دوکتور زرین انځور
د پښتو لنډې کیسې د نوي نسل د پیالمې په لیکوالو کې د ښاغلي احسان الله آرینزي نوم، د مطرح لیکوالو په لړ کې د یادونې وړ نوم دی. هغه د نوي نسل د هغو لیکوالو په کتار کې باید حساب شي چې معاصرې پښتو کیسه لیکنې تهیې، د کیسه لیکنې داسې نوې ډالۍ وړاندې کړې چې هم د خپل وخت د سیاسي ــ ټولنیزو ځانګړیو حاالتو انځور ګري ورسره وه او هم یې د تېر داستان لیکونکي نسل د تجاربو لړۍ مخې ته وه او د نړۍ د کیسو د مطالعې پراخه سیمه یې هم مخې ته پرته وه.
که موږ د لمریزې دیرشمې لسیزې لیکوال د پښتو معاصرې کیسه لیکنې د نوي دور د پیل لیکوال ګڼو )چې ما د خپلې څېړنې په لومړي ټوک کې پرې په تفصیل خبرې کړې دي(، د آرینزي په څېر د پښتو لنډې کیسې د نوي نسل لیکوال بیا نه یوازې دا چې د هغې لسیزې د لیکوالو د تجاربو انتقالوونکي دي، د خپل دوران نویو سیاسي ــ اجتماعي حاالتو یې کیسو ته نوې بڼه هم ورکړې ده او په کیسه لیکنه کې یې د کیسو هنري، تخنیکي اړخونه هم د پوره پام وړ دي.
ما د اروښاد امین افغانپور پر کیسو د بحث لپاره یو داسې سرلیک ټاکلی و چې هغه »د پخواني او نوي نسل د لیکوالو تر منځ د وصل د کړۍ په توګه« پکې یاد شوی دی، له هغه راو وروسته لیکوال او یو څه هم د هغه د ژوند او هنري هڅو د زمان لیکوال، په افغاني ټولنه کې له نویو پېښو، نویو حاالتو او نویو سیاسي ــ اجتماعي ننګونو سره مخامخ کېږي او له دغو لیکوالو څخه یو یې هم ښاغلی آرینزی دی.
احسان الله آرینزی په ۳۱۱۱ هجري لمریز کال کې زېږېدلی او نن سبا ان د اویا کلنۍ پر درشل پښه ږدي. د هغه عمر شلو کالو ته رسېدلی و چې له قلم او کاغذ سره، له لیکنو سره یې لېوالتیا پیدا شوه. هغه له شل کلنۍ پښه اړولې وه چې په افغانستان کې نوې سیاسي حاالت رامنځته شول. د سرطان له بدلو ن وروسته یې لومړنۍ لیکنې په ابتدایي بڼه د هېواد په مطبوعاتو کې خپرې شوې، خو د ثور بدلون بیا د افغانستان په سیاسي ــ اجتماعي چاپیریال کې د یوې داسې زلزلې په توګه رامنځته شو چې د ژوند په هر ډګر کې یې اغېزې راڅرګندې شوې او د دغې دورې پر لیکوالو هم بې له شکه چې بې اغیزې نه و. دغه اغېزې پر آرینزي او د آرینزي په څېر د هغې دورې پر ټولو لیکوالو له ډولونو څخه په یو ډول ښکاره کېږي، لکه چې د ټولنې د ډېرو اړخونو په اړه نوي تفسیرونه، نوي فکرونه (پرته له دې چې اوس یې د ښه یا بد ګڼلو په اړه حکم وکړو)، نوې خبرې، نوې څېرې، نوې کړنې او نوې الې ګولې ورسره راپېلېږي، دغسې یو اغېز پر لیکوالو هم کېږي او که غواړي یا نه غواړي، په داسې حاالتو کې را ایسارېږي چې خپلو لیکنو ته به یو لوری ټاکي. یو شمېر یې د دغه بدلون ستایونکي شول) لکه خپله ارواښاد افغانپور چې ما یې د کیسو پر بېالبېلو اړ خونو بحث کړی دی(، ځینې یې په مقابل اړخ کې واقع شول، له هېواده بهر الړل او لیکنو یې په تېره بیا د انقالب او جهاد او مقاومت په کرښو کې پر جال الرو روان شول. دغه الرې او څو الرې په داستاني ادبیاتو کې هم د مطالعې او تم کېدنې وړ دي.
ځینې یې نه تر ډېره وخته بهر الړل، نه د نوي سیاسي ــ ایډلوژیک نظام ستایوال شول. د دغه ډول لیکوالو او په تېره کیسه لیکونکیو قلم له ګڼو ستونزو سره مخامخ و. نه یې قلم د ستاینو او شعارونو پر لور تالی شو او نه یې د وخت د سیاسي ــ فکري نظام په څرګند مخالفت کې قلم چلوالی شو. په داسې حاالتو کې د لیکوالو ژوند ته هم خطر و او قلم ته هم، په مخالفت کې یې بې له شکه چې ژوند له ګواښ سره مخامخ و او قلم یې ځکه یون نه شو کوالی چې چېرې یې د خپرېدلو امکان نه و.
دغه ډول یو شمېر لیکوال یا تر ډېره چوپ وو، څه یې نه لیکل، یا یې پټ لیکل، خو نه یې خپرول او یا یې داسې څه لیکل چې په څرګنده پرې د مخالفت اطلاق ونه شي. د روانو سیاسي کړکیچونو په اړه یې څرګند دریځ نشو غوره کوالی، یا یې په سمبولیکه هنري بڼه خپل فکر په داسې ډول په داستاني آثارو کې ځای کاوه چې په ښکاره پرې څوک پوه نشي. په وروستیو کې یې تر ډېره د جګړو د انساني ضد اړخونو راسپړنه هم کوله چې یو ډول »منځګړی« دریځ به یې الره او په ښکاره د کوم سنګر د تائید او یا رد په معنا نه و.
د آرینزي په څېر یو شمېر ډېر نور لیکوال هم په هغو حاالتو کې چې د افغانستان په داخل کې اوسېدل، له داسې یو شمېر کړکیچنو او کږلېچنو حاالت سره مخامخ وو او ټول یې تقریباً له ورته شرایطو، خو نسبتاً جال قلمي غبرګونونو سره مخامخ وو. له همدې کبله باید د دغې دورې د لیکوالو پر آثارو د بحث په دوران کې دغه ډول ټکي خامخا په پام کې ونیسو، په تېره بیا کله چې له هنري او تخنیکي اړخونو ورآخوا د کیسو پر محتوایي او موضوعي اړخونو بحث کوو.
د احسان الله آرینزي لومړنۍ داستاني هڅې د هغه په قلم له یو شمېر ژباړو پیل شوې. د ایران د وتلي لیکوال صمد بهرنګي» د مینې افسانه« یې وژباړله او په ۳۱۳۱ل. کال کې په کابل کې د بهیقي کتاب خپرولو مؤسسې له لورې خپره شوه. د تر کیې د نومیالي لیکوال عزیز نسین یو شمېر کیسې هم په دغو کلونو کې ترجمه او خپرې کړې. (ټکور،: ۳۱۱۱ ۴ ــ ۳)
د داستاني آثارو د ژباړې دغه لړۍ هغه د کیسه لیکنې د بهیر له ادامې سره هم پرېنښودله او په پرله پسې توګه یې دوام ورکړ. په ۳۱۱۱ل. کال یې د عزیز نسین »وږی مین«، په ۳۱۳۱ل. کې د فرانسې د دویمې پېړۍ مشهور ناول لیکونکي الکساندر دوما» تور غاټول« او د نړۍ د یو شمېر نورو لیکوالو داستانونه یې هم پښتو ته ژباړلې دي. (ټکور، صمیم، :۳۴۴۱ ۱۲)
ښاغلي آرینزي خپلې لومړې زده کړې د کابل پوهنتون په اقتصاد پوهنځي کې ترسره کړي او ډېر کلونه یې د افغانستان په بېال بېلو بانکي او اقتصادي څانګو کې کار کړی دی، ځکه یې نو په نورو بېال بېلو موضوعاتو هم کتابونه کښلي دي. په دې لړ کې یې تر ټو لو مهمه کتابي لړۍ د نړۍ هنداره ده چې په پنځو ټو کې یې د پنځو لویو وچو هېوادونه په تفصیل معرفي کړي او د خپل ژوند ډېر کلونه یې دغې څېړنې ته ځانګړي کړي دي. دغه راز یې پر نورو اقتصادي برخو کې هم یو شمېر آثار کښلي او خپاره کړي دي. ) ټکور،
صمیم، :۳۴۴۱ ۱۲)
د ښاغلي احسان الله آرینزي د ادبي کار اساسي برخه داستان لیکنه ده. تر اوسه د هغه د کیسو څلور ټولګې خپرې شو ي او پنځمه هغه یې چاپ ته چمتو ده. دلته به د چاپ د تسلسل پر اساس د هغه د کیسو ټولګې لومړی معرفي کړو او وروسته به یې د کیسه لیکنې ځانګړتیاوو ته تم شو. .۳شلېدلي تارونه:«شلېدلي تارونه» د ښاغلي آرینزي لومړنۍ خپره شوې داستاني ټولګه ده. دغه ټولګه په ۳۱۱۱ هـ.ش. کال کې د افغانستان د لیکوالو انجمن له خوا په (۳۳) مخونو کې چاپ شوې او دغه اته کیسې پکې ځای شوې دي:
ژوند، ربړینه پیشو، د زیارت جرګه، کسات، کلیوالي ښوونځی، سپین ټوکر، شلېدلي تارونه او ارمان.
د ښاغلي آرینزي د کیسو پر دغه لومړنۍ مجموعه ما سریزه لیکلې وه. په هغه سریزه کې چې له نن څخه څه کم څلوېښت کاله پخوا کښل شوې وه، د لیکوال د لنډو کیسو په اړه لیکل شوي دي:
«احسان الله آرینزی زموږ ځوان کیسه لیکونکی دی. د احسان الله آرینزي لنډې کیسې د پښتو لنډې کیسې د اوسني دوران له ښو کیسو څخه شمېرالی شي او دا ځکه چې:
هغه د خپل ژوند د ادبي کار و زیار زیاته برخه کیسې ته ځانګړې کړې ده. هغه یا پښتو ته کیسې را ژباړلي او یا یې کیسې لیکلي دي. هغه که دومره زیاتې کیسې نه وي لیکلي، خو هغه یې چې لیکلې دي، ښې او د ځوانۍ په دې شېبو کې پخې او ال پخېدونکې کیسې دي. د احسان الله آرینزي کیسې د ځوانې او اوسنۍ پښتو کیسه لیکنې غوره بېلګې دي او دا هم ځکه چې هغه له کیسې سره مینه لري، له کیسې سره د صمیمیت له مخې نږدې دی او غواړي چې خپل ټول ادبي کار د کیسې او داستان په برخه کې متمرکز کړي. دغه تمرکز او په دې برخه کې د ال جدیت کار به د آرینزي په داستاني پیاوړتیا کې ال اغېزمنه ونډه ولري… د احسان الله آرینزي دغه کیسې د مضمون او محتوی له پلوه زموږ د خلکوو د ژوند د بېالبېلو خواوو داستاني بیان دی. د داسې اړخونو چې لیکوال احساس کړي، لمس کړي او لیدلي یې دي، صمیمیت یې ورسره پیدا کړی دی او بیا له همدغه صمیمت څخه داستان جوړ شوی دی. که د لیکوال په داستاني لیکنو کې، له حوادثو سره، له شېبو سره او له اتالنو سره دغه صمیمیت او نږدې والی نه وي، هغه کیسه به له داستاني او هنري ځال څخه خالي وي.
د داستاني هنري اړخونو له پلوه هم د آرینزي دغه لنډې کیسې ښې او د پاملرنې وړ دي. هغه تر خپله وسه هڅه کړې ده چې د کیسه لیکنې معیارونو ته غور وکړي او که په دې برخه کې یې کوم ځای څه ځانګړې نیمګرتیا چاته ښکاره شي، نو هغه بېرته ډېر ژر په دې باوري کېدای شي چې د لیکوال راتلونکې کیسې به له دې نه هم ښې، خوږې او پیاوړې وي…» (آرینزی، :۳۱۱۱ ۳ ــ۴). ۱سېل:
د احسان الله آرینزي د کیسو دویمه مجموعه د »سېل« په نوم په ۳۱۳۴هـ.ش. کال کې د افغانستان د لیکوالو انجمن له خوا په (۳۳) مخونو کې چاپ شو ې او د لیکوال دغه اته لنډې کیسې پکې خپرې شوې دي:
کور، سرې جنډې، سېل، قاتل، خپل کلی ــ خپل کور، سرې وینې او سره زر، پردیسي او کال بند ښار.
ښاغلي لیکوال عبید الله محک پر دغه داستاني ټولګه سریزه کښلې او د هغو کلونو د ادبي وضعیت او د لیکوال پر داستاني لیکنو یې بحث کړی دی. د دې سریزې ځینو برخو ته تم کېږو:
«احسان الله آرینزي د خپلې لومړنۍ او دویمې مجموعې تر مینځ دومره واټن وهلی دی چې که سړی یې په ژوره توګه وڅېړي نو له لفظي او ژبني ګډون پرته به ونه پوهېږي چې دا وروستۍ مجموعه هم د »شلېدلي تارونه« د مجموعې د لیکوال ده. په وروستۍ مجموعه کې لیکوال د جنګ، جګړې د ورانیو بربادیو او په هغې کې د خلکو د خواریو، ربړونو او اروایي حاالتو انځورونه څه په سمبولیکه ژبه او څه هم په ساده ژبه وړاندې کړي دي. هغه دلته ډېر هنر ته پام ساتلی دی، تر خپل تعهده پورې او یا په بله ژبه هغه خپل تعهد دوه اړخیزه کړی دی. له یوې خوا د خپل لید ډول او له بلې خوا د هنر په برابر کې تعهد، چې زما له نظره په دې کار کې بریالی هم دی…« (آرینزی، :۳۱۱۴ ب ــ ج)
د «سېل» داستاني ټولګه په همدغه کال کې یو ځل بیا هم په پېښور کې د اسیا د خپرونو د دفتر له لوري په (۳۱۴) مخونو کې چاپ شوې او له دغه نوي چاپ سره یې د لومړنۍ ټولګې »شلېدلي تارونه« هم په پای کې ورسره یو ځای کړې ده. (آرینزی، :۳۱۱۴ ۲۳ ــ ۳۴۲)
دغه راز په پای کې یې د څو کیسو انګلیسي لنډيز هم ورسره راوړی دی.
.۱ تندر:
«تندر» د ښاغلي آرینزي د لنډو کیسو درېمه خپره شوې ټولګه ده. دغه ټولګه په ۳۱۳۳هـ.ش.)۱۴۴۱م.( کال کې د االزهر مؤسسې له لوري په کابل کې چاپ شوې ده. د دغه اثر د سریزې پر ځای د دري ژبې د پیاوړي کیسه لیکونکي رهنورد زیارت یوه لیکنه راغلې ده. دا د کیسه لیکنې په اړه یو تیوریکي بحث دی، خو د آرینزي د کیسو په اړه هیڅ یادونه پکې نشته. او ځکه خو یې د کیسو د ټولګې په سریزه کې خپرول هیڅ الزم نه وو.
په «تندر» کې دغه (۳۱) کیسې خپرې شوې دي:
قفس، اوښکې، ژرنده ګړی، تندر، تورخال، کمکی غل، نوې ګړۍ، اور، فراري، ډوډۍ، نښه، وا ورینک او شلېدلي تارونه.
باید یادونه وشي چې »شلېدلي تارونه« د هغه د لومړنۍ داستاني ټولګې نوم هم دی او په همدې سرلیک دغه کیسه په یاده لومړنۍ مجموعه کې راغلې او دلته بیا هم چاپ شوې ده.
.۴ نښه:
«نښه» د آرینزي د کیسو کلیات دي. په دغه ټولګه کې د لیکوال د پخوانیو دریو چاپ شویو مجموعو: »شلېدلي تارونه« ، »سېل« او »تندر« ټولې (۱۲) کیسې راغلې دي، خو د دې په څنګ کې یې په دغو کلیاتو کې څلور نورې داسې نوې کیسې هم ورسره یو ځای کړې دي چې په یادو داستاني مجموعو کې نه دي چاپ شوي. د دغو څلورو کیسو سرلیکونه دا دي: پیرزوینه، د وینو پور، هدیره، مارغه زرین، دغه ټولګه په ۳۱۳۲هـ.ش. )۱۴۴۳م.(کې په کابل کې د االزهر خپرندویه ټولنې له لوري په (۱۴۴) مخونو کې چاپ شوې ده.
د دې اثر په سریزه کې لیکوال د خپلو کیسو په اړه په تفصیل سره غږېدلی دی. هغه د خپلو کیسو پر پخوانیو مجموعو سریزې نه دي لیکلي، نورو لیکوالو پرې سریزې لیکلې دي، خو پر دغه ټولګه یې خپله سریزه کښلې ده. د دغې سریزې ځینو برخو ته هم تم کېږو.
«دا کتاب چې ستاسو مخې ته پروت دی، نښه نومېږي او زما د ژوند د دېر شو کلونو د لنډو کیسو مجموعه ده. په دې کتاب کې ښاغلي لوستونکي د لیکوال هغه لنډې کیسې لولي چې له ۳۱۳۱هـ.ش. څخه تراوسه لیکل شوې دي. په لومړي سر کې زه د ننګرهار په وزیرو کې د ۱۲ تعلیمي مرکز سرتېری وم چې یوه ورځ مې وزیرو ته د تګ پر مهال، د ماهیپر په پیچومو کې د یو موټر په اوښتو کې د څو کوچیانو چغې واورېدلې او همغه مې ولیکلې او په دې توګه زما لومړنۍ کیسه وزېږېده. دا لړۍ تر اوسه پورې روانه ده.
سره له دې چې زه په عمر پوخ شوم، خو زما کیسې ال پخوالي ته نه دي رسېدلي او خپلې ستونزې لري. دا کیسه به له تخنیکي او تکنیکي پلوه ډېرې ستونزې ولري، خو زما د ژوند د لومړنۍ تجربې په توګه ځانګړی ځای لري. له ۳۱۳۱هـ.ش. څخه تراوسه له بده مرغه افغانستان د پرله پسې کودتاګانو، یرغلونو او کورنیو جګړو له امله د اور او وینو په یوه توپاني سمندر الهو شوی دی.
د نړۍ ډېر «ایزمونه» دلته راغلل، خو د افغاني ټولنې له عقیدتي او فکري او قومي ــ قبیلوي جوړښتونو سره د ټکر له امله له ماتو سره مخامخ شول او په شا لاړل. دا تک راتګ د افغانستان لپاره ډېر ګران پریوت… د خوځښت، اوښتون، یرغل، کورنۍ جګړې، تورتم، وحشت، بربریت او لوټمار په دې دېرشو کلونو کې د هیچا فکر په ټپه نه درېږي او په پرله پسې توګه بدلېږي.
په دې مجموعه کې چې اوس ستاسو مخې ته پرانستې ده، لیکوال په لومړي سر کې د اوښتون لپاره کار کوي او د «خان» د ځپلو لپاره ټوپک غواړي، خو هغه وخت چې ټول په وژلو ستړي کېږي، لیکوال هم خپل اتل په داسې حالت کې انځوروي چې »ټوپک« اور ته غورځوي…
ګرانو لوستونکو! ما هیڅکله سمدالسه کیسه نه ده لیکلې، یو څه زما په ذهن کې وي، بیا یو شی ووینم، دا ورشي او هلته زما په ذهن کې له پخواني یادښت سره یو ځای شي، بیا یو څه ولولم، یو څه واورم، او یو څه لمس کړم، د دې لیدنو، کتنو، اورېدنو او موندنو هغه برخې چې زما د ذهن لومړنی انځور بشپړولی شي، ورو ورو سره نژدې کېږي او په پای کې په یوه لنډه کیسه اوړي. کېدای شي چې دغسې بشپړوالي لس کاله وخت نیولی وي. له ما سره اوس هم داسې طرحې شته چې شل کاله مخکې مې لیکلي، خو تراوسه نه دي بشپړې شوې. کېدای شي چې په راتلونکي کې داسې څه ووینم، واورم او ولولم چې دا نیمګرې طرحې په لنډو کیسو واوړي.»
(آرنیزی، :۳۱۳۲ الف ــ ج)
.۳ داسې ومره چې ته خاندې:
(چاپ ته چمتو داستاني ټولګه)
دا د ښاغلي آرینزي د کیسو هغه مجموعه ده چې چاپ ته چمتو ده او هیله ده چې ژر تر ژره چاپ او خپره شي. د ښاغلي لیکوال په خپل قول په دې مجموعه کې د هغه د ۱۴۳۲ څخه تر ۱۴۱۱م. په منځ کې کلونو کې لیکلې شوې کیسې راټولې شوې، په نورو چاپي مجموعو کې نه دي راغلي او ځینې یې په متفرق ډول چاپ شوي او یا په انالین توګه خپرې شوې دي.
د دغو (۱۳) لنډو کیسو سرلیکونه دا دي:
د خمتا کمیس، د پېغور زور، انځور، د مور هیله، د ګیتار ارمان، غلط ګومان، نوې ملګرتیا، اوښکې، مینه او مېنه، زه به دا ټوپک مات کړم، رژیدلي ارمانونه، نیمګری ارمان، داسې ومره چې ته خاندې، د سرتېر خندا، مړ ژوندی، مخ، د نیمې شپې کډه، د بوډا او سپین ږیري سیالي، سندغاړې، دویم واده او شنه زرغونه. (آرینزی، ۱۴۱۴ قلمي یاداښت))
د آرینزي د کیسو ځانګړتیاوې:
لکه د خپلو خبرو په پیل کې چې مې اشاره ورته وکړه، آرینزی د هغه نوي افغان لیکوال نسل په کتار کې دی چې د کیسه لیکنې له لومړنیو هڅو سره سم یې په افغانستان کې داسې پېښې رامنځته شوې چې د فکري ــ ایډیالوژیکو ریښو لرونکې وې، د انقال ب او بدلون او مهاجرت او جهاد او مقاومت او ترقۍ او سوکالۍ شعارونه ورسره تړلي وو، خو په دغو ټولو اوږدو کلولو کې یې د افغانانو لپاره یوازې جګړې، غمېزې، کړاوونه، زندانونه، کډوالۍ او بدمرغۍ وزېږولې. له همدې کبله، کله چې د دغه نسل د یو استازي په توګه د آرینزي کیسې لولو او خبرې پرې کوو، دغسې یوه فضا، یو چاپیریال مو باید مخې ته انځور کړی وي.
که د دغه نسل په لیکوالو کې د کیسو په موضوعي مطالعه کې د دې چاپیریال تصویرونه ونه وینو، بیا خو یې د خپلې زمانې، د خپل چاپیریال افغان لیکوال نشو ګڼلی او له همدې کبله الزمه ده چې د آرینزي د کیسو د ځانګړتیاوو د تشریح په برخه کې مو دغو مسایلو ته مخکې له مخکې پام اړولی وي.
.۳د افغانستان همدغه غمېزه د آرینزي د کیسو یوه اساسي موضوعي ځانګړتیا ده. جنګ، د جنګ بېال بېلې بدمرغۍ د هغه په کیسو کې ځان راڅرګندوي.
د قاتل په نوم کیسه د افغانستان د جګړې د لوی ماتم دقیقه رواني انځورګري کوي. جګړه پر وطن، د وطن پر خلکو څه کانې کوي:
»آ…ا…آخ…«
ناڅاپه مې ځوان ښوونکی مراد ولید چې لوېږي او پاڅېږي او تروره تروره ځغلي. لکه چې په دې مخامخ دوړو کې د ده کور و. ما هلته څه شی نه لیدل، شنې لوخړې پورته کېدې او د اور یوې نیمې سرې لمبې به هغه ځای لږ روښانه شانې کړ.
داسې ښکاریده چې ده خپل کور ته وردانګل او غوڅې غوڅې نارې یې وهلې:
ــ نوا… به… اجم… اجمله…
نور نو په ما کې هم د تګ واک نه و پاتې. ودرېدم او د ده په ننداره بوخت شوم. دی د خاورو یوه څلي ته وخوت. په بیړه یې شا او خوا وکتل او په منګولو یې په خاورو برید وکړ، لکه چې ده خپل کور پېژندلی و. ما هیڅ مرسته نه شوای کوالی. د درېدلو توان مې نه درلود. د اور لمبو زما سیوری دومره اوږد کړی و چې کله کله به زما د سر سیوری ان د مراد پښو ته ورسېد. ده ال هم چغې وهلې:
ــ اجمله… اجمله زویه… نوابه ز…
تر پښو الندې یې د خاورو له انبار څخه ال هم دوړې پورته کېدې او ده همغسې په منګولو خاورې را بېرته کولې. زه ال هم د ده په ننداره بوخت وم. ځان رانه هېر شوی او جامې مې ورو ورو په وینو سرې کېدې. ډډه مې سوزېده او له خوځېدو نه پاتې وم…
ناڅاپه مې له لېرې یو ښځینه غږ تر غوږو شو:
ــ چېرته دي؟ ودې موندل؟ ژوندي دي؟
خو کله یې چې د مراد تشو السونو ته وکتل، دې هم چېغې کړې:
ــ نوابه زویه … اجمله زویه …
او چې کتل مې دا هم د مراد څنګ ته ناسته وه او په منګولو یې خاورې را بېرته کولې…« )آرینزی، :۳۱۳۴ ۱۱ ــ ۱۱(
د کلي د یو ښوونکي او د هغه د ښځې دغه حالت چې کور یې په بمباریو کې لوټه لوټه شوی دی، د وطن د اوږدې غمېزې یو اړخ موږ ته راڅرګندوي. دغه راز د جنګ جګړو په اوږدو کې د لوږې او تندې او غربت دغه تصویر څومره ښه په «خپل کلي، خپل کو ر» نومې کیسه کې راته ښکاره کوي:
« … نور نو په ده کې د خوځېدو توان نه و پاتې او پښو یې حرکت نه کاوه. یوې خواته کېناست او وچه ډوډۍ یې راویسته.
الروي لومړۍ ګوله ال نه وه تېره کړې چې مخامخ د ونې شاته کوم شی وخوځېد او د بوټو د پاڼو او ښاخونو شاته د یوې ښځې غږ واورېدل شو. دی ښه ورته ځير شو. ښځه ورو پاڅېده او په تته رڼا کې الروي ته ځیر شوه، بدن یې په څیري څیري جامو پټ و. لږ ځنډ وروسته ښځه له بوټو څخه را بهر شوه او پرته له دې چې خپلې وږې سترګې، د وچې ډوډۍ له ټوټو څخه واړوي، وړاندې ورغله او الروي ته یې خپل الس اوږد کړ. الروي څو ټوټې ډوډۍ ورکړه او ښځې ته یې په ځیر وکتل… لکه چې دا ښځه یې چېرته لیدلې وه؟!
الروي ښه فکر وکړ، ذهن یې ورسره مرسته وکړه او ښځه یې وپېژندله. زړه یې وشو چې په کوکو، کوکو وژاړي او خپل دوک وباسي.
ده دا ښځه له ډېرې مودې راهیسې پېژندله او ډېرې سړې او تودې یې له ده سره ګاللې وې. ښځې د وچې ډوډۍ ټوټو ته داسې کتل، لکه د سرو زرو دانو ته چې ګوري. ډوډۍ یې واخیسته او لږ لیرې په ګونډو شو. ښځې هم الروي ته په ځير کتل. په سوچونو کې الهو شوه او د ډوډۍ ګوله یې خپلو وچو شونډو ته نژدې کړه، خو ناڅاپي یې الس راښکته کړ او د ډوډۍ د ټوټو په شمېرلو بوخته شوه:
ــ یو… دوه… درې… څلور…
او چیغې یې کړې:
ــ راځئ… مه ویرېږئ… دا سړی تاسو نه خوري!
د ونې په شا کې له یوه تیاره سوري څخه لومړی یو سر او بیا دوه نور او بیا څلورم سر راښکاره شو. د سترګو په رپ کې څلور کمکیان راووتل او د الروي په ننداره بوخت شول. بیا یې یو بل ته وکتل او په لوټو کې ورو ورو راروان شول. ټول لوڅ او د لمر په لمبو سوزیدلي وو. داسې ښکارېده چې څلور اسکلیټونه راراوان دي، خو خېټې یې پړسېدلې ښکارېدلې…» (آرینزی، :۳۱۱۴ ۱۱ ــ ۱۱)
لیکوال د تنظیم واکۍ په داخلي جګړو کې په ال ژوره توګه د وطن د غمیز و پېښې په ال زیات دقت موږ ته بیانوي. دی له هغو لیکوالو څخه دی چې د جهادي تنظیمونو د واک د ساتلو یا نیولو په جګړو کې له نږدې د دغو پېښو شاهد و. د جهادي تنظیمونو او ملیشو هغه نادودې یې په خپلو سترګو لیدلي چې په تېره بیا په کابل کې پېښې شوې دي. »کمکی غل« نومې کیسه د همدغې غمیزې یو اړخ راڅرګندوي:
«… دوران د کوڅې په سر کې، د دیوال کونج ته ودرېد او مخامخ یې وکتل. د پالر له مر ګ وروسته دوی په کور کې درې کسه پاتې وو. دوران اوس نو د کور ګټندوی بلل کېده. ده به د بامونو واورې توږلې او د ډوډۍ د پخولو لپاره به یې لرګي راټولول. دوران همغسې چې شاوخوا سیمې څارلې، د خپل کمکي ورور مردان خبرې ته چورت وړی و:
ــ الال یو اوږد للګی الوله چې زه یې آس کلم.
دوران ځان له دې سوچونو څخه راویست او غوږونه یې څک کړل. د ډوډۍ په وخت کې به د ملیشو ټولګي په خپلو مورچلو کې نه ښکارېدل. دوران ورو ورو وړاندې وخوځېد، په لوټو، خښتو او تیږو باندې روان و. شاوخوا ړنګې کوټې وهمناکې ښکارېدې. دوه درې ځایه لوګي پاس جګېدل. د ډزو آوازونه اورېدل کېدل. د ژمي سړه هوا چلیده او د دوران پزه یې سېزله.
دوران به کله کله د ورځې او کله کله د شپې په پټه، د لرګو په راټولو پسې له کوره راوتو. د غال د لرګو کمکۍ پنډه به یې کور ته برابروله. دوی به نیمایي لرګي سېزل او نیمایي به یې دوه ــ درې کوڅې هاخوا خرڅول. دوران د قلیچ له نامه څخه ډېر بېرېده. د دوی د کوڅې علي د قلیچ په وهلو ګوډ شوی او د ده پالر د قلیچ په ګولیو وژل شوی و. سروری، دوران ته ویلي وو چې قلیچ هیڅ نه خاندي او چې کله نور ژاړي، دی خوشحاله کېږي د ښار دې ورانو کوڅو د دوران کورنۍ ته روز ي رسوله. ده به د زړو وسپنو، هډوکو او سوزېدلو لرګو غال کوله. د ډوډۍ د پیدا کولو لپاره یوازې یوه الره پاتې وه، غال او بس!
د دوران په شان هلکانو ښوونځي وسوز ېدل او دوی په کمکیو کمکیو غلو بدل شول! ملېشې دې کمکیو غلو ته ډېر په غوسه وو. دوی یې د خپلې شتمنۍ غله بلل، دوی یې د خپلې پاچایۍ په سیمه تېري کوونکي بلل. ځکه نو دوی د کمکیو غلو وهلو او ان وژلو ته تیار ناست وو. دوران په تېرو دوو میاشتو کې، د غال په چمونو لږ لږ پوهېدلی و. پټ تګ او راتګ یې زده کړی و. له دیوالونو څخه د لرګو په راکوزولو او تښتولو پوهېدلی و. دوران له ګولیو څخه ډېر بیرېده، ځکه چې پال ر یې په همدې ګولیو وژل شوی او نبي د ده همزولی، په همدې ګولیو ړوند شوی و. د ژمي دا ورځ د لمر په وړانګو توده ښکارېده، ده ار مان وکړ چې دریغه وریځ وای، واوره او تیاره وای، د کارغانو آوازونه او د سپو غپا په ده ډېر بدلګېدل…
…دوران سخت وبېرېد. که یې چېغې کړې وای، وسله وال سړي خبرېدل، ټول وجود یې په خولو کې لوند شو، سر یې وچورلید، زړه یې ناکراره ټوپونه ووهل، خوله یې وچه شوه او شا او خوا یې وکتل. هلته الندې یو مړی پروت و. دوران د پاڅېدو او منډو نه و. سر یې نور هم وچورلېد او سترګې یې پټې پټې شوې. ناڅاپه یې څو وسله وال کسان ولیدل چې د ده په لور راروان دي. دوران ولړزېد، د ویني حرکت یې ګړندی شو، السونه یې کرخت غوندې شول او دې چېغې یې په غوږونو کې تتې انګازې جوړې کړې:
ــ را پاڅه، د سپي بچیه چې ولم دې!
همغه سړي دوه درې هوایي ډزې وکړې او بیا یې د ټوپک خوله دوران ته سیخه کړه:
ــ را پاڅه، د سپي بچیه، غله!
دوران ته ژړا ورغله. د پاڅېدو نه و. ورو غوندې وخوځېده. سترګې یې ښې وغړولې، شاوخوا هیڅوک هم نه و. د وهمونو له ویرونکو منګولو څخه لږ فارغه شو. ساړه یې وشول. اسویلی یې ویست، د بوجۍ ځای ته ستون او بیا په بېړه په خپل کار لګیا شو. څو شېبې ال نه وې تېرې چې بیا یې یو ګنګوسی تر غوږو شو. درې څلور کسان هلته لېرې راښکاره شول… په خاپوړو خاپوړو یې ځان یوې کندې ته ورساوه او هلته پټ شو، لمر لوېدو ته نژدې شوی و. د آسمان لمنې ده ته د وینو په شان سرې ښکاره شوې. دوران ډېر وږی و، ورو یې سر جګ کړ چې وګوري هغه کسان شته که تللي دي؟ نژدې و چې زړه یې پړک وچوي، هغه کسان کټ مټ د همدې کندې په لور راروان وو. دوران ته بیا ژړا ورغله. پوه شو چې په الس ورغی. نه د تېښتې الر وه او نه په چېغو خال صیدای شوای. و سله وال کسان راور سېدل. یوه له دوارن څخه وپوښتل:
ــ دلته دې څه کول؟
د دوران ژبه بنده شوه. وسله وال بیا پوښتنه وکړه:
ــ دلته دې څه کول؟
دوران په زیږدېدونکي آواز ځواب ورکړ:
ــ هیڅ… هیڅ… الره مې ورکه کړې ده.
بل وسله وال، لومړي ته وویل:
ــ دا غل له هغه کورونو راځي، د ده پالر هم همدلته مردار شوی و.
لومړي وسله وال، دوران تر ویښتانو ونیوه:
ــ ته اوس هم موږ ته درواغ وایې؟ الره دې ورکه کړې ده هه؟ ته راځه چې زه یې درته وښیم.
دوه در ې څپېړې یې ورکړې. دوران وغورځېد او ویې ژړل.
ــ غل نه یم، په لرګو پسې نه یم راغلی!
وسله وال بیا تر ویښتانو ونیوه او څو نورې څپېړې یې ورکړې. د دوران اوښکې وبهيدې او ویې ویل:
ــ په خدای قسم چې غل نه یم!
دا ځل دوهم وسله وال، څو څپېړې ورکړې او ویې ویل:
ــ سپیو! ځانونه په غال چلوئ. ادې ګانو ته مو ووایاست چې په غال ژوند نه کېږي. موږ به روپۍ، غالۍ، غوښې او وریجې هر څه ورکړو!!
بیا یې دوران ته څو څپېړې ورکړې او ویې ویل:
ــ ځه د سپي بچیه! چې بیا دې دلته ونه وینم.
دوران په ژړا کې خوشاله غوندې شو. مخ یې ډېر سوزېده او په بېړه روان شو. لس پنځلس ګامه ال نه و تللی چې دوه ډزې وشوې.
په کلکه وبېرېده او شاته یې وکتل، وسله وال کسان د ده د بوجۍ څنګ ته درېدلي وو. د مور خبرې ور په زړه شوې:
ــ پام کوه بچیه چې ونه تښتې… د پالر په شان به دې وژني! او ځای په ځای ودرېد…« (آرینزی، :۳۱۳۲ ۱۱۳ ــ ۱۴۱)
د ښاغلي آرینزي زیاتره دغه کیسې د افغانستان د اوږدې جګړې د بېال بېلو څنډو انځورګر ي زموږ مخې ته ږدي. څنګه جګړې انسان بدلوی، څنګه یې پر وحشي ځناورو بدلوي، له ځناورو یې ال زیات خونړي کوي، څنګه د خلکو زړونه پر تیږو بدلوي؟ د جنګ له کبله غربت له خلکو څه ډول موجودات جوړوي، څنګه د ټولنې ارزښتونه بدلوي، څنګه ټولنه، انسانان د نویو بدمرغیو سمندر ته ورګو زار وي.
د آرینزي د کیسو زیاتره موضوعات په همدغو مسایلو پورې مربوط دي، خو د یوې وروستۍ بېلګې په توګه به یې د لیکوال د داسې یوې کیسې ځینې برخې هم ولولو چې ال د هغه د کیسو په مجموعو کې نه ده چاپ شو ې او یوازې د لیکوال په فیسبوک پاڼه کې په انالین بڼه خپره شوې ده. د دې کیسې سرلیک دی: » د سرتېر خندا« او دغه کیسه په انسان کې د جنګ د ژورو ټپونو څرګندونه کوي. په دې کیسه کې لیکوال د یو داسې »سرتېر« کیسه کوي چې پالر یې هم په همدې اوږده جګړه کې خپل ژوند بایللی، ډېرو نورو هم په همدغو جنګونو کې خپل هر څه، خپل ژوند له السه ورکړی، خو مشران یې ال هم له جنګه ګټه کوي او ال هم خپله سوداګري په همدغو جګړو کې ګوري. څو برخې یې سره لولو:
«… د مور او زوی هره لیدنه غمجنه وه. مور به خپل زوی ته په مینه مینه کتل، خو زوی مور نه پېژندله. په دې ورځ زوی خپلې د کاڼو او شګو خونې ښاپېرۍ ته وښودې او داسې غږونه یې له خولې ویستل، لکه څه چې وایي، خو مور د خواږه زوی په ګنګړو خبرو نه پوهېده.
دا شپږم کال و چې سرتېر خبرې نه شوای کوالی، خو شونډې او ژبه به یې داسې خوځول لکه څه چې ویل غواړي. کله به یې داسې چېغې غوندې څه ویل او السونه به یې لور په لور غورځول. نن چې مور او زوی سره مخامخ شول، سرتېر په ځیره د پیر هغه لویې برجورې کال ته کتل چې له دوو کلونو راهیسې تر کار الندې وه. دې جګې کال څلور غټ برجونه درلودل او دومره اوږده او لویه وه چې سترګې به یې په لیدو ستومانه کېدې. مور خپل زوی تر الس ونیو او دواړه د کور په لور روان شول. په داسې وختونو کې به کلیوال له سرتېر څخه نه بیرېدل. له سرتېر څخه د بېرېدلو وختونه معلوم وو.
کله به چې سرتېر له مور سره روان و، ژوبله پښه به یې په کراره کشوله، په هماغه جګړه کې چې سرتېر ټپي شو، د هغه یوه پښه لنډه او مال کږه شوه او داسې ارت ارت به روان و، لکه دوه کسان چې په یوه جامه کې ننوتلي وي. خو د کلي ماشومان به هر وخت له سرتېر څخه ویرېدل. د سرتېر دا پلن پلن تګ او د خندا څپې، هغه شیان وو چې ماشومان یې بېرول. سرتېر د خپل ړنګ کور په مخ کې ودرېد، دی دومره ستومانه او په خولو لوند و، تا ویل چې له لسو کسانو سره یې غېږه نیولې ده. له خولې څخه یې سپین ځګونه وتلي او سترګې یې د پیر نوې برجورې کال ته نیولې وې…
مور له لمانځه وروسته د ډیوې په رڼا کې پوه شوه چې د زوی سترګې یې په اوښکو لمدې دي او شونډې داسې خوځوي لکه چې څه وایي. سرتېر سوړ اسویلی ویست او د لومړي ځل دپاره یې د مور الس په الس کې ونیو…
… بله اوونۍ په کلي کې یوه مدرسه پرانیستل کېده. پیر دا مدرسه په یو کال کې په ډېر لګښت ودانه کړې وه. د پر انیستې په ورځ کلي ته ډېر مېلمانه راروان وو… پیر صیب دوه غبرګ غوایان حالل کړي او شل دوه ویشت کټوې په نغرو بار وې. په دې ورځ سرتېر د کور زاړه بکسونه پلټل. ښاپېرۍ ببۍ څو ځلې په زوی غږ وکړ چې څه غواړي او څه پلټي، خو سرتېر لګیا و او کالي یې اړول را اړول. غر مه مهال سرتېر د خپل پالر هغه جامې، د مور په غوټه کې وموندې چې څو کاله مخکې پکې وژل شوی و. سرتېر د همدې جامو په اغوستلو بوخت شو. مور اریانه وه چې بچی څه غواړي… سرتېر د جامو له اغوستلو وروسته له کوره ووت او هغه ځای ته روان شو چې کلیوال او مېلمانه غونډ شوي وو، په ګڼه ګوڼه کې ځینو کلیوالو له سرتېر سره مرسته وکړه چې مخکې الړ شي.
نن سرتېر ډېر کرار ښکارېده. له غرمنۍ وروسته پیر په دریځ ودرېد او خپله وینا یې پیل کړه. دا وخت دوه کمکي هلکان راغلل چې سره سپین ښکارېدل او پاکې جامې یې اغوستې وې. یو کلیوال بل ته وویل:
ــ دا د پیر صیب د درېمې مېرمنې زامن دي چې په ښار کې اوسي.
پیر خپلو خبرو ته دوام ورکړ:
ــ نن د الله پاک شکر ادا کوم چې…
یو کلیوال خپل ملګري ته ورو وویل:
ــ تر پیر مبارک صدکه شم له دریو مېرمنو پنځلس زامن او لورانې لري.
پیر وویل:
ــ الله دې دې ولس ته د خپلې مېړانې او سرښندنې اجرونه ورکړي…
سرتېر شا او خوا وکتل. د ده پالر او د ده د پالر د وخت ډېر کسان په حاضرو ژوندو کې نه ښکارېدل. سرتېر مخ شاته واړاوه او اديرې ته یې وکتل چې باد یې په سلګونو سپینې او شنې جنډې رپولې. پیر وویل:
ــ زموږ نننی بری د هغو شهیدانو د وینو برکت دی…
سرتېر پاڅېد. مخامخ یې د پیر لویې برجورې کال او شاته د ادیرې رنګا رنګ جنډو ته وکتل او د دریځ په لور په مخ وخوځېد. خلکو
سرتېر ته الر ورکړه او یو بل ته یې داسې کتل، لکه نن چې یو بل سرتېر راغلی دی. د پیر خبرې پای ته رسېدلې وې، خو سرتېر د هغه دا خبره واورېده چې یو چاته یې وویل:
ــ مسلمانه دا کټوې څه کوئ. کټوې به څلو ر میاشتې وروسته وخورئ چې له خیره زما د څلورم واده دپاره بار وي.
بیا یې خپلې نوې برجورې کال ته وکتل:
ــ تر هغو به دا جونګړه هم له خیره بشپړه شوې وي؟
سرتېر پیر ته نژدې ودرېد. لومړی یې خپل ړنګ کور ته وکتل، بیا یې په خپل ځان کې، د پالر هغه کمیس ته وکتل چې شل ځایه په مرمیو سوري و، بیا د پیر برجورې کال ته ځیر شو… ناڅاپه په پیر وروغورځېد او په هغه چاړه یې لس، دولس ګوزارونه پرې وکړل چې په پټه یې له کوره اخیستی وه…« )آرینزی، ۱۴۱۱ ــ فیسبوک)
.۱ د آرینزي کیسې د افغان غمیزې د بېال بېلو اړخونو رواني اړخونو ته هم پام وراړوي. د دې په څنګ کې د خلکو د ژوند ځینې نورې برخې هم له پامه نه دي غورځول شوي. د جګړو د کیسو د یادونو په لړ کې مو د هغو آثارو رواني اړخونه ولیدل. په »شلېد لي تارونه«نومې مجموعه کې د «سپین ټوکر» په نوم کیسه سره له دې چې عمومي سوژه یې د هغه وخت د نظام )کیسه په ۳۱۱۴ لمریز کال کې لیکل شوې ده( د خان او بزګر د تضاد یوه تکراري سوژه ده، خو د کرکټرونو رواني اړخ یې ډېر منطقي او دقیق تصویر کړی دی. د لومړي شخص لیدلوري په کیسو کې د کرکټر د رواني اړخونو د تصویرولو لپاره غوره لیدلوری دی او له همدې کبله لیکوال په دقت دې کیسې ته دغه لیدلوری ټاکلی دی. دلته یې ځینو برخو ته توجه کوو:
»… او له ځانه سره موسکی شو:
ــ ښکاري چې دارو درمل ګټه ورورسوله.
ما همدومره وویل:
ــ هو… و…
بیا یې ماته وکتل او ویې ویل:
ــ آه خدایه چې دې کمکي څومره پوروړی کړم!
د ده خبره مې غوڅه کړه. زما په غږ کې د مرګ او نیستۍ څپې پرتې وې او ومې ویل:
ــ هغه اوس بلکل ښه شوی دی. په کراره پروت دی.
او دی مې هغې بلې کوټې ته بوت. د کوټې ور بېرته و او هغه سپین ټو کر چې د وړوکي اجمل په مړي پروت و، له ورایه ښکارېده.
ماښامنۍ تیاره ورو ورو ډېرېده او په کوټه کې د کمزورې ډیوې رڼا تته تته خورېده. په کوټه کې د مرګ د بوی وږم خور و. هغه ال هم نه و پوهېدلی چې څومره ستره فاجعه پېښه شوې ده. ورو ورو اجمل ته ورنږدې کېده. د کریږو زور زما ستونی بند بند کاوه. نور مې نو د پېښېدونکې صحنې د لیدو وس نه درلود، په شا وګرځېدم او خپله خوله مې په دواړو السونو پټه ونیوه. ما نه غوښتل چې د اجمل له مړي سره د ده د مخامخ کېدو لومړنۍ شېبې په سترګو ووینم. دا وس مې نه درلود چې د داسې یو بېوزله پالر او ښکې ووینم چې د خپل ژوند یوازینۍ بله ډیوه یې هم له السه ورکړې وي. ما بهر ورو ورو ژړل. مخکې مې ښه ډېر ژړلي وو. نو ر نو په زړه کې زور او په سترګو کې اوښکې نه وې راپاتې. څو شېبې ال نه وې تېرې شوې چې ناڅاپه مې راز راز غږونه غوږ ته راورسېدل او د خپل خاوند خندا مې واورېده. کټ مټ هغه خندا چې له اجمل سره به یې کوله. ما ویل ګوندې کومه معجزه به پېښه شوې وي. کوټې ته مې ورو ځغستل او له حیرانتیا نه په ځای وچه ودرېدم. زما بیوزلي مېړه، د اجمل مړی را پورته کړی او له هغه سره یې لوبې کولې. ښکته یې غورځولو، پورته یې غورځولو. په سترګو او مخ یې ښکالوه او داسې څه یې ورته ویل چې زه نه پرې پوهېدم. ما هم چېغې کړې،
وروړاندې شوم. د اجمل مړی مې تر ې واخیست او بېرته مې په ځای پریباسه…« )آرینزی، :۳۱۱۱ ۳۱ ــ ۳۱(
سره له دې چې ښاغلی آرینزی د رواني کیسو لیکوال نه دی، خو په کیسو کې یې د اتالنو د ژوند او حاالتو رواني شېبې ځای ځای په ښه توګه تصویر شوې دي. په تېره بیا د افغانستان د لوی ماتم د بېال بېلو اړخو نو په راڅرګندولو کې دغه اړخونه د هغه په کیسو کې په ښه ډول لیدای شو.
.۱ د لیکوال په کیسو کې فضا جوړونې ته په ښه توګه پاملرنه شوې ده. د کیسو تصویر جوړونه یې د پام وړ ده. د داستاني شېبو د تصویر جوړونې په برخه کې یې د »ربړینه پیشو« په لنډه کیسه کې دغه یوه برخه لولو:
» ما تودې جامې اغوستې وې، السونه، سر او پښې مې ښه پټ کړي وو او د واورې ورېدو ته هوسېدم. ما له کوره د کوچنیانو د لوبو هغه ربړینه پیشکه را اخیستې وه چې یو کال د مخه مې یوه ملګري د لوبو له ډېرو نورو شیانو سره یو ځای له کوزو ملکو څخه رالېږلې وه. دا پیشکه اوس په ستن سورۍ وه او نه پړسېده.
زه په بېړه روان وم. د قصاب له دکان څخه چې د مخې واورې یې په وینو سرې وې، تېر شوم او د نانوایي شاته وڅرخېدم. له نانوایي نه ښه لېرې، د میداني په کیڼه خوا کې، چېرې چې د یخنۍ په وخت کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره لږ ه وي، د بایسکل ساز وړوکی دکان و. بایسکل ساز په یوه زړه لرګینه غرفه کې الس تر زنې ناست و او د واورې د یوې یوې پاغوندې راتګ به یې له پاسه تر ځمکې پورې په سترګو تعقیباوه. د غرفې په دیوالونو باندې د زړو بایسکلونو پرزې زړول شوې وې. غرفه ډېره کوچنۍ او خورا سړه وه. بایسکل ساز خپل دواړه السونه په تجرګ کې نیولي او پښې یې له یخنۍ نه رېږدېدلې. بایسکل ساز زما په لیدو خوشاله نه شو، ځکه ما بایسکل نه درلود. سالم مې ورکړ او پیشۍ مې ورته وښوده:
ــ دا پیشکه په ستن سورۍ شوې ده!
د بایسکل ساز چې پزه یې له ډېرې یخنۍ نه تکه سره اوښتې وه، پیشکه په خیرن مېز کېښوده او خپل دواړه السونه یې کوف کړل:
ــ جوړوم یې خو پنځه افغانۍ کېږي…« (آرینزی، :۳۱۱۱ ۳۲)
د آرینزي په کیسو کې د په زړه پورې تصویرونو بېال بېلې ټوټې لیدای شو او په لوستو یې هغه پېښې، فضا او چاپیریال لکه د انځورګرۍ د تابلوګانو او یا په سینما کې د فلم د ځینو برخو د لیدو په څېر، هغه شېبې او د شېبو تصویرونه د لوستونکو سترګو ته درېږي.
.۴ د آرینزي په کیسو کې سمبولونه که زیات نه دي، خو بیا هم کله کله سر راښکاره کوي. ځينې داسې سمبولیکې کیسې هم د هغه په قلم کښل شوي چې کېدای شي د سمبولیکو کیسو حکم پرې وشي. په دې لړ کې یوه کیسه هم د »پیرزوینه« په نوم ده. دا یوه جالبه کیسه ده. په یوه غریبانه ر وغتون کې، غریبو او مظلومو ناروغانو ته، نه دوا شته، نه عادي او د ضرورت وړ خوراکي مواد، خو د یوې پروژې د غذایي توکو یو متخصص د دغه روغتون ناروغانو ته د غذایي بېال بېلو مهمو موادو او خوراکونو په اړه یو مسلکي لکچر ورکوي، هغوی د خوراک ډوډۍ نه لري او هغه متخصص و رته د داسې خوراکونو ګټې او ضرورت بیانوي چې دغو ناروغانو په خوب کې هم نه دي لیدلي او د دوی د ژوند له حاالتو سره، له دغه روغتون سره، له دغو ناروغانو سره او په حقیقت کې له دغه هېواد سره او د ژوند له منطق او اوسنیو واقیعتونو سره یې هیڅ سر نه خوري. داسې ده لکه ناروغان چې په خوب کې د متخصص خبرې اوري، لکه یوه خیالي افسانه چې د کوم جادوګر له خولې اوري.
» پيرزوینه« د هغه په »نښه« ټولګه کې خپره شوې ده او لیکوال په ۱۴۴۱م. کال کې کښلې ده. دا هغه کلونه دي چې په هېواد کې یو شمېر کسانو یا پروژیي مؤسسو په ځینو برخو کې داسې غربي نسخې تطبیقولې، چې د افغاني ټولنې له هغه وخت له منطق سره یې سمون نه لاره.
زما په نظر په دغه کیسه کې لیکوال په سمبولیکه بڼه پر دغه ډول کړنو او خیالي تجویزونو غوره طنزیه کیسه وړاندې کړې ده.
.۳ د آرینزي کیسې په معمولي ډول پیل شوې دي، ځینې یې آن لکه یوه اخباري لیکنه داسې یو پیل لري، البته ځینې یې په زړه پورې پیالمې هم لري، داسې چې د کیسې له پیل سره د لوستونکي تلوسه راپیدا کېږي. لوستونکی که د کیسې له پیالمې سره تلوسه پیدا کړي، د کیسې نورې برخې خامخا په لېوالتیا لولي. د غوره پیل د ځینو کیسو بېلګه به د هغه د »اور« پهنوم په کیسه کې ولولو:
» باقي خپل غورځیدلي کتابونه بېرته راپورته کړل. شاته یې وکتل او بیا یې په بېړه منډه وکړه. پالر یې ورپسې و او نارې یې وهلې:
ــ راونیسئ دا جمهو دی… دا مکتبي…
باقي په یبلو پښو مخکې او پالر یې ورپسې، دواړو منډې وهلې او د کلي په خاورینو الرو کې یې دوړې جګې کړې وې. له دوی دواړو سره بوخت د کلي څو وزګاره هلکانو او د هغو دوه دریو سپیو هم ځغستل او زیات شور زوږ یې جوړ کړی و. ورو ورو د باقي او انار اکا تر مینځ واټن زیاتېده، ځکه چې باقي ډېر مخکې شوی و.
ــ یه خلکو دا جمهو دی ونیسئ، زه د لوږې مرم، خو دی ښوونځي ته ځي!!
انار اکا ستړی ستومانه ودرېد، څو ښکنځلې یې وکړې او د ملک د لویې کال څنګ ته یې اړخ ولګاوه. د پښې یوه ګوته یې وینې وه.
د نسوارو دبلی یې راوکېښ، لږ نسوار یې د پښې په وړوکي ټپ واچول او بیا یې په ښکنځلو خوله پورې کړه…» (آرینزی، :۳۱۳۲
۱۳۱ ــ ۱۳۳)
دغه ډول پیل د لوستونکي او اورېدونکي تلوسه هماغه له پیله زیاتوي. دا د کیسو یو ډول »فعاله« او «متحرکه» «تلوسه ر اپارونکې» پیلامه ده او د کیسو په ښو پیالمو کې ګڼل کېدای شي.
د ښاغلي احسان الله آرینزي کیسې ځینې نورې ځانګړنې هم لري، خو زما په نظر یې عمومي همدغه دي. له تخنیکي او هنري پلوه هم د هغه په کیسو خبرې کېدای شي. هغه تر ډېره د کیسه لیکنې معیارونه په پام کې لرلي او په خپلو کیسو کې یې تر ډېره پام ورته کړی دی. د کیسو د لید زاویې یې د کیسو له روحیې سره برابرې غوره کړې دي.
د هغه د کیسو د ستاینې وړ اړخونو دیادونې په څنګ کې له دې خبرې هم سترګې نشو پټوالی چې ښایي په کیسو کې یې نیمګړې خواوې یا کمزورۍ هم وي. د هغه د لیکوالۍ د پیل د وخت کیسې د کابل د هغو کلونو یو ډول رسمي او ژورنالستیک نثر ته هم ورته دي او دا ټکی زموږ د ډېرو لیکوالو په لومړنیو کیسو کې ځان راڅرګندوي.
د وخت ځینې تکراري سوژې هم پکې شته دي، لکه د خان او بزګر د تضادونو او ظلمونو د هغو کلونو یو څه کلیشه یې او تکراري بیان، خو د لیکوال په وروستیو آثارو کې دغه تکرار نه را تر سترګو کېږي.
د موضوع له پلوه د هغه په کیسو کې کله کله متضاد فکري اړخونه را تر سترګو کېږي. لیکوال زیاتره د جګړې بدمرغۍ راڅرګندوي، له جګړو کرکه عاموي، خو کله کله )په تېره په لومړنیو کیسو کې( جګړه د اتلولۍ په یوه تار هم پییی، لکه د بېلګې په ډول «کال بند ښار» چې هغه پکې د جګړې د یو اړخ اتلولي ښیي، خو په نورو ډېرو کیسو کې جګړه ستره بدمرغي ګڼي او »طرف« یې نه معلوموي.
دا زموږ د یو شمېر لیکوالو په کیسو کې د »موضوعي« یا حتی »فکري« تضاد څرګندونه هم کوي. خپله لیکوال هم د »نښه« ټولګې په سریزه کې دې ټکي ته اشاره کړې ده. لکه چې مخکې مو هم اشاره ورته کړې ده او هغه خپله هم لیکلي دي: »… په دې دېرشو کلونو کې د هیچا فکر په ټپه نه درېږي او په پرله پسې توګه بدلېږي… لیکوال په لومړي سر کې د »اوښتون« لپاره کار کړی او د »خان« د ځپلو لپاره ټوپک غواړي، خو هغه وخت چې ټول په وژلو ستړي کېږي، لیکوال هم خپل اتل په داسې حالت کې انځوروي چې »ټوپک« اور ته غورځوي.« (آرینزی، :۳۱۳۲ ب ـ سریزه)
احسان الله آرینزی د افغانستان د نوي نسل پیاوړی کیسه لیکونکی دی، سره له دې چې هغه ډېرې زیاتې کیسې نه دي لیکلي او تر اوسه پورې یې د لیکلو کیسو شمېر د )۳۱( په شاو خوا کې دی، خو دا هم کافي کیسې دي او بې له شکه چې د پښتو معاصرې کیسه لیکنې په تاریخي مطالعه کې د یادونې وړ ځای لري.
آرینزي د افغانستان د اوږدې غمېزې ګڼ شمېر حاالت په داستاني بڼه وړاندې کړې دي، ډېرو غمګینو شېبو ته یې داستاني کالي ور اغوستي دي او د وینو، مرګونو او ماتمونو اوږده کلونه یې په خپلو داستاني هڅو کې په مهارت رانغاړلي دي، له همدې کبله آرینزی د افغانستان د اوږدې غمیزې د راوي په توګه د مطالعې وړ دی او کیسې یې د دغه روایت د بېلګو په توګه د پاملرنې وړ دي.
لمنلیک او څرګندونې:
ــ ټکور، افضل. (۳۱۱۱ش.) «دا لیکوال او دا څېرې«، کابل، د چاپ او خپرونو دولتي کمیټه.
ــ ټکور، افضل. (۳۴۴۱ش.) »دا لیکوال او دا څېرې« دویم چاپ، ترتیب او زیاتونې د محمد هارون صمیم. کندهار، صداقت خپرندویه ټولنه،
ــ آرینزی، احسان الله. (۳۱۱۱ش.) «شلېدلي تارونه» کابل، افغانستان د لیکوالو انجمن.
ــ آرینزی، احسان الله. (۳۱۱۴ش.) «سېل» کابل، د افغانستان د لیکوالو انجمن.
ــ آرینزی، احسان الله. (۳۱۳۴ش.) «سېل» دوهم چاپ، پېښور، د اسیا د خپرونو دفتر، (چاپ دانش کتابتون).
ــ آرینزی، احسان الله.(۳۱۳۲هـ.ش.) »نښه»، کابل، االزهر خپرندویه ټولنه.
ــ آرینزی، احسان الله.(۱۴۱۴م.) ــ د لیکوال خپل قلمي یادښت.)د هغه د ناچاپو کیسو په اړه(
ــ آرینزی، احسان الله. (۱۴۱۱م.) «د سرتېر خندا» د احسان الله ارینزي پر فیسبوک پاڼه (Arianzai Ehsanullah)