Homeخبرونهواخان ته د پاکستاني ځواکونو د پرمختګ له اوازو سره هممهاله د...

واخان ته د پاکستاني ځواکونو د پرمختګ له اوازو سره هممهاله د واخان په اړه د چین له سفیر سره د حقاني خبرې

تاند (دوشنبه، د جدي/ مرغومي ۱۰ مه) په کابل کې د چین سفیر جاو شینګ، د دوشنبې په ورځ د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل او د واخان دهلیز په شمول یې د دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو خواوو د واخان دهلیز ستراتیژیک اهمیت، د سوداګریزو اړیکو ښه کولو، او د مسافر وړونکو الوتنو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

دوی همداراز د دوه اړخیزو همکاریو د ژورتیا پر اهمیت ټینګار وکاوه او د ګډو ګټو د پرمختګ لپاره یې د عملي ګامونو د اخیستلو اړتیا څرګنده کړه.

له بلې خوا، په بدخشان ولایت کې طالب چارواکو په واخان ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو د شتون راپورونه رد کړل.

د بدخشان د پولیسو ویندوی احسان الله کامګار باختر خبري آژانس ته ویلي، «په دې سیمه کې داسي راپور نه شته چې هلته د بهرنیو ځواکونو موجودیت تایید کړي.»

کامګار زیاته کړه چې افغان ځواکونه د پولو په اوږدو کې د هر ډول احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره بشپړ چمتووالی لري.

واخان دهلیز د افغانستان د بدخشان ولایت یوه تنګه سیمه ده چې افغانستان د چین له سنکیانګ سیمې سره نښلوي. دغه دهلیز د تاجکستان د ګورنو-بدخشان د خپلواکې سیمې او د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت او ګلګت- بلتستان سیمې ترمنځ پروت دی.

ځینو پاکستاني چارواکو مخکې ویلي و چې پاکستان باید دا سیمه ونیسي چې له منځنۍ اسیا سره په مستقیم ډول وصل شي.

3 COMMENTS

  1. داسې ویل کیږی چې د پآکستان د استخباراتو رئیس د تاجکستان له ولسمشر سره کتلی چې ددې کتلو انګیزه څه ده دا به وروسته څرګنده شي نو اوس کیداي شي پاکستان د تاجکستاني داعشیانو په ملتیا بله لوبه شروع کړی

  2. وايي : چې په نوزاد کې مېړه نه شوې په بر نوزاد خونو بېخی منې که مېړه شې . تر اوسه چې پنچابيانو واخان ونه نيو د اوسني وسله وال اتل پوځ په شتون کې خو يې ګرد سره نه شي نیولای. ژوندی دي وي زموږ اتل وسله وال پوځ ، عبدالمالک همت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...