تاند ( یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۹مه) د طالبانو د حکومت مشرتابه مولوي هبة الله اخندزاده د ودانیو جوړولو او د ګاونډیو په لور د کړکیو پرېښودلو په اړه پنځه ماده ییز فرمان توشیح کړی.
د دې فرمان له مخې، که څوک په خپل ملکیت کې ودانۍ جوړوي او یا د لارې په اندازه بله ودانۍ موجوده وي د ودانۍ جوړونکی شخص نه شي کولی د ګاونډي په لور داسې کړکۍ پرېږدي، چې د هغه کور ترې معلوم شي.
په فرمان کې ویل شوي، چې هداراز هغه خلک چې مخکې یې د ګاونډیو پر لور کړکۍ پرېښې وي اړ دی د انسان د قد په اندازه د دېوال او یا بلې وسیلې په توګه له ګاونډي ضرر دفع کړي.
دې فرمان کې ښاروالۍ او نور اړوند بنسټونه مکلف شوي ، چې د ودانیو له جوړولو څارنه وکړي او فرمان څخه د سرغړونکو مخنیوی وکړي.
د نظر خاوندان هم د ودانیو په رغولو کې دې خبرې ته پام ټولنیز نزاکت بولي، چې د دوی په وینا ټول باید دې برخې ته پام وکړي.