Homeخبرونهد افغانستان او زمبابوې ترمنځ ټېسټ لوبه؛ نن یې څلورمه ورځ ده

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ ټېسټ لوبه؛ نن یې څلورمه ورځ ده

تاند ( یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۹مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او زمبابوې ترمنځ د روانې ټېسټ لوبې نن څلورمه ورځ ده.

پرون د روانې ټېسټ لوبې په درېیمه ورځ افغان لوبغاړو غوره توپوهنه وکړه.

د لوبې په لومړي پاڼۍ کې زمبابوې افغان لوبډلې ته د ۵۸۶ منډو هدف مخې ته کېښوده.

افغان لوبډلې د خپلو دوه لوبغاړو په زیان خپلې منډې ۴۲۵ ته ورسولې.

د افغان لوبډلې په ګټه رحمت شاه زرمتي ۲۳۱* او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۱۴۱* منډې جوړې کړې دي.

افغان لوبډله اوسمهال د سیالې لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ له ۵۸۶ منډو ۱۶۱ منډې شاته ده او نن سهار به له همدې ځایه خپله توپوهنه پیل کړي.

د زمبابوې پر وړاندې روانه ټېسټ لوبه کې د رحمت شاه زرمتي او حشمت الله شهیدي ترمنځ د ۳۶۱* منډو ملګرتیا د افغان لوبغاړو ترمنځ په ټېسټ کرکټ سیالیو کې ترټولو لوړه ملګرتیا وشمېرل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...