پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکپټاون لوبډله: ریښتیا هم راشد د شل اوره کرکټ ځانګړی لوبغاړی دی

کپټاون لوبډله: ریښتیا هم راشد د شل اوره کرکټ ځانګړی لوبغاړی دی

تاند ( شنبه د مرغومي – جدي ۱۳مه)  د جنوبي افریقا د شل اوره کرکټ لیګ لوبډله ایم ای کپټاون لیکلي چې، راشدخان په واقعیت سره د شل اوره کرکټ د نړۍ ځانګړی لوبغاړی دی.

یادې لوبډلې لیکلي: « راشدخان الراونډ لوبه وکړه، په ریښتیا هم هغه دشل اوریز کرکټGoat دی.»

راشدخان په یاد لیګ کې تر دې دمه په خپله لوبډله کې خورا ښه ځلېدلی دی.

راشدخان یوازینی لوبغاړی دی چې، د شل اوریز کرکټ په کمو لوبو کې ۴۰۰ ویکټو ته یې ځان ورسوه.

د کرکټ مشهور وېب سایټ کرکټ بز راشد د نړۍ هغه لوبغاړی بللې چې، په کمو لوبو کې یې ۴۰۰ وېکټې پوره کړي.

هغه تر دې دمه ۲۸۹ شل اوره نړیوالې لوبې کړي دي او ورپسې بیا د بنګله دېش مستفیظ الرحمن دی چې، ۳۱۵ لوبې کړي او بیا عمران طاهر درېیم، وهاب ریاض څلورم او بل پاکستانی لوبغاړی محمد عامر پنځم مقام لري.

راشدخان د افغانستان د کرکټ د شل اوره فارمټ لوبډلمشر هم دی او د هېواد په داخل او نړۍ کې بې شمېره مینه وال لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...