تاند (دوشنبه د ثور/ غويي ۲۸مه) د امریکا د سمندري ځواکونو دوه پرمختللې جنګي الوتکې، چې د «EA-18G Growler» ډول وې، پرون یکشنبه د امریکا د اداهو ایالت په یوه هوايي ننداره کې له یو بل سره ټکر کړی دی.
فاکس نیوز په یوه راپور کې ویلي چې، دغه پېښه د ځايي وخت له مخې د غرمې شاوخوا ۱۲:۱۰ بجې د «Gunfighter Skies» هوايي نندارې په دویمه ورځ رامنځته شوې ده.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې د دواړو الوتکو د “وېروونکي” ټکر شېبې ښکاري.
د امریکا سمندري ځواک ویلي، د دواړو الوتکو ټول څلور عمله په بریالیتوب سره له الوتکو وتلي او د پراشوټونو په وسیله ځمکې ته ښکته شوي دي.
راپور کې ویل شوي چې ټول پیلوټان د طبي ټیمونو له لوري معاینه شوي او روغتیايي وضعیت یې ښه ښودل شوی دی.
د دې ټکر اصلي لامل تر اوسه نه دی اعلان شوی، خو په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.
که څه هم په دې پېښه کې مرګژوبله نه ده رامنځته شوې، خو د اسمان په منځ کې د دوو جنګي الوتکو ټکر د نندارچیانو او پیلوټانو لپاره ډېر خطرناک او وېروونکي شېبې رامنځته کړې.
دا هوايي ننداره د Mountain Home Air Force Base په اډه کې هر کال ترسره کېږي او زرګونه نندارچیان ځانته راجذبوي.