Home+د مغز په جوړښت کې د ژبني فعالیتونو مرکزونه‎

د مغز په جوړښت کې د ژبني فعالیتونو مرکزونه‎

لیکوال: سیلانی

سریزه
د انساني ژبې پیچلتیا یوه له هغو ځانګړتیاوو څخه ده چې انسانان یې له نورو ژوو څخه توپیروي. د ژبې د پروسې لپاره، مغز ځانګړي مراکز لري چې د وینا، لیکلو، لوستلو او د ژبنیو نغوتو د درک لپاره کار کوي. دغه مراکز د مغز په ځانګړو برخو لکه د بروکا سیمه (Broca’s area) او د ورنیکي سیمه (Wernicke’s area) کې موقعیت لري، چې هره یوه یې ځانګړې دندې ترسره کوي. د ژبې د فعالیتونو په دې مراکزو کې هر ډول زیان په انسان باندې جدي اغیزې کولی شي، لکه د خبرو کولو، اوریدلو، لوستلو او حتی د نورو په خبرو د پوهیدو وړتیا له لاسه ورکول کيږي.

د دې مقالې موخه دا ده چې په مغز کې د ژبني فعالیتونو مراکز، د هغوی دندې، موقعیت او د زیانونو عواقب په ژوره توګه وڅیړي. مقاله به لومړی د مغز لنډه اناتومي تشریح کړي، بیا به د ژبې کلیدي مراکز لکه د بروکا سیمه، د ورنیکي سیمه، د محرکاتو د ادغام مرکز یاAngular Gyrus او نور په تفصیل سره تشریح کړي. وروسته به د مغز د نورو برخو مرسته، د ژبنیو مراکزو زیان، د ژبې اختلالونه او د درملنې لارې بیان شي. په پای کې به د معاصرې څیړنې د پایلو لنډه کتنه وړاندې شي، ترڅو وښيي چې عصري څیړنې د ژبې په مراکزو د پوهیدو لپاره څومره ارزښت لري.

د مغز د اناتومي لنډه پېژندنه

د انساني مغز اناتومي د هغه د پیچلتیا له امله تل د عصبي ساینس متخصصینو پام ځان ته اړولی دی. مغز د عصبي سیسټم مرکزي برخه ده چې د بدن ټولې ارادي او غیر ارادي چارې کنټرولوي. د انسان مغز په درېیو اساسي برخو ویشل شوی دی: سیریبرم (Cerebrum)، سیریبیلم (Cerebellum) او دماغي ډډ (Brainstem). د دې درې برخو له ډلې، سیریبرم د ژبنیو فعالیتونو اصلي ځای ګڼل کېږي، ځکه دا د حافظې، تفکر، منطق او ژبنیو پروسو مرکز دی.

سیریبرم د دوه نیمکورو (hemispheres) څخه جوړ دی: چپ نیمکوره (left hemisphere) او ښي نیمکوره (right hemisphere). که څه هم دواړه نیمکرې په ګډه کار کوي، خو د ژبې پروسې لپاره چپه نیمکوره ځانګړی رول لري. څیړنې ښیي چې د ژبې فعالیتونه لکه د وینا تولید، د جملو جوړښت، د ګرامري قواعدو درک او د نورو خبرو اوریدل، ټول چپې نیمکورې پورې تړلي دي.

په سیریبرم کې څلور اصلي خولۍ یا برخې (lobes) شته:

1. دتندي خولۍ (Frontal Lobe): دا د وینا د تولید، د حرکتونو کنټرول، او د فکر کولو مرکز ګڼل کیږي. د بروکا سیمه یا Broca’s area، چې د ژبې تولید لپاره حیاتي اهمیت لري، همدلته موقعیت لري.

2. څنډنۍ خولۍ (Temporal Lobe): د اوریدو، ژبنیو نغوتو، حافظې او د وینا د پوهاوي دنده لري. د ورنیکي سیمه یا Wernicke’s area، چې د ژبې د پوهیدو لپاره اړینه ده، دلته موقعیت لري.

3. تنی خولۍ (Parietal Lobe): دا خولۍ د حسي معلوماتو په پروسس کولو کې مرسته کوي، په ځانګړي ډول د ژبنیو سمبولونو په درک کې. د محرکاتو د ادغام مرکز (Angular Gyrus) د دې برخې مهمه برخه ده، کوم چې د لوستلو او لیکلو وړتیا اسانه کوي.

4. شاډول خولۍ (Occipital Lobe): که څه هم دا خولۍ د لیدو (بینایی) لپاره اصلي برخه ده، خو د ژبې فعالیتونو لپاره مستقیمه ونډه نه لري، مګر د لیدلي متن درک کولو لپاره غیر مستقیمه مرسته کوي.

له دې برخو سره، دماغي ډډ (brainstem) او سیریبیلم (cerebellum) هم د غیر مستقیمو ژبنیو فعالیتونو په ملاتړ کې مهم رول لوبوي، لکه د تنفس کنټرول چې د وینا لپاره اړین دی.

په ټوله کې، د مغز د ژبنیو فعالیتونو جوړښت له یو بل سره نښلول شوی دی. د چپې نیمکورې د ژبنیو پروسو لپاره بنسټیز رول لري، په ځانګړي ډول د بروکا او ورنیکي سیمې له لارې چې د ژبې د تولید او پوهیدو اصلي مرکزونه دي. د مغز نورې برخې لکه ارکویټ فاسیسیولس (Arcuate Fasciculus)، چې د بروکا او ورنیکي سیمو تر منځ اړیکه رامنځته کوي، هم د ژبې د پروسې لپاره حیاتي برخې ګڼله کيږي.

د ژبې د فعالیتونو مراکز

د ژبې فعالیتونه د مغز په ځانګړو برخو کې تنظیمیږي، چې هره یوه یې ځانګړی رول لوبوي. د عصبي ساینس په ډګر کې، څیړونکو موندلې چې د ژبې تولید، پوهیدنه، لوستل او لیکل د مغز په ځانګړو برخو پورې تړاو لري. د دې برخو په نښه کولو سره، څیړونکو په دې باور ترلاسه کړی چې ژبه یوازې د یوې برخې دنده نه ده، بلکې د مغز د څو سیمو ترمنځ همغږي هڅه ده. د ژبې د فعالیتونو تر ټولو مشهورې برخې بروکا سیمه (Broca’s Area)، ورنیکي سیمه (Wernicke’s Area)، د محرکاتو د ادغام مرکز (Angular Gyrus) او لومړنی اوریدونکی پوړ (Primary Auditory Cortex) دي. د دې برخو په تشریح سره، د ژبې د پروسو لپاره د هر مرکز موقعیت، دنده او د زیان اغیزې توضیح کیږي.

د بروکا پېژندنه او تاریخي شالید

د بروکا سیمه (Broca’s Area) د مغز هغه برخه ده چې د وینا تولید او ژبني مهارتونه کنټرولوي. دا سیمه د انسان د مخکیني مغز (Frontal Lobe) په چپ اړخ کې، د مغز په مخکیني تندي برخه کې موقیعت لري. د بروکا سیمه (Broca’s Area) د عصبي ساینس په تاریخ کې د یو له مهمو موندنو څخه ګڼل کیږي. دا سیمه د فرانسوي عصبي ساینسپوه پاول بروکا (Paul Broca) لخوا په 1861 کال کې کشف شوه. پاول بروکا د یو ناروغ (چې د “تان” په نوم یادیده) د مغز فعالیت څیړلو وروسته دې پایلې ته ورسید چې د مغز یوه ځانګړې برخه د ژبې د تولید لپاره مسؤله ده. دغه ناروغ یوازې د “تان” کلمه ویلای شوای، خو د نورو خبرو کولو توان یې له لاسه ورکړی و، دا په داسې حال کې ده چې د نورو خلکو د خبرو پوهیدو وړتیا یې درلوده. د هغه له مړینې وروسته، د پاول بروکا ټیم د هغه مغز تحلیل کړ او ویې موندل چې د مغز د چپې نیمکورې د تندي خولۍ (frontal lobe) شاته برخه زیانمنه شوې وه. له همدې ځایه، د دې سیمې نوم د بروکا د بروکا په نامه یاد شو، چې د ژبې د تولید د مرکز په توګه شهرت لري.

په بېلابېلو برخو کې د بروکا د سیمې ارزښت

د بروکا سیمه د ژبې د پروسې د پوهېدنې لپاره یوه حیاتي برخه ده. د دې سیمې کشف ثابته کړه چې د مغز ځانګړي برخې ځانګړې دندې لري. مخکې به داسې فکر کېده چې ټول مغز په مساوي ډول د هر کار لپاره مسؤل دی، خو د بروکا د سیمې کشف دا نظر بدل کړ. دا سیمه نه یوازې د وینا تولید، بلکې د ژبني ګرامر او د جملو د جوړښت په پروسې کې هم اساسي رول لري. د دې سیمې فعالیت د ژبې زده کړې او د انسان د خبرو د تولید لپاره اړین دی. سربېره پر دې، د بروکا سیمې مطالعې د ژبې د زده کړې په برخه کې د ماشومانو د وینا د ودې په اړه مهم معلومات چمتو کړي دي، ځکه دا سیمه د ژبې د زده کړې پر مهال خورا فعاله وي.

د نیوروساینس او په عصبي درملنه کې یې ارزښت

د بروکا سیمې مطالعه د نیوروساینس (عصب‌پوهنې) په برخه کې د پام وړ اهمیت لري، ځکه دا سیمه د مغزي زیانونو د درملنې په اړه مهم معلومات برابروي. د بروکا د سیمې زیان ممکن د وینا د ستونزو، لکه “بروکا اپهیزیا” (Broca’s Aphasia)، سبب شي، چېرته چې ناروغان نشي کولی روانې او ګرامري سمې جملې جوړې کړي. د دې سیمې مطالعه د وینا د درملنې یا Speech Therapy لپاره نوي میتودونه او تګلارې برابرې کړې دي. سربېره پر دې، د عصبي درملنې او بیا رغونې په برخو کې، د مغز د نورو برخو سره د بروکا د سیمې د اړیکو په پوهېدنه کې پرمختګ شوی دی. دا پوهه د مغزي ټپونو او سټروک (Stroke) ناروغانو لپاره د بیا رغونې پروګرامونو جوړولو لپاره مهمه ګڼل کېږي.

په ژبپوهنه کې یې ارزښت

په ژبپوهنه کې، بروکا سیمه د ژبني تیورۍ د ودې لپاره یو له خورا مهمو کشفیاتو څخه ګڼل کیږي. د ژبپوهنې متخصصین د ژبې د تولید، ګرامر او وینا د همغږۍ د پروسې د درک لپاره د بروکا سیمې مطالعې ته ځانګړی اهمیت ورکوي. د عصري ژبپوهنې یوه مهمه تیوري، چې د گرامري بدلون (Transformational Grammar) له لارې د ژبنیو جوړښتونو د تحلیل لپاره کارول کیږي، د بروکا سیمې فعالیت سره تړاو لري. ګرامري بدلون، چې د نوام چامسکي (Noam Chomsky) د ژبپوهنې تیورۍ یوه مهمه برخه ده، روښانه کوي چې د جملو جوړښتونه څنګه له یوې حالت څخه بل حالت ته بدلیږي او د دې پروسې لپاره د بروکا سیمه مسؤله ګڼل کیږي. د بیلګې په توګه، د یوې جملې په فعاله (active) حالت کې “هلک بال وواهه” او د هغې په غیر فعاله (passive) حالت کې “بال د هلک لخوا ووهل شو” جوړښت ته اړول د بروکا د سیمې د فعالیت ښکارندوی دی.

د بروکا سیمه د ژبپوهنې په ډګر کې هم د دې لپاره مهمه ده چې د وینا د تولید د نیورولوژیکي بنسټ په روښانه کولو کې مرسته کوي. ژبپوهان اوس پوهیږي چې د ژبنیو واحدونو (phonemes) تولید، د کلمو جوړښت (morphology) او د جملو ګرامري ترتیب د بروکا سیمه کې تنظیمیږي. د وینايي تیوري (Speech Production Theory)، چې د وینا د تولید د پړاوونو تشریح کوي، په څرګند ډول د بروکا د سیمې فعاله ونډه ښيي. په دې اساس، ژبپوهان د ژبې جوړښت او د جملو د ترتیب لپاره د بروکا سیمې رول نه شي له پامه غورځولای.

د ژبپوهنې په عملي برخه کې، د بروکا سیمه د ژبنیو اختلالونو د درک، ارزونې او درملنې لپاره خورا مهم رول لوبوي. هغه اختلال چې د بروکا د سیمې د زیان له امله منځته راځي، د بروکا افازیا (Broca’s Aphasia) په نوم پیژندل کیږي او د ژبپوهانو لپاره د ژبنیو مهارتونو د تحلیل لپاره د ارزونې یو بنسټیز میتود ګرځیدلی دی. هغه ناروغان چې د بروکا افازیا لري، د خبرو کولو وړتیا له لاسه ورکوي، مګر د اوریدلو او پوهیدو وړتیا یې پاتې وي. د دوی خبرې لنډې، ناسمې او بې ګرامره وي، لکه د ماشوم لومړنۍ خبرې. د ژبپوهانو لپاره، دا اختلال د دې لپاره مهم دی چې د ژبې د تولید لپاره د ګرامر د نقش په اړه څیړنې ته وده ورکوي.

همدارنګه، د ژبنی درملنې (Speech Therapy) ډګر کې، د بروکا سیمې اهمیت د بیا رغونې د پروګرامونو د ډیزاین لپاره حیاتي رول لري. کله چې ژبپوهان غواړي د بروکا افازیا درملنه وکړي، دوی هڅه کوي د وینا درملنې لپاره هغه تمرینونه رامنځته کړي چې د بروکا سیمه بېرته فعاله کړي. د ژبپوهانو په مرسته، عصبي ساینسپوهان د عصبي بیا رغونې (neuroplasticity) پروسې مطالعه کوي، ترڅو د ژبپوهنې او عصبي ساینس ترمنځ اړیکه ښه درک کړي. د ژبې د زده کړې پروسه (لکه د نوې ژبې زده کول) هم د بروکا سیمې رول ته اړ ده، ځکه چې د نوې ژبې د زده کولو پر مهال، د بروکا سیمه د وینا تولید لپاره خپل فعالیت زیاتوي. نو له همدې امله، ژبپوهان د ژبې د زده کړې د تیوریو (Language Acquisition Theories) په برخه کې د بروکا سیمه یوه مهمه موضوع ګڼي او له همدې امله د نوې ژبې زده کړه د ماشومانو لپاره اسانه ده، ځکه چې د بروکا سیمه د کوچني عمر پر مهال ډیر انعطاف لري.

د بروکا موقعیت او جوړښت

بروکا سیمه (Broca’s Area) د مغز په تندي خولۍ (frontal lobe) کې موقعیت لري، چې د مغز په چپه نیمکوره (left hemisphere) کې د تندي خولۍ په شاته برخه کې موندل کیږي. دا سیمه د عصبي علومو په برخه کې د ژبنیو فعالیتونو د تولید یو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کیږي. د دې برخې د موقعیت اصلي دلیل دا دی چې د مغز چپه نیمکوره د ژبنیو فعالیتونو سره تړاو لري، ځکه چې ډېری خلک د ژبې مهارتونه په چپ نیمکوره کې ځای پر ځای کوي. د بروکا سیمه د نورو مغزي برخو سره په اړیکه کې ده، په ځانګړي ډول د ورنیکي سیمه (Wernicke’s Area) سره د ارکویټ فاسیسیولس (arcuate fasciculus) له لارې وصل ده. د بروکا سیمه په فزیولوژیکي ډول د وینا د تولید لپاره اړینه ده، ځکه د دې سیمې د زیان په صورت کې، خلک د خبرو کولو وړتیا له لاسه ورکوي.

د بروکا دنده او فعالیت

د بروکا سیمه د وینا د تولید او د جملو د جوړښت مرکز ګڼل کیږي. دا برخه د غږونو د تولید، د کلمو د جوړښت، د ګرامري قواعدو د تنظیم او د ویناوو د تال کنټرول کوي. په دې معنا چې د دې سیمې د فعالیت له امله، انسانان کولی شي ژبنۍ جملې په سمه توګه تولید کړي. د بروکا سیمه د عضلي خوځښتونو لپاره د لومړني موټوري پوړ (Primary Motor Cortex) سره په اړیکه کې ده، چې د ژبې د غړو لکه شونډو، ژبې او خولې حرکتونه کنټرولوي. د دې برخې اصلي فعالیت دا دی چې د ویناوو تال او د کلمو ګرامري جوړښتونه کنټرول کړي. کله چې انسان غواړي یوه جمله ووایي، د بروکا سیمه دا جملې په ګرامري ډول ترتیبوي او د عضلي سیستم له لارې د دې جملو غږونه تولیدوي.

د بروکا سیمې د زیان لاملونه

د بروکا سیمه د مغز یوه له مهمو ژبنیو برخو څخه ده او که زیانمنه شي، نو د انسان د ژبنیو مهارتونو لپاره جدي ستونزې رامنځته کوي. د بروکا سیمې د زیان اصلي لاملونه مغزي سکتې (stroke)، د مغز صدمه ليدل یا ټپي کېدلraumatic brain injury (TBI)، مغزي ټومورونه او عصبي ناروغۍ لکه الزایمر دي. د مغزي سکتې پر مهال، د وینې جریان د مغز ځانګړې برخې ته بندېږي، چې د اکسیجن نشتون او د مغز د نسج له منځه تللو لامل ګرځي. که د مغزي سکتې ځای د بروکا سیمه وي، نو د ژبنیو فعالیتونو په تولید کې به انسان ستونزې ولري. له دې سره، د مغز ټپي کېدلraumatic brain injury (TBI) یا فزیکي ټکر له امله د مغز زیانمنیدل هم د بروکا سیمې د خرابیدو یو مهم لامل دی. دغه حالت د موټر ټکرونو، سختو ګوزارونو یا نورو فزیکي ټپونو له امله منځته راځي. همدارنګه، مغزي ټومورونه، که د بروکا سیمه کې وده وکړي، د ژبنیو فعالیتونو د ګډوډیدو لامل ګرځي.

د بروکا سیمې د زیان عواقب او اختلالونه

که د بروکا سیمه زیانمنه شي، نو د ژبې د تولید وړتیا اغیزمن کیږي، چې دې حالت ته بروکا افازیا (Broca’s Aphasia) ویل کیږي. په دې حالت کې، خلک د خبرو کولو توان له لاسه ورکوي، خو د نورو په خبرو د پوهیدو وړتیا یې پاتې وي. د دوی خبرې لنډې، ټوټې ټوټې او د ګرامري جوړښتونو له پلوه ستونزمنې وي. د بیلګې په توګه، یو کس چې د بروکا افازیا ولري، د “زه اوبه څښم” پر ځای ښايي داسې ووایي: “زه… اوبه”. د دې حالت یو بل مهم اړخ دا دی چې د ژبې د ګرامر د پوهیدو وړتیا هم اغیزمنه کیږي او دوی د اوږدو جملو په درک کولو کې ستونزې لري. د دې اختلال درملنه ممکن د وینا درملنې (speech therapy) له لارې وشي، خو د زیان شدت او د مغز د نیوروفلاستیسټي (neuroplasticity) وړتیا د بیا رغونې پر چټکتیا اغیز لري. د بروکا زیان لرونکي کسان اړتیا لري چې د ژبې مهارتونه له سره زده کړي، چې دا به د عصبي بیا رغونې د پروسې یوه برخه وي.

د لومړۍ برخې پای

نوت: دا لیکنه څو برخې لري چې په راتلونکو ورځو کې به خپرې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...