجیو او ټوخې موسم هم پیل شوی دی. د متخصصانو په وینا، که ټوخی له اتو اوونیو زیات دوام وکړي، نو معمولاً یې درې مهم لاملونه وي: سالنډي، د ستوني شاته د مخاطو بهېدل، او د معدې تیزاب بېرته ستوني ته راتلل.
ډېری لنډمهاله ټوخې د ویروسونو له امله وي او په څو اوونیو کې ښه کېږي، خو مزمن ټوخی جدي طبي معاینې ته اړتیا لري.
ټوخی په درې ډوله وېشل کېږي: حاد ټوخی چې تر درې اوونیو کم دوام کوي، نیمهمزمن ټوخی چې له درې تر اتو اوونیو وي، او مزمن ټوخی چې له اتو اوونیو ډېر دوام وکړي.
ډاکټران وایي چې د مزمن ټوخي شاوخوا ۹۰ سلنه پېښې په همدې درېیو اصلي علتونو وي، او یوازې لږ شمېر یې د سږو سرطان، مزمن برونشیت یا د درملو د عوارضو له امله رامنځته کېږي.
لومړی مهم لامل سالنډي ده، په ځانګړي ډول هغه ډول چې له دوامداره ټوخي سره مل وي. په دې حالت کې ناروغ د ګلونو د ګردو، بویونو، سړې هوا یا ذهني فشار له امله ټوخی کوي او د ټوخي عادي دواګانې پرې اغېز نه کوي. ډاکټران د تشخیص لپاره د سینې عکس یا د سږو د فعالیت ازموینه ترسره کوي.
دوهم لامل د ستوني شاته د مخاطو بهېدل دي. په دې حالت کې د پوزې مخاط د ستوني شاته ځي او ستونی تحریکوي، چې دوامداره ټوخی رامنځته کوي. الرجي، سینوس، زکام او د پزې غیرالرجیک التهاب یې عام لاملونه دي. هغه کسان چې تل احساس کوي په ستوني کې یې څه روان دي یا په دوامداره ډول ستونی صافوي، ښایي له دې ستونزې سره مخامخ وي.
دریم لامل د معدې ریفلکس دی. د عام تصور خلاف، ریفلکس تل د معدې له سوځېدو سره نه وي، بلکې کله ناکله یوازې د غږ بدلون، د ستوني دوامداره صافولو او وچ ټوخي په بڼه څرګندیږي. په سختو حالتونو کې د هاضمې سیسټم معاینې او ځانګړې درملنې ته اړتیا وي.
که ټوخی د سینې له درد، ساه لنډۍ، د وزن کمېدو یا په بلغم کې د وینې له نښو سره مل وي، باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي. همدارنګه ځینې کورنۍ درملنې او بې نسخې دواګانې ګټورې وي، خو که نښې دوام وکړي یا خرابې شي، تخصصي ارزونه ضروري ده.