جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهغزني کې ترافیکي پېښې ۸ کسان ته مرګ ژوبله واړوله

غزني کې ترافیکي پېښې ۸ کسان ته مرګ ژوبله واړوله

تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۰مه) د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار لویه لار د تور پوستې اړوند سیمه کې پرون یکشنبه مازیګر د یوه باروړونکي او مسافروړونکي موټرو د ټکر له کبله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچینې وایي پ مړه او ژوبل د یوې کورنۍ غړي دي.

غزني کې د طالبانو امنیه قومنداني ویلي، چې په دې پېښه کې یو کس مړ، شپږ ماشومان او یوه ښځه ژوبل دي.

ټپيان د مقر ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده، چې کابو درې اونۍ وړاندې هم په غزني کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د یوه ټانکر او مسافر وړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله تر ۱۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...