Homeخبرونهپه ۲۰۲۵ کې د ټرمپ د خپلولو لپاره د غوړه مالۍ دیپلوماسي

په ۲۰۲۵ کې د ټرمپ د خپلولو لپاره د غوړه مالۍ دیپلوماسي

تاند (شنبه، د مرغومي/ جدې ۱۳ مه) د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دوهم پړاو په لومړي کال کې، د امریکا ولسمشر له پراخو ستاینو، تعریفونو او په بشپړه توګه حساب شوو چلندونو سره مخامخ شو. داسې ښکارېده چې د نړۍ ډېر مشران، نړیوال بنسټونه او اغېزمن شخصیتونه دې پایلې ته رسېدلي وو چې د «ازادې نړۍ له مشر» سره د اړیکو د سمبالولو تر ټولو اسانه او اغېزمنه لاره د هغه د غرور نازول او د مقام لوړ ښودل دي.

د یورونیوز د راپور له مخې، د ډونالډ ټرمپ د دوهم پړاو په پیل کې ډېر ژر نړۍ ته یو روښانه پیغام ورسېد. د فبرورۍ په ۲۸مه، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلنسکي د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې د ټرمپ له‌خوا په ښکاره ډول له سختو انتقادونو او پېغورونو سره مخامخ شو، ځکه د ټرمپ په باور هغه «کافي مننه نه وه کړې».

ټرمپ او زیلنسکي

همدې پېښې د نړۍ مشرانو ته د خبرداري بڼه لرله: که له ټرمپ سره جوړجاړی غواړئ، نو غوره ده د هغه غرور ته پاملرنه وکړئ.

له دې وروسته، حکومتونه، ستر شرکتونه او نړیوال سازمانونه له هغه څه سره مخ شول چې ورته «له مبالغې ډکه غوړه ماله ډیپلوماسي» ویل کېږي؛ داسې تګلاره چې دیپلوماتیک تشریفات او درناوی یې له عادي چوکاټ څخه وایستل او ان شخصي او کله ناکله سپکوونکي حد ته یې ورسول. منتقدانو دا ډول چلندونه «سرسپارل» او ان «سپکوونکې انحصاري تکیه» بللې ده. لاندې په ۲۰۲۵ کال کې د ټرمپ د ستاینې ځینې تر ټولو څرګندې بېلګې رااخلو:

د فیفا د «سولې» جایزه
یورو نیوز وايي، دا جایزه پخوا هېڅ نه وه. خو وروسته له هغې چې ټرمپ پر هغو امریکايي ښارونو لفظي بریدونه وکړل چې د فوټبال نړیوال جام کوربه کېدل، د فیفا مشر او د ټرمپ سیاسي متحد، جیاني انفانتینو، یو نوی ابتکار وکړ.

هغه د ټرمپ لپاره ځانګړې او نوې جایزه جوړه کړه: «د فیفا د سولې جایزه». دا جایزه یوه مجسمه وه چې د «ډونالډ ټرمپ» لوی نوم پرې لیکل شوی و.

 انفانتینو د کینیډي په مرکز کې د جایزې د ورکولو پر مهال په احساساتي ډول وویل: «دا ستا جایزه ده، د ستا د سولې جایزه!»

هغه یو «ښکلی» مډال هم ورکړ او ویې ویل چې ټرمپ کولی شي هر چېرته وغواړي دا پر غاړه واچوي، او ټرمپ هم هماغلته په شوق دا کار وکړ. دې کار په ټوله نړۍ کې پراخ غبرګونونه وپارول.

د قطر ۴۰۰ میلیون ډالري ډالۍ
په داسې حال کې چې هېوادونه په ۲۰۲۵ کال کې د امریکا د رضایت د جلب او قراردادونو د لاسلیک لپاره سیالۍ ته وتلي وو، قطر تر ټولو لویه او جنجالي ډالۍ وړاندې کړه: د شاوخوا ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت یوه لوکسه بوېنګ الوتکه د امریکا د ولسمشرۍ الوتکې د بدیل په توګه.

د یورونیوز پر اساس، دې کار د ډیموکراتانو سخت غبرګون راوپاروه او اخلاقي، حقوقي او امنیتي اندېښنې یې راپورته کړې. خو ډونالډ ټرمپ ټول اعتراضونه له پامه وغورځول او ویې ویل چې د داسې ډالۍ ردول «احمقانه» دي.

«بابا» څوک دی؟ د روته او ناټو کیسه
په داسې حال کې چې د ټرمپ حکومت له ناټو څخه د لرې کېدو ګواښ کاوه، د ناټو سرمنشي مارک روته هڅه وکړه چې په هره ممکنه لاره د امریکا د ولسمشر رضایت ترلاسه کړي.

هغه په یوه شخصي پیغام کې ټرمپ ته ولیکل: «تاسو د ستر بریالیتوب پر لور روان یاست… اروپا به لوی لګښت ورکړي، لکه څنګه چې باید ور یې کړې، او دا به ستاسو بریا وي.»

ټرمپ سمدستي دا پیغام خپور کړ.

خو د کیسې اوج هغه وخت و چې مارک روته په یوه خبري کنفرانس کې، د ایران او اسراییل د جګړې پر مهال، ټرمپ ته «بابا» وویل او زیاته یې کړه: «ځینې وخت پلار باید په سخته ژبه ماشومان ارام کړي.»

دې خبرې د نړۍ په کچه د ملنډو او پراخو غبرګونونو څپه راوپاروله. ټرمپ هم په خندا وویل: «زه پرې ګران یم. که پرې ګران نه یم، درته وایم چې کار به یې وکړم!»

نتانیاهو: د نوبل د نوماندۍ له لیکه د اسراییل تر جایزې
ډونالډ ټرمپ د نوبل د سولې جایزې ترلاسه کولو ته سخت لېواله دی. ډېرو مشرانو د هغه د خوښولو لپاره هڅه وکړه نوماند یې کړي، خو بنیامین نتانیاهو تر ټولو لویه ننداره وکړه. د سپینې ماڼۍ د ماښامنۍ تر مراسمو مخکې، نتانیاهو په شخصي ډول ټرمپ ته د نوبل جایزې د نوماندۍ رسمي لیک ورکړ او «د اسراییلو د خلکو او یهودانو د مننې» خبرې یې وکړې.

خو نوبل جایزه ټرمپ ته ورنه کړل شوه او د ۲۰۲۵ کال جایزه د وینزویلا ماریا کورینا ماچادو ته ورکړل شوه.

د دې د جبران لپاره، نتانیاهو اعلان وکړ چې ټرمپ د «اسراییل جایزه» ګټلې او دا به لومړی غیر اسراییلی کس وي چې دا جایزه ترلاسه کوي. ټاکل شوې ده دا مراسم د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۲مه ترسره شي.

د پاکستان صدراعظم او لوی درستیز هم ټرمپ د نوبل د جایزې مستحق وباله. له همدې کبله ټرمپ هغوی اوفل ماڼۍ ته وروبلل چې تراوسه پاکستاني چارواکي په دې بلنه ویاړي،.

د ریښتوني پاچا لیک «شاه ډونالډ» ته
په فبرورۍ کې «شاه ډونالډ»—هغه لقب چې منتقدان یې ټرمپ ته کاروي—د یوه ریښتوني پاچا رسمي لیک ترلاسه کړ.

د بریتانیا صدراعظم، کېیر سټارمر، د سپینې ماڼۍ په لیدنه کې د چارلس درېیم رسمي بلنلیک په ډېر رسمي او تشریفاتي انداز ډونالډ ټرمپ ته وسپاره، چې په ترڅ کې یې هغه ته د بریتانیا د دوهم دولتي سفر بلنه ورکړل شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...