تاند (شنبه د مرغومي – جدي ۱۳مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټولنیزه شبکه ټروت کې په یوه پوسټ کې اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونو په وینزویلا “لوی برید” کړی او ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه میرمن سیلیا فلورس یې نیولي دي.
ټرمپ زیاته کړې چې، دواړه له یاد هېواده ایستل شوي دي.
ټرمپ لیکلي چې “عملیات د متحده ایالاتو د اردو په همکارۍ ترسره شوي او نور جزییات به وروسته اعلان شي.”
هغه دغه راز د سهار په ۱۱ بجو په مار-ا-لاګو کې د یوې خبري غونډې پلان هم اعلان کړی دی.
د وینزویلا حکومت دا بریدونه د امریکا لخوا “امپریالیستي پوځي یرغل” بللی، ملي بیړنی حالت یې اعلان کړی خو په رسمي ډول یې د مادورو نیول تایید کړي ندي.
مرستیال ولسمشر ډیلسي روډریګز ویلي چې د مادورو او د هغه د میرمنې ځای نامعلوم دی.
د مالوماتو له مخې دا عملیات د ټرمپ لخوا په مادورو باندې د میاشتو فشارونو پایله وه، چې په امریکا کې د نشهیي توکو د قاچاق او د ترهګرۍ په تور مطلوب دی.
ځینو سرچینو، لکه سيبيایس نیوز، راپور ورکړی چې د امریکا د ډیلټا فورس سرتیري په نیول کېدو کې ښکیل وو.