تاند ( شنبه د مرغومي ـ جدي ۱۳مه) ایران د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه لیک کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې ښکاره ګواښ او له نړیوالو قوانینو سرغړونه یاده کړې.
ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني د ټرمپ څرګندونې د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.
هغه زیاته کړې چې، د ټرمپ دا ډول څرګندونې تاوتریخوالي او بې ثباتۍ ته لمن وهي.
ایران دغه ګواښونه د امریکا د اوږدمهاله مداخله ګر سیاست دوام بللی چې، د دوی په وینا د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دي.
ایران له امنیت شورا غوښتي، چې د امریکا دریځ دې په پرېکنده توګه وغندي او دغه هېواد دې نړیوالو قوانینو ته په احترام قایل کړي.
د یادونې ده، تېره ورځ ډونالډ ټرمپ ایراني چارواکو ته ګواښ وکړ، چې د لاریون کوونکو پر وړاندې دې له زوره کار نه اخلي کنه امریکا به له لاریون کوونکو د ملاتړ په موخه لاس په کار شي.
بل لورته د ایراني رسنیو د خبر له مخې، دا مهال د ایران ۴۶ښارونو په ۱۱۳ نقطو کې د حکومت ضد لاریونونه دوام لري.
راپورونو کې ویل شوي چې، د لاریونونو له کبله تر دې مهاله ۸ تنه وژل شوي او لسګونه نور د پولیسو له لوري نیول شوي.
ایران کې وروسته له هغې د حکومت ضد لاریونونه راووتل چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د یو ایراني تومان بیه تر ۱۴۰زرو واوښته.