Homeخبرونهد طالبانو حکومت وايي، په ۳ کلونو کې یې ۳۰۰ تنه د...

د طالبانو حکومت وايي، په ۳ کلونو کې یې ۳۰۰ تنه د انساني قاچاق په تور نیولي

تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدي ۱۰ مه) د طالبانو حکومت وایي چې په تېرو درې کلونو کې یې د یو شمېر ښځو په ګډون شاوخوا ۳۰۰ کسان د انساني قاچاق په جرم نیولي او سزاوې یې ورکړي دي.

د طالبانو مشر شاوخوا لس ورځې مخکې په یوه فرمان کې د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې د انساني قاچاق مرکزونه وپیژني، وتړي، او تورن کسان نظامي محکمې ته معرفي کړي.

د دې کسانو لپاره له یو څخه تر درې کلونو پورې د بند جزا ټاکل شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بي‌بي‌سي ته ویلي چې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره څلور کلنه ستراتیژي جوړه شوې ده.

ښاغلي قانع وویل چې د انساني قاچاق شبکې له افغانستان څخه بهر ریښې لري او معتبر شواهد د ایران او پاکستان چارواکو ته سپارل شوي دي:

“هغه مجرمان چې نیول شوي، له بهر سره یې اړیکې درلودې او مدیریت یې له هغه ځایه کېده. سربېره پر دې، چې موږ د دوی موقعیت تثبیت کړ، دوی په بهر کې ول. د دوی غږیز شواهد، پیسې او ټول اسناد په رسمي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره شریک شوي دي، او هیله لرو چې د ټولو اړخونو په مرسته، دې مبارزې ته دوام ورکړو.”

ایران ته د انساني قاچاق لارې

ښاغلي قانع زیاته کړه چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د ګاونډیو هېوادونو له چارواکو سره په کتنو کې د انټرپول د همکارۍ غوښتنه هم کړې ده. له افغانستان څخه د انسانانو د قاچاق اصلي لارې پر ایران او پاکستان سپرې دي.

ملګري ملتونه وایي چې په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ په کچه د انسانانو قاچاق ۱۴ سلنه زیات شوی او د دې لویې وجې فقر، جګړه، او د اقلیم بدلونونه دي. ماشومان او ځوانان د دې ستونزې تر ټولو زیانمنه ډله ده.

د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه د طالبانو د مشر د شپږ ماده‌ییز فرمان په باب د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، وویل: “دې فرمان دفاع وزارت ته هم امر کړی چې په پولو کې د انساني قاچاق مخه ونیسي او د استخباراتو اداره دې په استخباراتي برخه کې همکاري وکړي.”

که څه هم لا معلومه نه ده چې له انساني قاچاق سره د مبارزې لپاره د طالبانو هڅې په عمل کې څومره اغېزمنې دي، خو لا هم په افغانستان کې داسې شبکې فعالې دي چې ځوانان د بهر ته تګ هڅوي.

هغه لارې چې قاچاقبران یې کاروي، ستونزمنې دي او د قربانیانو د ناوړه چلند، ناوړه ګټه اخیستنې، او شکنجې راپورونه ورکړل شوي دي.

د نړیوال مهاجرت سازمان د راپور له مخې، افغانستان له سوریې وروسته په نړۍ کې تر ټولو ډېر کډوال لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...