پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه مریخ کې هغه ځای وټاکل شو چې انسان به پکې کښته...

په مریخ کې هغه ځای وټاکل شو چې انسان به پکې کښته کېږي

تاند (شنبه، د کرغومي/ جدې ۱۳ مه) ساینسپوهانو په یوه ستره پرمختیا کې پر مریخ د انسانانو د کوزېدو لپاره تر ټولو مناسب ځای معلوم کړی دی، چې دا د سرې سیارې پر لور د انساني ماموریتونو او په راتلونکو ختونو کې هلته د مېشتېدو په لور یو مهم ګام بلل کېږي.

دا څېړنه د میسیسيپي پوهنتون ساینسپوهانو کړې ده. هغوی د مریخ تر ټولو ځواکمنه کمره HiRISE کارولې، څو د مریخ د سطحې ډېر ظریف او دقیق جزییات وڅېړي. د دې څېړنې پایلې د جغرافیايي څېړنو ژورنال Journal of Geographical Research په نوم په یوه مشهوره علمي مجله کې خپرې شوې دي.

د څېړنې له مخې، د مریخ د منځنیو عرض‌البلدونو سیمه ایمازونِس پلینیشیا (Amazonis Planitia) د راتلونکو انساني ماموریتونو لپاره تر ټولو مناسب ځای ګڼل شوی دی.

ولې «ګولډي لاکس زون» اهمیت لري؟

ساینسپوهان وايي، دا سیمه د یوه مثالي یا «ګولډي لاکس زون» ځانګړنې لري. دلته د لمریزې انرژۍ لپاره د لمر مناسبه رڼا شته، او تودوخه دومره ټیټه ده چې سطحې ته نژدې د اوبو کنګل (واټر آیس) خوندي پاتې کېدای شي. دا دواړه عوامل د انساني ماموریتونو لپاره ډېر مهم دي.

د څېړنې مشره لیکواله او د سیارو پوهه ایریکا لوزي وايي، که موږ انسانان مریخ ته لېږو، نو اوبه یوازې د څښلو لپاره نه دي، بلکې د سون‌توکو، اکسیجن او ګڼو نورو اړتیاوو لپاره هم بنسټیز اهمیت لري.

اوبه او اکسیجن: د بقا کلي

ساینسپوهان وایي، سطحې ته نژدې موجود د اوبو کنګل کولی شي فضانوردانو ته د څښلو اوبه، د ساه اخیستلو لپاره اکسیجن، او د راکټ سون‌توکي برابر کړي.

د څېړنې شریک لیکوال او د ایټالیا د فضایي ادارې د سپېس ساینس ډېټا سنټر څېړونکی جیاکومو نودجومي وویل: له ځمکې څخه سپوږمۍ ته د توکو رسول یوازې یوه اوونۍ وخت نیسي، خو مریخ ته دا سفر څو میاشتې دوام کوي، نو موږ باید د اوږدې مودې لپاره د ځمکې له مرستې پرته ژوند کولو ته چمتو شو.

هغه زیاته کړه چې د ساه اخیستلو لپاره اکسیجن او د څښلو لپاره اوبه تر ټولو مهمې سرچینې دي، او همدا دلیل دی چې د کوزېدو لپاره دا ټاکل شوی ځای ډېر هیله‌بخښونکی ښکاري.

بل پړاو به څه وي؟

که څه هم له مداره ترلاسه شوي شواهد پیاوړي دي، خو ساینسپوهان وایي چې د وروستي تایید لپاره اړینه ده چې د روباټي روور یا انساني ماموریت له لارې نمونې راټولې شي، څو دا روښانه شي چې دا کنګل رښتیا هم خالص د اوبو دی او که له نورو موادو سره ګډ دی.

جیاکومو نودجومي وايي: موږ قوي شواهد لرو چې دا د اوبو یخ دی، خو تر هغې چې هلته په خپله ولاړ شو او په خپل لاس یې اندازه نه کړو، سل په سلو کې پرې ډاډه کېدای نه شو.

ماهران باور لري چې دا موندنه پر مریخ د انسان د پښې ایښودلو او دایمي حضور د خوب د رښتیا کېدو پر لور یو لوی تاریخي ګام دی.

1 COMMENT

  1. څه فکر کوۍ امیرالمومنین او طالبان به دا خبره ومني ؟؟ دوی به وایې چې هسې درواغ دي ! ددې طائفې لپاره شریعت او په پټو سترګو متابعت د منلو وړدی !
    زمونږ نسلونه یې بیسواده کړل ؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...