تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدي ۹ مه) د انټرېسټنګ انجنیرینګ ویبپاڼې د راپور له مخې، داسې ښکاري چې چین په وروستیو کې د CR450 د سریع السیر یا ایکسپریس ریلګاډي ازموینه کړې ده.
دا د نړۍ تر ټولو تېز تجارتي ریلګاډی دی، چې تمه کېږي په ۲۰۲۵ میلادي کال کې فعالیت پیل کړي. د دې ریلګاډی ازمیښتي سرعت په ساعت کې۴۵۰ کیلومتره دی، چې مخکې يې له تیانجین څخه بیجینګ ته د ازمېښت راپور ورکړل شوی و.
دغه ریلګاډی له اړخه یا له څنګه د یوه غشي په څېر ښکاري او د هغه مخ د یوې ګولۍ په څېر جوړ شوی دی چې کوچنۍ زاویه لري. بل لور ته، د کنټرول کوټه یې په ښکلو څراغونو سمبال ده.
تېره میاشت د CR450AF-0001 ریلګاډي د ازموینې یوه ویډیو خپره شوه، خو تازه تصویرونه ښیي چې CR450 ۸ واګونونه او یو سیریل نمبر لري.
CR450 د چین وروستی ډیزاین شوی سریع السیر ریلګاډی دی، چې په تجارتي حالت کې په ساعت کې په ۴۰۰ کیلومتره سرعت سره حرکت کولای شي. نوی ماډل
CR450 د CR400 په پرتله شاوخوا ۱۲ سلنه سپک دی، ۲۰ سلنه لږ انرژي مصرفوي او د هغه د بریک سیسټم ۲۰ سلنه ښه شوی دی.
چین ادعا کوي چې د نړۍ د ریلګاډي تر ټولو لویه سریع السیر شبکه یې جوړه کړې، ترڅو د خلکو د زیاتېدونکي اړتیا لپاره مناسب او آرام ټرانسپورټ برابر کړي. د دې هېواد د د سریع السیر ریللارې اوږدوالی تر ۴۵ زره کیلومترو زیات دی.