Homeخبرونهطالبان د خپل استازي له حضور پرته د م.م امنیت شورا ناستې...

طالبان د خپل استازي له حضور پرته د م.م امنیت شورا ناستې بې ګټې بولي

تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۰مه) د طالبانو حکومت د امنیت شورا وروستۍ ناستې ته په غبرګون کې وایي، چې د دوی د استازي له حضور پرته د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناستې یو اړخیزه او بې‌ګټې دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، تر هغې چې د دوی استازی د افغانستان په تړاو ناستو کې د خپلو حقونو او مشروع غوښتنو د دفاع لپاره حضور ونه لري، دا ډول ناستې به بې پایلې وي.

نوموړی ټینګار کوي، چې په دې ناستو کې باید له نړۍ سره د افغانستان د نښلولو، بندیزونو لرې کولو او د افغانستان د شتمنیو د ازادولو په تړاو خبرې وشي.

فطرت داسې مهال دا غبرګون ښیي، چې ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو له حکومته غوښتي، چې ترهګرۍ سره د مبارزې هڅو د پیاوړتیا لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي.

دوی دغه راز د افغانستان لپاره د سیاسي لارې پر یوې نقشې ټینګار کړی او د طالبانو د حکومت د “امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت” د قانون او طبي انسټیټیوټونو کې یې د نجونو د ښوونیز بهیر ځنډولو په تړاو د وروستۍ پرېکړې د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

د بشري، اقتصادي، ټولنیزو، پراختیایي، امنیتي، نشه یي توکو، خبرو او تعامل، حکومتولۍ، د قانون واکمنۍ، بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو په ګډون د افغانستان څو اړخیزو ننګونو ته رسېدنه د امنیت شورا نورې غوښتنې دي.

1 COMMENT

  1. د ملګرو ملتونو منشور یا اساسنامه یو اجتماعي قرارداد ( تړون ) دی . په دې منشور کې یو شمېرنړیوال قوانین ، حقوق ، مکلفیتونه او وجایب ځای پرځای شویدي ، چې ټول غړی هېوادونه د هغو پر اجرا مکلف دي .
    البته ځینې هېوادونه یواځې د هغوی هغه برخه مني ، چې د دوی په ګټه وي او د وجایبو له سرته رسولو نه په یو ډول نه یوډول ځان خلاصوي . لکه د نورو په کورنیو چارو کې نه مداخله او ټول مسایل د خبرو له لارې حل کول.
    افغانستان هم له 1946 کال راپدېخوا د دغه نړیوال سازمان غړی دی . خو متاسفانه له 2021 نه تراوسه د افغانستان دولت په دې سازمان کې قانوني استازی نه لري .
    د دوکتور محمد اشرف غني په مشرۍ جمهوري نظام سقوط کړی او پرځای یې د طالبانو « امارت » په افغانستان واکمن شویدی ، خو تراوسه د هغوی نظام د هغو کړنو له امله چې د افغانستان خلکو ، اسلامي سازمان ، اسلامي هېوادونو او د نړیوالو سازمانونو ته د منلو نه دي ، چا په رسمیت نه دي پېژندلي . طالبانو ته د افغانستان د ګټو پرځای د خپل تحریک پالیسي ، غوښتنې او ګټې مهمې دي ، بنا دا وړۍ به هم شړۍ نه شي .
    کله نا کله د پنجاب استازی په مستقیم ډول د افغانستان استازیتوب کوي . نصیر احمد فایق د پخواني جمهوري رژیم استازی لا پرخپله څوکۍ ناست دی او ځان د افغانستان سرپرست استازی بولي . هغه هېڅکله هم د افغانستان له ګټو دفاع نه ده کړې او لا د خپل ولس پرضد ویناوې کوي . که پنجابیان د افغانستان پرخاوره علني تعرض کوي ، د اعتراض او شکایت مرجع نشته . بنا افغانانو الله تعالی مو مرستندوی او مل شه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...