تاند (شنبه، د مرغومي/ جدې ۱۳ مه) د ترکیې په مرکزي برخه کې د قونیې ولایت د «کاراپینار» په کرنیزه سیمه کې په سلګونو ځایونو کې د ژورو سوړو رامنځته کېدا د اقلیمي بدلونونو او د اوبو د بحران په اړه ژورې اندېښنې پیدا کړي دي.
د دې سیمې ښېرازې ځمکې، چې د جوارو، غنمو او جغوندرو د کر لپاره کارېږي، اوس د لسګونو ژورو او ناڅاپي څاګانو یا سوړو د رامنځته کېدو له امله سورۍ سورۍ شوې دي.
په ځینو کروندو کې تر لسو ډېرې دا ډول کندې یا څاه ګان لیدل کېږي. آن هغه لویې او زړې کندې چې پخوا په غرنیو سیمو کې له اوبو ډکې وې، اوس نژدې په بشپړ ډول وچې شوې دي.
د قونیې د تخنیکي پوهنتون د ځمکپوهنې استاد فتحالله آریک، چې له کلونو راهیسې دا پدیده څېړي، وایي چې د قونیې په شاوخوا کې د په مځکه کې د دې ډول کندو یا څاه ګانو شمېر شاوخوا ۷۰۰ ته رسېدلی او په وروستیو کلونو کې یې شمېر په چټکه شمېر زیاتېږي.
اریک ټینګار کوي چې د دې بهیر اصلي لامل د اقلیم بدلونونه او له ۲۰۰۰مې لسیزې له پیله پرلهپسې وچکالۍ دي.
د ورښت کمېدو تر ځمکې لاندې اوبو سطحه پر له پسې زیاته کړې ده، تر دې چې چټکتیا یې په کالني ډول له شاوخوا ۰٫۵ مترو د ۲۰۰۰مې لسیزې په وروستیو کلونو کې له ۴ تر ۵ مترو پورې رسېدلې ده. دا حالت د ترکیې د کرنې لپاره د خطر یو جدي زنګ بلل کېږي.
د اوبو بحران ځایي کروندګر دې ته اړ کړي چې نورې څاګانې وکیندي. ډېری دا څاګانې له اجازې پرته کیندل شوې دي، چې خپله تر ځمکې لاندې اوبو د لا ډېرې کمېدو لامل ګرځي. اټکلونه ښيي چې د قونیې په شاوخوا کې۱۲۰ زره ناقانونه څاګانې فعالې دي، په داسې حال کې چې قانوني څاګانې یوازې ۴۰ زره دي.
که څه هم تر اوسه د سر د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی، خو د ځمکښوېدو نه اټکل کېدونکی طبیعت د خلکو ژوند او مال له جدي ګواښ سره مخامخوي. مصطفی شیک، چې د کاراپینار یو کروندګر دی، وایي چې په تېرو دوو کلونو کې د هغه په ځمکه کې دوه ]اه ګان رامنځته شوې دي. په یوه پېښه کې یې ورور د پېښې له ځایه یوازې څو متره لیرې و، او د هغه دروند او لړزاند غږ ورته نه هېرېدونکی پاتې شوی دی.
جیولوجیکي څېړنو د راتلونکو احتمالي سوړو نور ځایونه هم پېژندلي دي، خو د پېښېدلو وخت یې اټکل کېدای نه شي. دې بېباورۍ د سیمې د کروندګرو په منځ کې ژوره اندېښنه پیدا کړې او د قونیې د کرنې راتلونکی یې له جدي پوښتنو سره مخامخ کړی دی.