سه شنبه, فبروري 17, 2026
Homeخبرونهمجاهد: پاکستان د افغانستان د بې ثباته کولو هڅه کوي

مجاهد: پاکستان د افغانستان د بې ثباته کولو هڅه کوي

تاند (شنبه، د جدې/ مرغومي ۱۳مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پاکستان تورن کړی چې د امریکا په ګډون له ځینو سترو قدرتونو سره په همغږۍ د افغانستان د بې‌ثباته کولو هڅه کوي.

مجاهد ویلي چې د پاکستان د پوځ ځینې کړۍ د واشنګټن په غوښتنه عمل کوي او غواړي په افغانستان او ټوله سیمه کې امنیت ګډوډ کړي.

هغه په یوه مرکه کې، چې د یوټیوب له لارې خپره شوې ویلي: «د پاکستان په پوځ کې ځینې کړۍ د سترو قدرتونو په همکارۍ او د هغوی په غوښتنه هڅه کوي افغانستان بې‌ثباته کړي.»

نوموړي دا تورونه د بګرام د هوايي اډې په اړه د امریکا د ولسمشر څرګندونو ته په اشارې وویل: «کله چې امریکا د بګرام موضوع راپورته کوي، نو له هغه سره د افغانستان په بې‌ثباته کولو کې د پاکستان د رول پوښتنه هم راپورته کېږي. دا موضوع د امریکا او د پاکستان د پوځ د ځینو کړیو ترمنځ په همغږۍ تعقیبېدلی شي.»

ذبیح‌الله مجاهد ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت پر هېڅ بهرني هېواد متکي نه دی او اسلام‌اباد ته یې خبرداری ورکړی چې پر کابل د نفوذ خوبونه ونه ویني. هغه ویلي: «اسلامي امارت پر هېڅ هېواد متکي نه دی، او پاکستان باید پر افغانستان د برلاسۍ خیال ونه کړي.» ښاغلي مجاهد یو ځل بیا د افغانستان له خاورې د وسلوالو ډلو د فعالیت شتون رد کړی دی.

په تېرو درېیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی، د دوو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ لارې بندې شوي، لفظي جګړې ډېرې شوې او پاکستان د افغانستان پر سرحدي ولایتونو هوايي بریدونه کړي دي. پاکستان حتي په لومړي ځل پر کابل او کندهار هم بریدونه وکړل چې د طالبانو د حکومت سخت غبرګون یې وپاراوه.

د طالبانو او پاکستاني پلاوو ترمنځ لږ تر لږه څلور پړاوه خبرې، چې په دوحه، استانبول او ریاض کې شوې دي، کومه څرګنده پایله نه ده لرلې، او له همدې امله د دواړو لورو اړیکې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د برلین فلم فیستوال؛ نو ګوډ مین فلم ته کتنه

نو ګوډ مین No Good Men (ښه سړي نه شته) فلم د برلین په فلم فیستوال کې نندارې ته وړاندې شوی دی او یو...