Homeخبرونهد ایټالیا د فېشن په ښار کې سیګرېټ په عامه ځایونو کې...

د ایټالیا د فېشن په ښار کې سیګرېټ په عامه ځایونو کې منع شو

تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدي ۱۳ مه) د ایټالیا د فېشن او اقتصاد په پلازمېنې، میلان کې، نور دباندې او عامه ځایونو کې هم د سګرېټ څکول منع شوي دي. دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې د بندیزونو په دوام کې تر ټولو سخت بندیز دی، چې موخه یې د ښار د هوا د کیفیت ښه کول دي.

په میلان، چې د ایټالیا دوهم لوی ښار دی، اوس په له سرپټو ځایونو دباندې او عامه ځایونو کې پر سګرېټ څکولو بندیز لګول شوی دی.

د ښاروالۍ له لوري دا بندیز د جنورۍ له لومړۍ نیټې نافذ شو، چې په ایټالیا کې د فېشن په پلازمېنې کې تر ټولو سخت بندیز ګڼل کېږي.

هغه کسان چې د دې نوي قانون سرغړونه کوي، ممکن له ۴۰ څخه تر ۲۴۰ یورو پورې جریمه شي.

ځايي چارواکي وايي چې دا بندیز د واټونو په شمول د “ټولو عامه ځایونو ” لپاره دی، خو یوازې په جلا او انفرادي ځایونو کې استثنا شته. په داسې ځایونو کې د سګرېټ څکوونکو لپاره ټاکل شوي شرایط برابر وي یعني له نورو خلکو څخه لږترلږه ۱۰ متره فاصله ساتل شوې وي. دا بندیز د هغه نوښت وروستی ګام دی چې په ۲۰۲۱ کال کې پیل شوی و، او هدف یې د ښار د هوا د کیفیت ښه کول دي. چارواکي وايي چې د دې بندیز هدف د هغو کسانو د روغتیا ساتنه ده چې په عامه ځایونو کې د غیر فعال لوګي له زیانونو څخه اغېزمنېږي، په ځانګړي ډول هغه ځایونه چې ماشومان پکې تګ راتګ کوي.

دا بندیز په الکترونیکي سګرېټو یا وېپونو باندې نه تطبیق کېږي.

د میلان ښار شورا په ۲۰۲۰ کال کې د هوا د کیفیت لپاره یوه طرحه تصویب کړه، چې د سګرېټ څکولو تدریجي بندیزونه او کمښت پکې شامل وو. په ۲۰۲۱ کال کې د دې طرحې تر لومړي بندیز لاندې، په عامه پارکونو، د ماشومانو د لوبې ځایونو، د بسونو تمځایونو، او ورزشي تاسیساتو کې د سګرېټ څکول منع شوي و.

دا نوی بندیز د میلان د کورټینا ۲۰۲۶ یا ژمني اولمپیک  څخه مخکې پلي کېږي.

میلان د اروپا له هغو ښارونو څخه دی چې د هوا له ککړتیا څخه زیات اغېزمن دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...