Homeخبرونهافغانستان او پاکستان ترمنځ جګړې ته د روسیې اندېښنه؛ وایي له زغمه...

افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړې ته د روسیې اندېښنه؛ وایي له زغمه کار واخلئ

تاند ( یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۹مه) ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له افغان او پاکستاني لوري غوښتي،چې له زغمه کار واخلي او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي، مسکو د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ زیاتېدونکي کړکېچ ته اندېښنه لري.

مسکو وروسته له هغې دغه اندېښنه ښودلې، چې تېره ورځ شنبه طالب ځواکونو د ډیورڼد فرضي کرښې پاکستاني لور ته هغه ځایونه په نښه کړل چې د طالب چارواکو په وینا پر افغانستان ترې بریدونه پلانېدل.

د طالب ځواکونو له لوري دغه انتقامي بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې وشول، چې د پاکستان هوایي ځواک د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو بمباري وکړه او ۴۶تنه ملکیان یې ووژل او ۶تنه نور یې ټپیان کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...