Homeخبرونهزهران ممداني:د نیویارک ښار تاریخ به په پښتو ژبه هم ولیکل شي

زهران ممداني:د نیویارک ښار تاریخ به په پښتو ژبه هم ولیکل شي

تاند ( شنبه د مرغومي – جدي ۱۳مه)  د نیویارک نوي ښاروال زهران ممداني تر لوړې وروسته په خپله وروستۍ وینا کې، د قومي، مذهبي او ژبني تنوع پر بنسټ یادونه وکړه چې، د نیویارک ښار تاریخ به د نورو ژبو ترڅنګ په پښتو ژبه هم ولیکل شي.

زهران ممداني تېره پنجشنبه، نیویارک د ټولو هغو کسانو ملکیت وګاڼه چې په دې ښار کې ژوند کوي.

هغه زیاته کړه چې، د دې ښار ټول اوسېدونکي، پرته له دې چې د دوی ژبه وي، د پښتو په ګډون، مانډرین (د چین رسمي ژبه) او یدش ​​(د ځینو یهودانو دودیزه ژبه)، به د دې نوې کیسې په لیکلو کې رول ولري.

د نیویارک دغه مسلمان ښاروال همدا راز د مذهبي تنوع او د مذهبي مراسمو د ترسره کولو ازادۍ باندې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې، ظهران ممداني د نیویارک ښار لومړنی مسلمان ښاروال دی چې د ۲۰۲۵ کال په ټاکنو کې په پراخه کچه رایې وګټلې او بریالی شو.

هغه د کرایې کنټرول، وړیا بس خدماتو، د ټیټ عاید لرونکو کورنیو ملاتړ او د کډوالو د ساتنې لپاره د خپل کمپاین په جریان کې د خپلو ملاتړو په منځ کې پراخه ملاتړ ترلاسه کړ او تر بریا ورسېد.

ممداني د تېرې پنجشنبې په ورځ، په هغه قران کریم یې رسمي لوړه وکړه چې هغه ته یې له خپل نیکه څخه په میراث پاتې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...