پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+هغه ساینسپوه چې د جاذبې قوه یې کشف کړه

هغه ساینسپوه چې د جاذبې قوه یې کشف کړه

ژباړه: رحمت الله محمد

ایساک نیوټن په ۱۶۴۳م کال کې د جنوري میاشتي په ۴مه نېټه د انګلستان په لنکلن شایر کې زېږېدلی. نوموړی مشهور فزیکپوه، ریاضي پوه، ستورپېژندونکی او لیکوال و چې طبیعي فیلسوف هم بلل کېده. ایساک نیوټن هغه څوک و، چې د ځمکې د جاذبې قوه یې کشف کړه.

هغه د نړۍ په تاریخ کې له ډېرو اغېزناکو ساینسپوهانو څخه شمېرل کېږي او د علمي انقلاب له کلیدي شخصیتونو څخه دی.

لومړنی ژوند:

اېساک نیوټن په ۱۶۴۳م کال کې د جنوري میاشتي په ۴مه نېټه په نیمه شپه کې د انګلیستان په ولسټروپ بای کلسټرورت – لنکلن شایر کې وزېږېد، هغه په کوچنیوالي کې دومره ناروغ وو، چې ډاکټرانو د ده ژوندي پاتې کېدو ته ډېرې کمې هیلې درلودې.

د هغه پلار هم اېساک نیوټن نومېده، او د ده له پیدا کېدو څخه درې میاشتې وړاندې مړ شوی وو.

نیوټن خپلې لمړنۍ زده کړې له دولس کلنۍ څخه تر اولس کلنۍ پورې د ګرانتم په (د کېنګس سکول) کې وکړې.

له دې وروسته په ۱۶۵۹م کال کې هغه بېرته خپل لمړني ځای ولسټروپ بای کلسټرورت ته ولاړ. مور یې غوښتل چې نیوټن درس پرېږدي او دهقان شي، خو نیوټن له زده کړو سره زیاته علاقه درلوده او غوښتل یې چې نورې زده کړې هم وکړي. په دې وخت کې د نیوټن د ښوونځي ښوونکي هینري سټوکس د نیوټن مور ته قناعت ورکړ تر څو نیوټن یو ځل بیا ښوونځي ته ولېږي.

په ۱۶۶۱م کال کې هغه د کمبریج پوهنتون ته لار پیدا کړه، خو د ده مور نشوای کولای چې د پوهنتون مصارف ورکړي، نو له همدې امله هغه د (سابسایزرس) زده کړیالانو له ډلې سره یو ځای شو، دا هغه کسان وو چې د پوهنتون د نورو زده محصلانو اطاقونه به یې صافي کول او له همدې لارې به یې د پوهنتون مصارف پوره کول.

د ۱۶۶۴م کال په وروستیو میاشتو کې کله چې نیوټن د انساني علومو په برخه کې لیسانس وکړ، نو د هغه د ښو لاسته راوړنو په خاطر پوهنتون ده ته د ماسټري کولو لپاره بورس ورکړ. نوموړي په ۱۶۶۵م کال کې په کمبریج پوهنتون کې د (MA) یا Master of Arts په برخه کې ماسټري شروع کړه، خو په همدې کال په انګلستان کې وبا خپره شوه، چې له همدې امله پوهنتونونه رخصت شول او نیوټن بېرته خپل کور ته لاړ.

د جاذبې قوې کشف:

د رخصتیو په دې ورځو کې نیوټن د سیارو په هکله فکر کول، ولې سیارې د لمر په شاوخوا ګرځي؟، هغه باوري وو، چې حمتن کومه قوه شتون لري، چې په سیارو وارده شوې او دا ډول حرکت رامنځته شوی.

نوموړی یوه ورځ په همدې فکر د خپلې مور د مڼو په یوه باغ کې د مڼې تر وني لاندې ناست وو، چې له وني مڼه په ځمکه راولوېده. نیوټن دې پایلي ته ورسېد چې ځمکه هم قوه لري او د هغې قوې په مټ هر څه ځانته راکشوي او لمر هم ورته قوه لري، چې په وسیله یې سیارې دا ډول حرکت کوي، خو دلته یو بله پوښتنه دا وه، چې که لمر هم د ځمکې په څېر د جاذبې قوه لري، نو ولې ټولې سیارې له لمر سره نه نښلي؟ د دې په اړه یې زیات فکر وکړ، خو هغه وخت یې دا ځواب هم تر لاسه کړ، کله چې بېرته پوهنتون ته لاړ او هلته له خپلو ملګرو سره په یوه لوبه کې مصروف شو. لوبه دا ډول وه، که هر څوک له اوبو ډک ستل ته په هوا کې وڅرخوي، په داسې حال کې چې اوبه ترې تویي نشي، هغه ګټونکی دی. نیوټن هغه وخت دې پایلي ته ورسېد، چې لمر هم سیارو ته په خپل شاوخوا کې ورته چرخونه ورکوي.

هغه له تجربو وروسته د جاذبې قوه ثبوت کړه.

د Reflecting Telescope تلسکوپ اختراع:

ګالیلو لمړنی کس وو، چې په ۱۶۰۹م کال کې یې Refracting telescope تلسکوپ کشف کړ، خو د دې تلسکوپ اندازه هم ډېره لویه وه او فضاء یې هم په سم ډول نشوای انځورولای.

نیوټن په ۱۶۶۸م کال کې تر دې هم پرمختللی تلسکوپ چې نوم یې Reflecting Telescopeوو، اختراع کړ، هغه د دې اختراع له امله مشهور شو، او له یو څه وخت وروسته له رویال سوسایټي (Royal Society) سره یو ځای شو. هغه په لمړي ځل وینا سره نور هم مشهور شو، او د هغه وخت له مشهور ساینسپوه (رابرت هوک) سره یې ملاقات وکړ.

له یو څه وخت وروسته نیوټن فزیک پرېښود او کیمیا ته یې مخه کړه، خو په دې وخت کې یې مور (هانا) مړه شوه او دا د دې لامل شو، چې نیوټن د یو څه وخت لپاره له زده کړو لرې پاتي شي.

د ۱۶۸۶م کال د افریل په ۲۸مه نېټه اېساک نیوټن خپل مشهور کتاب (د طبیعي فلسفې ریاضیکي اصول) چاپ کړل او د دې کتاب لومړی چاپ یې رویال ټولنې (Royal Society) ته ولېږل. چې په همدې شپه رابرت هوک ادعا وکړه، چې د نیوټن قوانین یې لا تر مخه کشف کړي وو.

له ۱۶۹۶م کال وروسته هغه د نور په هکله څېړنې او کشفیات وکړل، چې په دې اړه یې خپل ټول معلومات او کشفیات د (نور پېژندني) په نوم نشر کړل.

ایساک نیوټن د ۱۷۲۷م کال د مارچ میاشتې په ۲۰ مه نېټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

سرچینه:

https://en.wikipedia.org/wiki/Isaac_Newton

5 COMMENTS

  1. یوڅه املایی غلطی لری په هیڅ ژبه کې افریل نشته ایساک هم ریښه نه لری حتمن هم همدارنګه کاواکه برېښی.
    Isaac اصلا اسحاق دی خو دوی ورته ایزک وایی

  2. د جاذبی د قوی او دافغانانو د اندونو اړوند یوه کیسه داسی وه. وایی: یو افغان د اوړی په موسم کی پخپل باغ کی د مني ونی تر سیوری لاندی اوږد غځیدلۍ پروت وو، پورته په ونه کی یی پخوشویو مڼو ته کتل په زړه کی یی را تاو شول چی که خدای دا مني د کدو کانو په اندازه غټی کړۍ وۍ نوپه دربار کی به یی څه کم شوی وۍ؟!، پهمدی مهال یوه پخه مڼه له ونی را خطا شوه او د ده په تندی و لګیده، ده اخ کړل او وه یی ویل خدایه ته ښه پوهیږی زه پری نه پوهیږم او بیا همداسی یوی بلی پيښي نیوټن د ځمکی د جاذبی قوی په شتون بریالۍ کړو.

  3. رحمت الله ورور خیر یوسی چي په علمی او ساینسی مسایلو د تاند صفحه د نوره هم ښکلې کړه .
    زه به هم د ساینسی خدای پیژندنی یوه مسأله ور اضافه کړم تر څو ددې کړکۍ له نور څخه هم مستفید شو.
    یو ساینسی تحلیل د اثبات قیامت لپاره دا دی چي لمر له څه مودی وروسته نشی کولی چي د جاذبی متعادله قوه پر ځمکه او نورو سیارو وارده کړی په نتیجه کی د ځمکې او نورو سیاراتو د تیښتی قوا غالبیږی
    نو همدا سبب د وتلو د ځمکې له معین مدار څخه، نظام سقوط سره مخ کیږی او همدا سقوط د نظام قیامت جوړوی .
    باید ووایم چي لمر د انرژی د تولید او داخلی تعاملاتو په نتیجه کی ضعیف کیږی چي په سورت تکویر کی هم ورته اشاره شوی ده.

  4. یو څو ظاهراً ساده پوښتنی:
    ولی سیب؟
    ولی درخته ( ونه )؟
    ولی د اپل د کمپنی د تولیداتو سمبول یو چیچل سوی سیب دی؟
    آیا ایساک یا اسحاق نیوټن یا کوم بل چا د لومړی ځل لپاره دا صحنه ولیده چی مثلاً یو جسم د پاس څخه لاندی سقوط کوی؟
    نیوټن خپل دین او نژاد ته یو معتقد کس ؤ.
    د انسان د خلقت په هکله د تورات ( د انحرافی تورات) تشریح یوه کابالائی تشریح ده کومه چی د آدم او حوا او سیب او درختی او خوړلو په هکله وړاندی شویده.
    نور وضاحت ته اړتیا نشته.
    دا ټکی هم د یادولو وړ دی چی ځینو تاریخی – علمی څیړنو ثابته کړیده چی د مځکی د جاذبی د قوې اصلی کاشف د شپاړسمی میلادی سلیزی ایټالوی « لئونارد داوینچی » ۇ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...