پنجشنبه, جنوري 2, 2025
Homeخبرونهافغانستان او زیمبابوې خپل مخکیني ریکارډونه مات کړل

افغانستان او زیمبابوې خپل مخکیني ریکارډونه مات کړل

تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدي ۱۱ مه) د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ لومړۍ ټیستلوبه د دوشنبې په ورځ (د دسمبر ۳۰ مه) په داسي حال کې بې نتیجې شوه، چې دواړو لوبډلو څو ریکارډونه ثبت کړل.

دا سیالي، چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې وه، د یکشنبې او دوشنبې په ورځو څو ځلې د باران له کبله وځنډېده.

په دې پنځه ورځینۍ سیالۍ کې هم کوربه زیمبابوې او هم افغانستان ریکارډونه جوړ کړل.

د زیمبابوې ټول لوبغاړي په لومړۍ پاڼۍ کې د ۵۸۵ منډو له کولو وروسته وسوځېدل. د کریک انفو د معلوماتو له مخې، د زیمبابوې لوبډلې تر دې وړاندې هیڅکله دومره منډې نه وې کړي. زیمبابوې په ټیستلوبه کې تر ټولو ډېرې منډې په ۲۰۰۱ کال د ویسټ انډیز په وړاندې کړې وې چې د ۹ لوبغاړو په تاوان ۵۶۳ منډې وې.

افغانستان د زیمبابوې د ۵۸۶ منډو په ځواب کې په لومړۍ پاڼۍ کې ۶۹۹ منډې وکړې چې د دغه هیواد تر مخکیني ریکارډ ډېرې وې. افغانستان په ۲۰۲۱ کې د زیمبابوې په وړاندې د ۴ لوبغاړو د سوځېدو په تاوان ۵۴۵ منډې کړې وې.

همداراز په دې ټیستلوبه کې درو افغان لوبغاړو، په خپلو لوبیزو سابقو کې ریکارډونه جوړ کړل.

رحمت شاه ۲۳۴ منډې وکړې چې تر دې وړاندې هیڅ افغان لوبغاړي په ټیستلوبو کې نه وې کړې خو حشمت الله شهیدي د ۲۴۶ منډو په ثبتولو د رحمت شاه ریکارډ مات کړ.

همداراز په دې ټیستلوبه کې حشمت الله شهیدي او رحمت شاه په ګډه ۳۶۴ منډې وکړې چې د افغانستان په لوبډله کې تر دې وړاندې د دومره ډېرو منډو پارټنر شیپ یا شراکت چا نه و کړي.

په عین حال کې افسر ځاځي په لومړي ځل په یوه نړیواله سیالي کې سلیزه وکړه.

د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایره د حشمت الله شهیدي په نامه شوه.

ټاکل شوې ده چې د زیمبابوې په کوربه توب د دواړو لوبډلو دوهمه ټیستلوبه د جنورۍ په دوهمه نېټه د زیمبابوې په بولاوایو ښار کې پیل شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب