پنجشنبه, جنوري 2, 2025
Homeخبرونهتازه څېړنه ښيي چې هر سیګرېټ د انسان د عمر ۲۰ دقیقې...

تازه څېړنه ښيي چې هر سیګرېټ د انسان د عمر ۲۰ دقیقې کموي

تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدي ۱۰ مه) د یوې نوې څېړنې له مخې، چې د لندن پوهنتون کالج ترسره کړې ده، څرګنده شوې چې هر سیګریټ په اوسط ډول د انسان د ژوند ۲۰ دقیقې کموي؛ دا اندازه د پخوانیو اټکلونو پرتله زیاته ده.

دې څېړنې، چې د “د سیګریټ پر ژوند د اغېزو” په اړه ترسره شوې، موندلې چې د هرو ۲۰ سیګریټو قطی یا پاکټ په اوسط ډول د انسان د ژوند اووه ساعته کموي، چې دا شمېر د ۲۰۰۰ کال په پرتله دوه چنده لوړ دی.

تحلیلونه ښيي، که یو کس چې د ورځې لس سیګریټ څکوي، د نوی میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې سیګریټ پرېږدي، نو کولای شي د خپل ژوند د یوې بشپړې ورځي د بایللو مخه ونیسي. که د فبرورۍ تر ۵ پورې سیګریټ پرېږدي، یو اوونۍ یې ژوند ته اضافه کېږي، او که د اګست تر ۵ پورې پرېږدي، عمر به یې یوه میاشت زیات شي. د کال تر پایه، دغه کس کولای شي د ژوند د ۵۰ ورځو له بایللو څخه ځان وساتي.

ډاکټره سارا جکسن، چې د لندن پوهنتون کالج د الکولو او تمباکو د څېړنیز ګروپ مشره ده، وایي: “خلک په عمومي ډول پوهېږي چې سیګریټ څکول زیان لري، خو زیاتره یې دا زیان لږ ګڼي.” د دې څېړنې له مخې هغه کسان چې سیګریټ نه پرېږدي، په اوسط ډول د خپل ژوند شاوخوا لس کاله له لاسه ورکوي.

د اوږدې مودې په مخه د سیګریټ څکول په درو کې د دوو برخو زوږدو کسانو ژوند اخلي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، په بریتانیا کې هر کال کابو ۸۰ زره تنه د سیګرېټ څکولو په خاطر مري او په څلورو کې یوه برخه مړینې د سرطان له کبله دي.

دا څېړنه د بریتانیا د روغتیا وزارت په سپارښتنه او د بریتانیا د ډاکټرانو د مطالعې وروستیو معلوماتو پراساس له ۱۹۵۱ کال څخه پر یو میلیون ښځو شوې ده.

په ۲۰۰۰ کال د BMJ مخکینیو تحلیلونو ښودلې وه چې هر سیګریټ د انسان د ژوند په متوسط ډول ۱۱ دقیقې کموي، خو د “اعتیاد” په مجله کې خپور شوی نوی تحلیل دا شمېر تقریباً ۲۰ دقیقو ته لوړ کړی دی. د نوي اټکل له مخې، هر سیګریټ د نارینه ژوند ۱۷ دقیقې او د ښځو ژوند ۲۲ دقیقې کموي.

د ډاکترې جاکسن په وینا، سیګریټ څکول یوازې د عمر وروستی وخت یا هغه مهال چې انسان د زړښت له کبله کمزوری شوی وي نه لنډوي، بلکې د “نسبي روغتیا منځنۍ دورې” ته زیان رسوي. په بله معنا، د یو ۶۰ کلن سیګریټ څکوونکي روغتیايي حالت معمولاً د یو ۷۰ کلن کس، چې د سیګرېټ څکولو عمل نه لري، په څېر وي.

څېړونکي ټینګار کوي چې سیګریټ باید په بشپړ ډول پرېښودل شي څو د روغتیا او اوږد عمر بشپړې ګټې ترلاسه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب