تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۰مه) د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو نهو میاشتو کې له یو ملیون زیات افغان کډوال له ګاونډیو هیوادونو خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي یاد کډوال په زوره او یا هم په خپله خوښه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، له دې شمېرې څخه نږدې ۹۳ زره کسان له پاکستانه، ۱۷ زره کسان له ترکیې او پاتې نور له ایرانه راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، له افغان راستنېدونکو سره مرسته کوي چې خپل ژوند جوړ کړي.
یاد سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې هڅه کوي د خپلو شریکانو په همکارۍ راستنېدونکو افغانانو ته اړین خدمات وړاندې کړي.
تر دې وړاندې هم د کډوالۍ نړیوال سازمان هم ویلي وو، چې په روان ۲۰۲۴ کال له پاکستان او ایرانه څه باندې ۱ اعشاریه ۲ میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
راغلي کډوال دلته هم له ستونزو شکایت کوي او وایي، له راتلو وروسته یې سمه پوښتنه نه کېږي او په دې ساړه ژمي کې د خوراک لپاره هم سوال ته ناست دي.