Homeخبرونهامربالمعروف هغه نغری ونیوه، چې خلکو د ستونزو د حل وسیله بلله

امربالمعروف هغه نغری ونیوه، چې خلکو د ستونزو د حل وسیله بلله

تاند (شنبه د مرغومي ـ جدي ۱۳مه) د طالبانو حکومتي اژانس باختر په یوه خبرپانه کې ویلي چې، د ننګرهار ولایت امربالمعروف مسوولانو، د پچیراګام ولسوالۍ په لاندې پچیر سیمه کې یو نغری نیولی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې، خلکو دې نغري ته ناسم تعبیر لرونکې عقیده درلوده نو ځکه یې ونیوه.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، هر کله به چې د دوو کسانو ترمنځ شخړه رامنځته کېده، د حل په موخه به خلکو یاد نغري ته قلف اچوه او دا به یې د ستونزو د هوارېدو وسیله بلله.

د طالبانو امربالمعروف وایي چې، دا کړنه له اسلامي او شرعي اصولو سره په ښکاره ټکر کې ده.

د یاد ریاست مسؤلانو زیاته کړې، چې د عامه پوهاوي له لارې له ورته ناسمو باورونو او کړنو مخنیوی وکړي.

د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د دې نغري په څېر ډېر داسې باورونه او پټې کیسې شته چې، د خلکو په باور اسلام سره ټکر او په کلیو کې دود دي.

عام خلک هم د دا ډول ناسمو باورونو د مخنیوي برخه کې د چټکو اقداماتو غوښتنه کوي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...