پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د انسان په شخصیت کې د بدن د غړیو د پیوند اغېز

د انسان په شخصیت کې د بدن د غړیو د پیوند اغېز

تاند – له هغه وروسته چې په امریکا کې د غړو د پیوند بې‌ساری ریکارډ ثبت شو، ډاکټران اوس یوه عجیبه پدیده څېړي: د ځینو هغو کسانو په شخصیت کې بدلونونه چې پیوندي غړي یې تر لاسه کړي دي؛ له ناڅاپي خوراکي هوسونو نیولې د هنري ذوق تر بدلون پورې. ساینسپوهان وایي، دا بدلونونه ښايي یوازې رواني نه وي، بلکې د نوي غړي د فزیکي او کیمیاوي اغېزو پایله وي چې پر ټول بدن اغېز کوي.

د IFLScience وېبپاڼې د راپور له مخې: په طبي برخه کې د غړو په پیوند کې پرمختګونو، په ۱۹۶۷ کال کې له انسان څخه انسان ته د زړه له لومړۍ جراحۍ راهیسې، ډېر اوږد مزل وهلی دی. په ۲۰۲۴ کال کې، په لومړي ځل په امریکا کې د غړو د پیوند شمېر په کال کې له ۴۸ زرو واوښت. خو هر څومره چې دا جراحۍ زیاتېږي، هماغومره نوې او عجیبه پوښتنې هم راولاړېږي.

له دغو حیرانوونکو پدیدو څخه یوه، چې د طبي ټولنې پام یې ځان ته اړولی، د ځینو پیوند ترلاسه کوونکو له‌خوا راپور شوي شخصيتي بدلونونه دي. د بېلګې په توګه، یوې ښځې، چې نژدې تل سبزي‌خوره وه، د زړه له پیوند وروسته یې ناڅاپه د کینټاکي چرګ (کې ایف سي) خوړلو ته شدیده لېوالتیا پیدا کړه؛ حال دا چې د زړه اهداکوونکی د چرګ ناګټ ډېر مینه‌وال و.

دا بدلونونه یوازې په خوړو پورې محدود نه دي. د موسیقۍ او هنر په ذوق کې د بدلون راپورونه هم ورکړل شوي دي. خو د دې بدلونونو لامل څه دی؟

د انګلستان د لنکستر پوهنتون استاد، پروفیسر اډم ټیلر (Adam Taylor)، باور لري چې د دې بدلونونو یوه برخه کېدای شي د «درملنې اغېز» وي: د ژغورل کېدو خوښي او د ژوند د دوهم چانس احساس د انسان د نړۍ لید بدلوي. خو داسې شواهد هم شته چې ښيي ځینې بدلونونه د بدن په فزیکي او کیمیاوي بدلونونو کې ریښه لري.

ټیلر وایي: موږ پوهېږو چې پیوندي غړي د بدن پر عادي فعالیت اغېز کولی شي. کله چې یو غړی پیوند شي، ستاسو حیاتي سیستم بدلېږي، او دا بدلون بیا پر نورو غړو هم اغېز کوي.

زړه، چې په ډېرو کلتورونو کې د احساساتو سمبول ګڼل کېږي، د دې پدیدې د څېړلو لپاره ښه بېلګه ده. زړه یوازې د وینې پمپ نه دی، بلکې د بدن یوه کیمیاوي فابریکه هم ده چې هورمونونه ترشح کوي. د بېلګې په توګه، د ANP هورمون، چې د بدن د اوبو او مالګې توازن تنظیموي، د دماغ پر هغو برخو هم اغېز کولی شي چې احساسات او چټک غبرګونونه کنټرولوي، او حتی د «جنګ یا تېښتې» غریزي غبرګون او مزاج بدلولی شي.

ټیلر تشریح کوي: دماغ د بېلابېلو سیګنال ورکوونکو مالیکولونو تر اغېز لاندې وي. که یو نوی زړه ترلاسه کړئ چې مثلاً ۲۰ سلنه ډېر ANP هورمون ترشح کوي، یا د وینې په موجود ANP ډېر حساس وي، نو ستاسو د استراحت په مهال د زړه ضربان لوړېږي او ستاسو عمومي فزیولوژي بدلون مومي.

سروتونین، چې د خوښۍ مالیکول بلل کېږي، بل مثال دی. ډېری خلک فکر کوي دا مالیکول په دماغ کې تولیدېږي، خو د هغې لویه برخه په کولمو کې جوړیږي او پر ټول بدن پراخ اغېز لري. نو ځکه، د یوه غړي بدلون کولی شي په ټول بدن کې زنځیري او پراخ اغېز ولري.

ټیلر ټینګار کوي: دا موضوع حتماً لا ډېرو څېړنو ته اړتیا لري. ستونزه دا ده چې اوس ډېر خلک دا پدیده تجربه کوي او موږ تازه دومره معلومات راټولوو چې وکولای شو دا موضوع وڅېړو. لومړنۍ څېړنې ښيي چې نژدې ۹۰ سلنه د غړو پیوند ترلاسه کوونکي، په خپل شخصیت کې د بدلون احساس کوي.

د نړۍ په کچه د پیوندونو له زیاتېدو سره، د بدن د غړو او د انسان د هویت ترمنځ د دې مرموز تړاو د راز موندلو لپاره به لا ډېر معلومات تر لاسه شي. ښايي یوه ورځ داسې راورسيږي چې ډاکټران به نه یوازې د غړي پیوند، بلکې له هغې سره تړلي احتمالي رواني بدلونونه هم له ناروغانو سره شریک کړي.

1 COMMENT

  1. لوستونکو ته سلام،
    د زړه لومړی ترانسپلانتېشن یعنې له یو جسمه بل جسم ته یې انتقالول د لومړي ځل لپاره په سویله افریقا کې ډاکتر بېرنارد په ۱۹۶۷ م کال موفقانه تر سر کړ. د اورګان ـ ترانسپلانتېسن په برخه نن سبا د زړه تر څنګ د سږیو، ینې یا ځګر، د بډوډو (ګوردو)، پانقراس، د کولمو او د پوستکي ترانسپلانتېشن تر سره کېږي. همدا ډول د هډوکو د ټوټو ترانسپوزېشن او ترانسپلانتېشن هم تر سره کېږي. همدا ډول د لویو کولمو د انتروبیوز د انډول لپاره د غايطه موادو ترانسپلانتېشن د ایندوسکوپ په مرسته تر سره کېږي، چې ۳۰ کلنه مخپنه لري. اوسمهال د انتروبیوز کپسولونه هم جوړ شوي، چې د خولې له لارې لکه درمل کارول کېږي. د پردۍ وبنې ترانسفوزیون هم د پردیو سلولونو انتقال بل انسان ته دی.
    وروسته د زړه له عملیاته او همدا ډول د سږیو د رګونو له ایندآرتریوایکتومي یا د رګونو له پاکولو وروسته هم د ناروغانو خپلوانو د خپل مریض په شخصیت کې د بدلون نښې په ګوته کړې دي، چې اساسي علت یې د اوږدمهال لپاره د اکستروکورپورال ـ سیرکولېشن او د پردی وینې او د ماغزو د پرفوژن په ترڅ کې رامنځ ته کېدای شي. له بل اړخه د ایندوکربن سلولونه، چې په آپوکرین او هالوکرین هم وېشل کېدلی شي او د آپودـ سیستم برخه دي، چې په ټولو نسجونو کې شته او د انسان د شخصیت په ادلون او بدلون کې خپل اغېز پرېږدي. په ماغزو او نورو نسجونو کې د اندورفین، اینکفالین … چې مورفین ته ورته خاصیت لري او د تسکین او خوشالي سبب ګرځي، ځکه مورفین، کوکوین، هیروین او تریاک په ماغزو ورته اغېز لري او د دوز په اړوند ایوفاري او اعتیاد رامنځ ته کوي.
    ستاسو د بري په تمه وسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...